By: فريد تنها , Date:02/01/2020
چاريکار(پژواک١٢مرغومی ٩٨):  د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر ۱۶۱ کارکوونکي په درغلۍ او سرغړونې تورن پېژندل شوي چې د شکایتونو له ارزونې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.  په پروان کې د ټاکنیزو شکایت... پاتی برخه
By: فريد تنها , Date:16/10/2019
چاریکار(پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د رایې ورکولو د یوه مرکز اته کارکوونکي چې طالبانو نیولي وو لا هم له طالبان سره بنديان دي.  د پروان ولایت د یوې مسوولې سرچینې د معلوماتو له مخې، د ټاکن... پاتی برخه
By: فريد تنها , Date:28/09/2019
چاریکار (پژواک، ۶ تله ۹۸): د پروان په مرکز کې یوه کس خپل د تره زوی ځکه پر ډزو وژلی چې د هغه د خوښې نوماند ته یې رایه نه ورکوله. د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر نن سهار پیل شوی دی. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدا... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Parwan.To see other videos

 
پروان ولايت د هېواد د پلازمېنې کابل شمال ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې واقع دى، له کاپيسا، بغلان، پنجشېر ، ميدان وردګ، کابل او باميان ولايتونو سره ګډه په لري، دغه ولايت د مرکز په ګډون ١٠ اداري واحدونه لري.
په دې راپور کې ددې ولايت د يو شمېر خلکو نظرونه اخيستل شوي، چې په لاندې ډول دي.
 دولتي مامور : پر ټاکنو مې باور له منځه تللى دى.

 
چاريکار ( پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢ )  : د پروان ولايت اوسېدونکو د کرنې  او پوهنې په برخو کې د ستونزو ترڅنګ له وسله والو غلو او ناقانونه وسله والو ډلو څخه هم شکايت کوي.
ددې ولايت د بګرام ولسوالۍ د قلندر خېل سيمې اوسېدونکى محمد شفيق مشفق وايي، چې بې کاري، نا امني او  اداري فساد ددې ولايت له مهمو ستونزو څخه دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ستونزې له تېرو لسو کلونو راهيسې په دې ولايت کې شته، خو چارواکو يې په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى کړى.
د نوموړي په وينا، په دولتي ادارو کې دسم مديريت د نشتوالي له امله ددې پر ځاى ، چې ستونزې کمې شي، ورځ تر بلې زياتېږي .

 
چاريکار ( پژوک ٢٩ چنګاښ ٩٢ ) : د پروان ولايت ډېرى اوسېدونکي له حکومت څخه د کار زمينې برابرول، د غير مسوولو وسله والو بې وسلې کول او د اداري فساد پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه کوي.
 
ددغه ولايت د مرکز چاريکارو ښار يو تن اوسېدونکى عبدالصبور وايي، چې دولت بايد کار اهل د کار ته وسپاري، قانون پر ټولو سم پلى کړي او خلکو ته د کار زمينې برابرې کړي.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېرى زده کوونکي او محصلين ، چې له زده کړو فارغ شي، نو کار ورته نه پيدا کېږي.
 

 
چاريکار ( پژواک، ٩ وږى ٩٢ ) : د پروان ولايت خلک د وسله والو طالبانو نفوذ په دغه ولايت کې پيکه بولي ، خو د نامسوولو وسله والو له خوا رامنځته شويو خپلسريو او ناامنيو دوى اندېښمن کړي دي.
 
د پروان ولايت اوسېدونکي د نورو ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې غير مسوول وسله وال زيات بولي او وايي چې د غير قانوني وسلو لرل  د خلکو د وژنې لامل کېږي.
 

 
چاريکار ( پژواک ٢١ زمرى ٩٢ ) : د پروان والي وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې په دې ولايت کې د شاوخوا ٧٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت دبيارغونې پروژې تر سره شوې دي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي، چې اوس هم په ځينو سيمو کې بيارغونې ته اړتيا ليدل کېږي.
 
د پروان والي عبدالبصير سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې لس کاله مخکې په دې ولايت کې دوه ښوونځيو هم ودانۍ نه درلودې ، خو اوس په دې ولايت کې د بيارغونې د نورو کارونو ترڅنګ ٢١٠ ښوونځيو ته اساسي ودانۍ جوړې شوې دي.
 

 
چاريکار ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢ ) :  د پروان ولايت د پوهنې چارواکي وايي ، چې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو د مسلکي ښوونکو د نشتوالي ستونزه د ښوونيز بهير د نور پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بولي.
د پروان د پوهنې رييس زلمى شهيد وايي، چې دا ولايت ټول ٤١٠ ښوونځي لري، چې ١٥٩ يې لېسې ، ١٢٦ يې منځني ښوونځي او ١٢٥ يې لومړني ښوونځي دي . په دې ښوونځيو کې  ٨١٢ ښځينه او ٤٨٦٧ نارينه ښوونکي په تدريس بوخت دي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ښوونځيوکې ١٢٨٠٧٠ هلکان او ٧٧١٦٥ نجونې په زده کړو بوختې دي.

چاريکار ( پژواک، ٤ وږى ٩٢) : د پروان ولايت د اوسېدونکو اقتصاد په کرنه، باغدارۍ او مالدارۍ ولاړ دى او له همدې لارې خپل عايد ترلاسه کوي.
پروان چې د هېواد پلازمېنې شمال ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، کابل ښار ته ډېرې تازه مېوې او سبزيجات له همدې ولايت څخه راځي.
د پروان چارواکي وايي، چې ددې ولايت ٨٠ سلنه اوسېدونکي په کرنه او باغدارۍ بوخت دي او يو شمېر نور يې بيا مالداري او سوداګري کوي.
ددې ولايت د کرنې رييس عبدالکبير فرزام وايي ، چې ددې ولايت مهم حاصلات تازه مېوې، سبزيجات او غله دانه دي.

١-د پروان د ځوانانو ټولنه:
 
دغې ټولنې په ١٣٨٦ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، شاوخوا ٨٥٠٠ تنه ښځينه او نارينه غړي لري ، دوى فرهنګي، ورزشي ، علمي او ټولنيز فعاليتونه ترسره کوي ، ملي سوداګر ورسره مالي مرستې کوي او مسوول  يې محمد قسيم طبيب زاده دى.
 
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٨٠٦٦٠٨٨
 
٢-د نسيم فرهنګي بنسټ:
 
دغه بنسټ په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، ٣٠٠ غړي لري ، ډېرى فرهنګي فعاليتونه ترسره کوي، تر اوسه يې ١٦ لويې فرهنګي غونډې ترسره کړې دي او  مسوول يې  محمد نسيم سحر ګلبهادري  دى.
 

 ١-دنيا راډيو :
د پروان له فعالو راډيوګانو څخه يو هم دنيا ده. دغه راډيو په ١٣٨٩ لمريز کال کې د عبدالعليم ثاقب له خوا تاسيس شوې او خپرونې يې پيل کړي. د دنيا راډيو خپرونې د سهار له ٥ بجو پيلېږي او د شپې تر ١٢ بجو دوام لري ، چې په ټولو شمالي ولايتونو کې اورېدل کېږي .
دغه راډيو ٥٠ کارکوونکي لري، چې لګښتونه يې د شخصي بوديجې او اعلاناتو له لارې تمويلېږي .
د اړيکې شمېره : ٠٧٠٠٢٩٥٨٦٢     
٢-صداى صلح راډيو:
 

 
۵۵- ملکه مايل زاده
انتخابي سناتوره
 ملکه مايل زاده د محمد اسماعيل لور، چې  په ١٣٣٩  لمريز کال  پروان کې زيږېدلې ده.
تر څوارلسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي، په تير وخت کې د حره جلالي په ښوونځي کې د ښوونکې په توګه، د ابيتات موسسه کې د سوپروايزرې په توګه، د تجربوي عالي لېسې د ژبو او ادبياتو د څانګې امر، د نمبر يک د نجونو د ښوونځي سرمعلمه او د بي بي حوا د لېسې سرښوونکې پاتې شوې ده.
د اړيکې شمېره:  0705720418
 
 

Pages

ټاکنیز خبرونه

هيچ يک از مراکز رايدهى در کنر مسدود نبود
By: فريد تنها , Date:16/10/2019

پروان کې د رایې ورکولو د یوه محل اته کارکوونکي تر اوس...

چاریکار(پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د رایې ورکولو د یوه... پاتی برخه

سرغړونې

By: فريد تنها , Date:02/01/2020

د پروان د ټاکنو دفتر ۱۶۱ کارکوونکي به عدلي او قضايي ا...

چاريکار(پژواک١٢مرغومی ٩٨):  د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر ۱۶۱ کارکوونکي په... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

مردم پروان از ناامنى¬ها شکايت دارند
By: فريد تنها , Date:20/07/2015

د پروان خلک له نا...

چاريکار (پژواک، ٢٩چنګاښ ٩٤): د پروان د مرکز او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د دو... پاتی برخه

ملي شورا

پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي
By: فريد تنها , Date:05/04/2015

پروان کې دوه سوه بستريز روغتون جوړېږي

چاريکار( پژواک،١٦ ورى ٩٤): د پروان په مرکز چاريکارو کې د پنځو ميليونو امريکايي... پاتی برخه

مرکې

Police officials involved in drug trade: Salangi
By: Farid Tanh... , Date:12/08/2013
  چاريکار (پژواک١٩ زمرى ٩٢): د پروان والي وايي، چې د دغه ولايت يو شمېر پ... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

يک تن در گردهمايى کمپاين زلمى رسول زير پاى مردم جان داد
By: پروان کې د زلمي رسول... , Date:02/04/2014

پروان کې د زلمي رسول کمپايني غونډه ترسره شوه

  چاريکار (پژواک ١٢ ورى ٩٣): په پروان ولايت کې د شاوخوا دوه زره تنو په ګ... پاتی برخه