By: پژواک , Date:21/08/2019
سرپل (پژواک، ٣٠ زمری ٩٨): په سرپل ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله د رایې اچونې له ټولو ۱۴۹ مرکزونو څخه په ۸۱ مرکزونو کې ټاکنې نه ترسره کېږي. په سرپل ولایت کې د ټاکنو کمېسیون رییس مرتضی عالمي زاده نن په یوه خبرې نا... پاتی برخه
By: پيمان نورى , Date:20/10/2015
سرپل(پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د سرپل ولايت د دريو ولسواليو ځينو کارکوونکو له څو مياشتو راهيسې له ولسوالۍ د ولايت تر مرکزه د شته امنيتي ستونزو په سبب له کابلبانک نه  تنخوا نه ده اخيستې. دا دولتي کارکوونکي په ګوسفندي،... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Sar-i Pol.To see other videos

٥٩- مولوي حبيب الرحمن:
د سرپل انتخابى سناتور
 
الحاج مولوي حبيب الرحمن د محمد زوى په ١٣٤٧ لمريز کال کې د سرپل ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې زېږېدلى او د ديني علومو په برخه کې يې زده کړې کړې دي. نوموړي په ځينو ديني مدرسو کې د مدرس په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د ا سلامي جمعيت غړى دى.
د اړيکو شمېرې: 0775301281-0787768412
 
٦٠- معصومه شاداب:
د سرپل انتخابي سناتوره
 

سرپل ولايت د افغانستان په شمال زون کې واقع دى، چې پر ۱۳۶۷لمريز کال کې يې ، د جوزجان ولايت له ولسوالۍڅخه ولايت ته ارتقا وکړه. دغه ولايت  ۶ ولسوالۍ (کوهستانات، سوزمه قلعه، سنچارک، ګوسفندي، صياد او بلخاب) لري، چې د ولايت د مرکز (سرپل) په ګډون ۷ اداري واحدونه دي.
سرپل ولايت  د ختيځ د ۳۵درجو او ۳۰ دقيقو او د شمال د ۳۶درجو او ۱۳دقيقو تر منځ او د سوېل د ۶۶ درجو او ۳۰ دقيقو او ختيځ د ۶۵درجو او ۲ دقيقو تر منځ پروت دی.
دغه ولايت  د سمندر له سطحې څخه ۶۴۰ متره لوړ  دی.

٢١٥—حاجي خير محمد ايماق
د سرپل دخلکو استازى – رايې : ۹۲۲۴
 

عبدالجبار حقبين د عبدالسلام زوی،چې په ۱۳۵۶لمريز د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
په ۱۳۷۵لمريز کال کې يې د بغلان ولايت په کلميران لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې بشپړې کړې. په ۱۳۸۰لمريز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شو.
د نوموړي مورنۍ ژبه دري ده؛ خو له پښتو ژبې سره هم يو څه اشنايي لري. انګليسي ژبه يې تر منځنۍ کچې زده ده.
حقبين د ۱۳۹۱لمريز له لومړۍ مياشتې څخه د سرپل د والي په توګه دنده تر سره کوي؛ خو له دې مخکې يې هم په بېلابېلو دولتي پوستونو کې کار کړی دی.

 
مزارشريف (پژواک ٧ وږى ٩٢): د سرپل د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو د ځان وژنې او پرې د جنسي تېري پېښې زياتې شوې دي.
دوی وايي: ((لا هم په دغه ولايت کې مېرمنې په کورني او ټولنيز لحاظ د زورواکو ښکار دي.))
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن نسيمې ارزو له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د سرپل ولايت د مېرمنو په حالت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

 
سرپل ښار (پژواک ٥ وږى ٩٢): د سرپل پوليسو پر دوو ښځو د جنسي تېري کوونکو پر ځاى د هغوى خاوندان نيولي او بنديان کړي يې دي.
د سرپل د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جنسي تېري دغه پېښه شاوخوا يوه مياشت مخکې (د روژې ١٢مه) په سنچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
هغې زياته کړه، چې د سيمې د قومي مشرانو په زور او وېرې د يادو ښځو کورنۍ دا موضوع پټه ساتلې وه، خو اوس دغه ښځې د ولايت مرکز ته راغلې او والي ته يې خپل شکايت کړى دى.

 
مزار شريف ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د سرپل والي وايي چې د امو سيند نفتو حوزه کې د تېلو د استخراج پروسه بنده شوې نه، بلکې ځنډول شوې ده.
د تېلو ددې حوزې ډېرۍ برخه په سرپل او يوه برخه يې په فارياب کې ده.
د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د نفتو ملي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مرکز اړونده د قشقري انګوت په سيمه کې څو مياشتې مخکې د تېلو داستخراج پروسه پيل شوې وه.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:21/08/2019

سرپل کې د رایې اچونې ۵۴ سلنه مرکزونه به د ناامنۍ له ا...

سرپل (پژواک، ٣٠ زمری ٩٨): په سرپل ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله د رایې اچون... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Intense battle underway for Kohistanat district
By: پيمان نورى , Date:03/10/2015

وسله والو طالبانو...

سرپل (پژواک، ١١تله ٩٤): وسله والو مخالفينو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ مرکز کل... پاتی برخه

ملي شورا

در حمايت از نيروهاى امنيتى در سرپل گردهمايى صورت گرفت
By: پيمان نورى , Date:07/10/2015

په سرپل کې له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه لاريون و...

سرپل (پژواک، ١٥ تله ٩٤): سرپل ولايت کې زرګونه کسان له امنيتي ځواکونو د ملاتړ پ... پاتی برخه

مرکې

125 women subjected to violence in Sar-i-Pul
By: ذبيع الله... , Date:19/09/2013
  مزارشريف (پژواک ٧ وږى ٩٢): د سرپل د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې په... پاتی برخه