By: نسيم هوتک , Date:31/10/2015
لومړى تعقيب- کلات (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د زابل امنيتي چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دوى په هڅو له خاک افغان ولسوالۍ څخه تښتول شوي ١٤ ملکي وګړي بېرته خوشي شوي دي. د يادونې ده، تېره اونۍ د غزني د جاغورو ولسوالي... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Zabol.To see other videos

کلات (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د زابل چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو بهير په ښه توګه پای ته رسېدلی او په بېلابېلو سيمو کې لسګونه زره کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

پل علم- لښکرګاه- کلات- مهترلام (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په لوګر، لغمان، هلمند او زابل ولايتونو کې د رايې ورکولو ځينو مرکزونو ته څېرمه چاودنې او وسله والې نښتې شوې دي.
څو شېبې مخکې د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په يوه ټاکنيز مرکز کې چاودنه شوې، چې په کې ٣ تنه ټپيان شوي دي.
د محمداغې ولسوال عبدالحميد د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه د يادې ولسوالۍ د مُغل لېسې ټاکنيز مرکز کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

 
کلات (پژواک، ١١ ورى ٩٣): امنيتي ځواکونو د زابل ولايت د ولايتي شورا يو کانديد نيولى او بندي کړى يې دى.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوى کانديد محمديعقوب نومېږي.
هغه زياته کړه، چې نوموړى د يوې حقوقي مسئلې په تړاو نيول شوى او دوسيه يې تر څېړنو لاندې ده.
د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل ، چې يعقوب سيوري وال د ملي امنيت د منسوبينو له خوا نيول شوى دى.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه له يعقوب او يا هم د هغه له کورنۍ سره خبرې وکړې، خو ونه توانېد.

 
کلات ( پژواک، ٩  ورى ٩٣ ) :  په زابل ولايت کې دولايتي شورا پر يوه کانديد بريد شوى، خو هغه ترې روغ وتلى دى.
دغه بريد د وري په ٩مه، ددغه ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د ولايتي شورا د کانديد داوود ګلزار پر کاروان شوى دى.
ګلزار پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې هغه د ټاکنيز کمپاين په لړ کې سبا په دغې ولسوالۍ کې لويه غونډه پلان کړې وه.
د نوموړي په وينا، په همدې موخه نن دغې ولسوالۍ ته تللى  و،  چې د شاه جوى بازار څخه د تېرېدو پر مهال پرې د لاسي بم بريد شوى دى.
هغه زياتوي ، چې دى او ملګري يې له دې بريده روغ وتلي ، خو دوه موټر يې زيانمن شوي دي.

 
کلات (پژواک،٩ورى٩٣):د زابل  ولايتي شورا ته  ښځينه کانديدانې وايي،چې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله نشي کولاى، چې د نارينه کاندېدانو په څېر کمپاين وکړي.
دوي وايي، چې امنيتي، اقتصادي ،کولتوري او نورو ستونزو يې ټاکنيزې مبارزې ټکنۍ کړې دي او بايد دغو ستونزو ته پاملرنه وشي.
په زابل کې دا مهال د ولايتي شورا د نهو څوکيو لپاره نوولس تنو ځانونه نومولي، چې درې تنه يې ښځې دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:19/01/2019

د زابل اوسېدونکي : ولسمشرۍ ټاکنو کې دې د رايې ورکولو...

کلات  (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٧): د زابل ولایت اوسېدونکي د ټاکنو له خپلواک کمې... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د زابل د ولايتي شورا او دولتي ادارو ترمنځ همغږي پر خدماتو مثبت اغېز کړی
By: نسيم هوتک , Date:18/11/2015

د زابل د ولايتي شو...

کلات  (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤):  د زابل د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېد... پاتی برخه

ملي شورا

Zabul lawmaker escapes unhurt in Taliban’s ambush
By: نسيم هوتک , Date:25/08/2015

د ولسي جرګې وکيل حميدالله توخى له وسله وال بريده روغ...

کلات (پژواک، ٣ وږى ٩٤): په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى حميدالله توخى د و... پاتی برخه

مرکې

Ancient Zabul sites hit by neglect
By: Abasin Zah... , Date:23/07/2013
  کلات ښار (پژواک ٧ کب ٩١): د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ مشر وايي، چې د دغ... پاتی برخه

Campaign

ښځينه کانديدانې : د ستونزو له امله د نارينه کانديدانو په څېر کمپاين نه شو کولى
By: ښځينه کانديدانې : د... , Date:30/03/2014

ښځينه کانديدانې : د ستونزو له امله د نارينه کانديدانو...

  کلات (پژواک،٩ورى٩٣):د زابل  ولايتي شورا ته  ښځينه کانديدانې... پاتی برخه