هرات(پژواک، ۶ وری ۹۸): د هرات یو شمېر ښځو په هېواد کې د سولې پر عادلانه او تل پاتې توب د ټینګار تر څنګ په ملي او نړیواله کچه د سولې خبرو له بهیره ملاتړ وکړ او په دغه بهیر او ټاکنو کې یې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړه.
دوی وايي، په دو دو لسیزه کې افغان ښځو د دموکراسۍ، ولسواکۍ، د ښځو د حقونو د تامین او په ټولنیزو کلتوري، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ګډون لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او د سولې په بهیر کې یې باید رول کمرنګ نه وي.
په هرات کې د ښځو حقونو د فعالانو په خبره، په هېواد کې دا ټولې لاسته راوړنې په اسانۍ نه دي ترلاسه شوې او په بېلا بېلو برخو کې د افغانانو پر فعالې برخه اخیستې سترګې پټول او د سولې په بهیر کې د دوی رول ته کم ګنل د افغانستان له نیمايي ټولنې سره ستر ظلم دی.
د دوی په باور، شا ته ګرځېدل تیارو ته هرکلي معنا لري چې افغان ښځو یو ځل پخوا تجربه کړې او د دغه طبقې پر برخلیک معامله به داځل بدې پایلې ولري.
د هرات پوهنتون زده کړیالې فایضې عليزاده پژواک ته وویل، افغان ښځې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې پر برخلیک یې لوبې وکړي او یا د پردې تر شا د ښځو په حقونو معامله وشي.
نوموړې زیاته کړه: ((موږ په هېواد کې د عادلانه او تل پاتې سولې غوښتنه کوو او د سولې له خبرو ملاتړ کوو، خو هرکله چې په دې خبرو کې د افغان ښځو پر استازیتوب بل څوک پرېکړه وکړي زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.))
علیزاده په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون ته په اشاره وویل: ((په ټاکنو کې د ښځو رښتینی ګډون په دې معنا دی چې ښځې له زور او فشار پرته د خپلې خوښې نوماند ته د رایې ورکولو ازادي او وړتیا او امن فضا پیدا ولري.))
د هرات یوې اوسېدونکې حنیفې احمدي وویل، افغان ښځې هېڅ ډلې ته حق نه ورکوي چې د ښځو پر لاسته راوړنو او حقونو معامله وکړي.
هغې زیاته کړه: ((موږ د سولې په بهیر کې د ښځو د اغېزمن ګډون او تصمیم نیوونکي رول غوښتنه کوو.))
د هرات مدني فعالې راحلې راتب وویل: ((له طالبانو سره د خبرو لپاره موږ سره کرښه نه لرو، خو د ښځو د حقونو مراعتوول، سیاسي او مدني حقونه، د اساسي قانون منل او د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې زموږ سرې کرښې دي.))
هغې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې په هېڅ سوله د معاملې وړ نه دي او طالبان باید د ښځو حقونو ته د احترام په خاطر انعطاف ښکاره کړي.))
نوموړې په خپلو خبرو کې په تېرو او اوسنیو ټاکنو کې د ښځو فعال ګډون ته په اشاره وویل، په هغه صورت کې چې د ښځو د عامه پوهاوي کچه لوړه وي او مدني فعالانې د ښځو د سیاسي شعور د لوړلو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، ښځې کولای شي په ټاکنو کې خپلې رایې او ګډون په ښه توګه استعمال کړي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله مونسه حسنزاده وايي، ښځو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یوه ترخه دوه تجربه کړې او د طالبانو له دویم ځلي حکومت او تندروو سیاستونو سره موافقې نه دي.
نوموړې زیاته کړه: ((دا یوه روښانه واقعه ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي و له همدې امله د سولې د خبرو په اړه د افغان ښځو غبرګون ډېر حساس دی.))
د نوموړې په خبره، د طالبانو په دوره کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ظلم لکه رټل، سنګسار او صحرايي محکمه روا کڼل کېدل او ښځې د دویم جنس په صفت له هېڅ حق څخه نه وې برخمنې، په داسې حال کې چې په مختلفو برخو د قران کریم ایتونه د ښځو پر حقونو دلالت کوي.))
نوموړې زیاته کړه: ((زموږ اندېښنه داده چې له ۱۷ کلونو لاسته راوړنو بې برخې نه شو او یو ځل بیا موږ ته اجازه راکړل شي چې د نارینه وو په څېر له کوره بیرون ووزو او د هېواد د ښکلا لپاره کار وکړو، موږ چې اوس دې حالت ته رسېدلې یو نه غواړو شاته وګرځو.))
حسن زاده دغه ټاکنو ترسره کېدل د ښځو لپاره ډېر ګټور وبلل او ویې ویل: ((ټاکنې د افغان ښځو لپاره غوره فرصت دی چې باید د خپلو سیاسي غوښتنو، د ښځو د عمومي وضعیت د ښه کېدو او په سترو سیاسي پرېکړو کې د ګډون لپاره ترې ګټه واخلي.))
هغې له فعالو ښځو او د ښځو د حقونو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې خپلې هڅې په دې برخه متمرکزې کړي.
بلخوا د هرات ښځې د سولې د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کوي او له طالبانو هم غواړي چې د پردیو له غلامۍ بهر او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښځو فعالانو دغه وړاندیزونه او اندېښنې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له پنځم پړاو وروسته پیل شوې.
د راپورونو په اساس، د طالبانو او امریکا استازي د سولې خبرو په پنځم پړاو کې هوکړې ته ورسېدل.
په ورته وخت کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د پنځم پړاو له خبرو وروسته په خپل ټوېټر «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو» د هوکړې خبر وکړ.
دغه راز د خبرو په دې پړاو کې طالبانو ومنله چې هېچا ته به د افغانستان د خاورې د استعمال اجازه ورنکړې او ویې ویل، که د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې پرمختګ ونه شي د خبرو دوام ته نه دي تیار.
خو د هرات سیاسي شنونکي په دې باور دي چې امریکا به ژر له افغانستانه خپل ټول سرتېري ونه باسي.
د هرات پوهنتون استاد عبدالغني خسروي وویل: ((زه باور لرم چې په افغانستان کې له ۵ تر ۶ زرو امریکايي سرتېرې پاتې کېږي او امریکایان به د هرات په شینډنډ، کندهار، بګرام او د هېواد په شمال ختیځ کې څلور مرکزونه ولري، ځکه امریکایان ددې لپاره نه دي راغلي چې بېرته له افغانستانه ووزي.))
د سیاسي چارو بل کارپوره عبدالقادر کامل باور لري چې د افغانستان خلک د یوې تل پاتې او عادلانه سولې غوښتنه کوي، نه د یوې ماتېدونکې او مصلحتي سولې، ځکه ۱۰۰ نړیوالو هوکړه لیکونو ښکاره کړه چې د سولې ۵۰ سلنه هرکړه لیکونه له پنځو کلونو په کمه موده کې له منځه تللي.))
په ورته وخت کې دیني عالمانو هم له تل پاتې سولې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د هرات ولایت یوه دیني عالم عبدالغني جمشېدي وویل: ((په ټولنه کې د دیني عالمانو او روحانیانو مقام ته په کتو به د سولې په خبرو کې د دوی شتون ګټور وي.))
بل دیني عالم سلطان احمد حقګو وویل: ((د افغانستان دیني علما له سولې ملاتړ کوي او هغه تاییدوي خو داسې سوله نه چې مقابل لوري ته ټول امتیازات ورکړل شي.))