د ولايتي شوراګانو ټاکنې

لښکرګاه (پژواک، ۹ مرغومی ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ريیس او قومي مشران وايي که د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په برخه کې بې غوري وشي نو ډېرې بدې پايلې به ولري.
د هلمند د ولايتي شورا مشر کریم خان اتل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ورځ تر بلې جګړه زور اخلي، خو امنيتي چارواکي يې پر وړاندې بې پروايي کوي.
هغه وايي چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره يواځې د کاغذ پر مخ ليکنې شوې په عملي بڼه هېڅ هم نه دي شوي.
هغه وايي چې په تېرو ورځو کې له سلو کسانو پرته نور تازه دمي سرتېري د دغه ولايت هېڅ سيمې ته نه دي استول شوي.

پلخمري (پژواک، ٦ مرغومى ٩٤): د بغلان خلک او ولايتي شورا وايي چې په دې وروستيو کې د پلخمري- مزار شريف د لويې لارې امنيت خراب شوى او دولت مکلف دى چې د دې لارې امنيت ونيسي.
د تېرو دوو اونيو په ترڅ کې پر دې لاره د طالبانو بريدونه وشول چې د ملکي او پوځي کسانو مرګ ژوبله ورسره ملګرې وه.
تېره اوونۍ طالبانو په باغ شمال سيمه کې د لويې لارې په بندولو سره د جنبش اسلامي د پخواني قوماندان سيد حسام الدين حقبين پر موټر بريد وکړ چې يو ساتونکى يې ووژل شو او خپله قوماندان له دوو ساتونکو سره ټپي شو.

ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې چې د خپلمنځي اختلاف  له امله ځنډېدلې وې، ترسره شوې.
د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د مرغومي په ٥مه، په دې ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي چارواکو او نورو تر نظارت لاندې ترسره شوې.
ددې ټاکنو په پايله کې بختيار ګل همت ځدراڼ د ولايتي شورا د مشر، نعمت الله بابري د مرستيال او حنيفه کټوازۍ د منشي په توګه وټاکل شول.
د ولايتي شورا پخواني مشر افسر خان سليمان خېل وويل چې تر خپله وسه او توانه به نويو مشرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

غزني ښار(پژواک،٣مرغومى ۹۴): د غزني د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ځينې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا ډېرى غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او غونډو ته نه راځي.
د افغانستان د ملکي کارکوونکو د قانون د سلمې مادې له مخې پرته له عذره د دولت هېڅ کارکوونکى نه شي کولى له دريېو ورځو پرله پسې ډېره غيرحاضري وکړي او که چيرې دا کار وکړي نو د هرې ورځې په بدل کې يوه ورځنۍ تنخوا ګرځول کيږي.
د غزني ښار يوتن اوسېدونکي محمدحليم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا غړي بايد د حکومت له کړنو څارنه وکړي او د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.

جلال اباد(پژواک، ۸ ليندۍ۹۴): د ننګرهار ولايتي شورا وايي چې د "پوليسو ښارګوټي" سلګونه نومرې غير قانوني پلورل شوي او پلورونکي کسان د دې پروژې د پلي کېدو مخه هم نيسي.
دا ښارګوټی چې پر "شېرزي ښارګوټي" هم مشهور دی، په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د جلال اباد ختيځ ته د "پوليسو روزنيز مرکز" ته مخامخ دښته کې ډيزاين او پوليسو ته ووېشل شو.
ياد ښارګوټی تر ۵۰۰  ډېرې نومرې لري، د وېشل شوې برخې  د هرې نومرې پر سر يې له پوليسو ۳۰ زره افغانۍ اخېستل شوي، خو تراوسه يې کارونه بې سرنوشته پاتې دي.

خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د خوست د ولايتي شورا يوه ښځينه غړې، د هغې د زده کړو د اسنادو د نيمګړتيا تر تثبيت وروسته له شورا لرې او پر ځای يې يوه بله کانديده ور وپېژندل شوه.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر عبدالرحمن محبت د ليندۍ په لومړۍ نېټه، د دويمې غړې د پېژندنې په مراسمو کې وويل چې د ولايتي شورا دغه غړې حجاڼۍ حکمينه د دوولسم ټولګي د فراغت قانوني اسناد نه لري.
نوموړى وايي چې د دې غړې د زده کړو اسناد د ټاکنو د مرکزي دفتر د يوه ټاکل شوي پلاوي له لوري په دقيق ډول څېړل شوي چې په پايله کې يې جعلي ثابت شوي دي.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې