زرنج ( پژواک ۹ زمری ۹۲ ) په نیمروز ولایت کې د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي دوه تنه واکسیناتوران خوشې شوي دي.
دغه کسان دولس ورځې مخکې له چخانسور ولسوالۍ څخه د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي وو.
د چخانسور ولسوال اقا محمد فضلي د زمري په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا کسان د دې ولسوالۍ له اورو سیمې څخه تښتول شوي وو.
هغه زیاته کړه چې په دې کسانو کې یو ډاکټر او یو تن رضاکار و، د ماشومانو دواکسین کولو په موخه یادې سیمې ته تللي وو.
ولسوال وایي چې یاد دوه کسان د سیمې د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو نن خوشې شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Add new comment