لښکرګاه (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣) :د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ګل اغا شېرزي دکمپاین مسوول او د ناوې ولسوالۍ د ټولنېزې شورا غړی عبدالمالک ووژل شو.
د هلمند د امینه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول لومړي بریدمن شاه محمود اشنا پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نوموړى تېره ماښام د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ووژل شو.
اشنا وويل، چې دا پېښه د ښار اړوند د صوفيانو په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه ، چې دوو تنو موټر سايکل سپرو پر نوموړي ډزې وکړې.
هغه وويل، چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.
بلخوا د ناوې ولسوالۍ دټولنېزې شورا ريیس حاجي جمعه ګل پژواک ته وويل، چې عبدالمالک شخصي دښمني نه درلوده او په وينا يې، چې د وژل کېدو لامل يې هم په ټولنېزه شورا کې دنده کېداى شي.
ده وويل، چې هغه د ناوې د خسراباد د سيمې اوسېدونکی و، ۵۰ کاله عمر یې درلود او په ټولنېزه شورا کې د دندې تر څنګ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ګل اغا شېرزي د کمپاين مسوول و .
د يادولوده،چې عبدالمالک د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د کمپاین پرمهال هم د ناپېژانده وسله والوپه يوه بريد کې ټپي شوى و .
ياده دې وي، چې دوه اوونۍ مخکې په لښکرګاه ښار کې د ولسمشرۍ د بل کانديد عبدالله عبدالله د ټاکنېز کمپاين او د لښکرګاه د ټولنېزې شورا غړى عبدالشکور هم په ورته بريد کې وژل شوى و.
د دې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Add new comment