کندوز (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د کندوز ولايتي شورا وايي چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو پر مهال د وسلو او مهماتو له اړخه ځان سمبال کړى او دا د خلکو لپاره يو سخت ګواښ دى، خو امنيتي چارواکي وايي چې طالبان ځپل شوي دي.
کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځوکونو درې ورځې وروسته د ښار ځينې سيمې او دوې اوونۍ وروسته ټول ښار له طالبانو بېرته ونيوه او اوسمهال دا ښار بېرته عادي وضعيت ته را ګرځېدلى دى.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو کافي موټر ترلاسه کړي او دا ځل يې ګواښ د پخوا په پرتله زيات شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو په لومړيو ورځو کې سلګونه پوځي ګاډي او پرمختللې وسلې د چهاردرې ولسوالۍ او ښار ته څېرمه کنم سيمو ته له ځان سره لېږدولي.
ولي زياته کړه چې د ده د موکلينو د معلوماتو له مخې، طالبانو دا ګاډي د هوايي بريدونو له وېرې تر خسو او خځلو لاندې پټ کړي دي.
د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه: ((اوس مو د تېر په پرتله اندېښنه دوه چنده شوې، طالبانو پخوا د عشر او زکات د ټولولو له لارې وسلې او تجهيزات اخيستل، خو دا ځل يې د کندوز له نيولو سره هر څه ترلاسه کړل.))
د هغه په خبره، طالبانو د وسلې او مهماتو له اړخه خپل ځانونه په بشپړ ډول سمبال کړي او دا د خلکو لپاره يو جدي ګواښ دى.
د ولايتي شورا مرستيال په ډاګه کړه، که چېرې دغه ځل هم حکومت د تېر په څېر بې پروايي وکړي، نو کندوز ښار به څو چنده زيان وويني.
خو امنيتي چارواکي وايي چې طالبان ځپل شوي او نور نه يواځې چې د کندوز د نيولو توان نه لري، بلکې له څو نورو ولسواليو يې هم کمپله ټوله شوې ده.
د کندزو امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ مني چې طالبانو په کندوز کې د امنيتي ځواکونو ډيپوګانې نيولې وې، خو په دې اړه معلومات نه لري چې څومره وسلې يې له لاسه ورکړې.
هغه زياتوي چې امنيتي ځواکونه د تېر په پرتله پياوړي شوي او په دې ولايت کې کافي امنيتي ځواکونه مېشت دي.
هغه زياته کړه چې اوس اوس يوه فرقه او د ٨٠٨ شمال ختيځ په نوم يو زون د ولسمشر غني له خوا د کندوز لپاره منظور شوي چې د دغو پوځي ارګانونو تشکيلاتي بهير همدا اوس روان دى.
د کندوز ولايتي شورا مرسيتال د عملياتو د نا چټک پرمختګ په اړه وويل چې اوس بايد عمليات سخت شي او وسله والو مخالفينو ته دې يو ځل بيا د يرغليزو بريدونو فرصت نه ورکول کېږي.
خو امنيه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونو د عملياتو له پيلولو پرته، د نوو امنيتي پوستو د جوړولو کار هم پيل کړى او کور په کور سخته تلاشي روانه ده.
په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې نور دې وسله والو مخالفينو ته ښار ته ننوتو اجازه نه ورکوي.
د کندوز ښار اوسېدونکي سيدعلم وويل، د کندوز ښار خلکو له ګڼو مالي او ځاني زيانونو سربېره ګڼې ستونزې ليدلې او حکومت بايد د هوا په سړېدو سره دهغوى امنيت خوندي کولو لپاره ډېره هڅه وکړي.
هغه زياتوي: ((لا هم د شپې له خوا د ډزو غږونه اورېدل کېږي او حکومت مکلف دى چې دا ډزې د تل لپاره پاى ته ورسوي، ځکه چې د خلکو د اندېښنې سبب ګرځي.))
سيد علم چې د خپلې کورنۍ له غړو سره تخار ولايت ته تللى او اوسمهال کندوز ته ستون شوى، وويل چې دوې اوونۍ وړاندې په کندوز ښار کې د ګوتو په شمار کورنۍ پاتې وې او پاتې ټولو د جګړې له وېرې پښې سپکې کړې وې.
خو امنيتي چارواکي وايي چې کندوز ښار چهاردره ولسوالي د طالبانو له شتون پاک شوي او د عملياتو له دويم پړاو کې دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ هم د وسله والو مخالفينو له شتون چاڼ شوې دي.
د کندوز ښار جګړې خلکو ته د ګڼو مالي او ځاني زيانونو اړولو تر څنګ شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ هم ګاونډيو ولايتونو او کابل ته بې ځايه کړې، خو د وضعيت له ښه کېدو سره له تېرې اوونۍ راهيسې څه باندې درى زره کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.