کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۸): د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه حکم په صادرولو سره، د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخروج اعلان کړل.
د ۱۳۹۸ کال د ۱۱مې میاشتې د ۳۰مې نېټې د ۹۰۷ ګڼې په مکتوب کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې راغلي، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د احتیاطي تیاریو په موخه یې د د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو او استازو په کډون د دغه کمېسیونونو رییسان او غړي هم د اړوندو محکومو تر قطعي پرېکړې پورې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.