By: پژواک , Date:18/06/2019
ښرنه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا خلک او د مدني ټولنو غړي وايي، په دې ولايت د ولسمشريزو ټاکنو د نوم ليکنې تقويتي پروسه پڅه روانه ده، که ورته پاملرنه ونه شي، د دې ولايت ډېری خلک به له يادې ملي پروسې څخه بې... پاتی برخه
By: پژواک , Date:15/12/2018
ښرنه (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧) : د پکتيکا په مرکز ښرنه ښار کې لسګونه لاريون کوونکي وايي، د ولسې جرګې ټاکنو په لومړنيو پايلو کې بريالۍ شوې نومانده هيله مجتبی د افغانستان د ټولو نافذه قوانينو پرخلاف د تابعيت دوه تذکرې لري،... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Paktika.To see other videos

 
ښرنه (پژواک،٥غويى٩٣):په پکتيکا ولايت کې دټاکنيزو شکايتونواورېدو کمېسيون وايي، چې په دې ولايت کې د باطلو او قرنطين شويو مرکزونو شمېر په هغه اندازه نه دى، کوم چې رسنيو ته رسېدلي.
ددې کمېسيون کمېشنر محمدخان عابد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، دوه ورځې وړاندې ددې کمېسيون کمېشنر عبدالحميد ملنګ رسنيو ته په معلوماتو ورکولو کې تېروتنه کړې وه.
هغه وايي:((ملنګ رسنيو ته ويلي و ، چې په پکتيکا ولايت کې د۱۸۳مرکزونو رايې قرنطين او د ۱۲ محلونو رايې باطلې اعلان شوې دي، خو داسې نه ده.))

 
ښرنه (پژواک ٣ غويى ۹۳): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، پوره امنيتي چمتووالى ورته لري.
پاسوال نبي جان ملاخېل د غويي په ۳مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې وويل، په پکتيکا کې تېرې ټاکنې په ډاډمنه امنيتي فضا کې ترسره شوې او د ټاکنو ټول مرکزونه پرانيستې وو.
نوموړي وويل، په  ټاکنو کې ټولو افغان امنيتي ځواکونو امنيت نيولى و، خو د سيمه ييزو پوليسو رول په کې مهم و.
ملاخېل وايي، د مرکز ښرنې په ګډون هغه ولسوالۍ چې سيمه ييز پوليس په کې ګومارل شوي وو، امنيت يې پوره ټينګ و او ټولو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته.

 
ښرنه (پژواک،٢غويي٩٣):په پکتيکا کې دټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د۱۸۳ محلونو رايې قرنطين شوې دي.
ددى کمېسيون يوتن کمېشنر عبدالمجيد ملنګ دغويي په ۲ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو قرنطين شويو محلونو څخه يواځې پنځوس د ارګون ولسوالۍ اوپاتې د نورو ولسواليو او سيموڅخه شامل دي.
ملنګ وويل : ((هرمرکز درايې ورکولو لپاره شپږ صندوقونه لري، چې د يادو محلونو ټول ۱۰۹۸ صندقونه قرنطين شوي، پاکې اوناپاکي رايې به يې وشمېرل شي.))

 
ګردېز (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د پکتيا د شکايتونو د اورېدو کمېسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د نه همکارۍ له امله کېدای شي د دغه ولايت د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو شکايتونه بې څېړنې پاتې شي.
په پکتيا کې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس محمدبشير بهرام د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ټاکنو وروسته يې لس ورځې وخت درلود، څو د هغوسيمو د رايو صندوقونه په علني ډول بيا وشمېري په کومو کې چې شکايتونه شوي، خو تر اوسه ورته د ټاکنو کمېسيون د هغو صندقونو لېست نه دی ورسپارلی پر هغو چې د درغلۍ ادعاوې شوې وې.

 
ښرنه (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): په پکتيکا کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه د څارونکې د جعلي کارت د کارولو له امله نغدي جريمه کړه.
د ياد ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون کمېشنر عبدالمجيد ملنګ د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښځو چارو رييسه بي بي حوا د ټاکنو په ورځ د ناظرې په توګه له جعلي کارت څخه ګټه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې د ښځو چارو رييسې د ښرنې د رايې ورکولو د محل له کار کوونکو سره هم بد چلند کړی و.
د ملنګ په وينا، بي بي حوا له همدې امله پنځه دېرش زره افغانۍ نغدي جريمه شوه.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:18/06/2019

خلک: پکتيکا کې د نوم ليکنې تقويتي پروسه پڅه روانه ده

ښرنه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا خلک او د مدني ټولنو غړي وايي، په دې ولاي... پاتی برخه

سرغړونې

By: پژواک , Date:13/02/2019

ولسي جرګې ته له پکتیکا یو بریالی نوماندان له هېواده د...

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٧): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بلخ ولايت پوليسو له... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې ترسره شوې
By: پژواک , Date:26/12/2015

د پکتيکا د و لايتي...

ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې... پاتی برخه

ملي شورا

د پکتيکا ځيني خلک: د ولسي جرګې کاري دوره دې نه غځېږي
By: پژواک , Date:17/06/2015

د پکتيکا ځيني خلک: د ولسي جرګې کاري دوره دې نه غځېږي

ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): د پکتيکا اوسېدونکو له ولسمشره وغوښتل چې د ولسي جر... پاتی برخه

مرکې

Paktika officials ready for second election round
By: على محمد ن... , Date:24/04/2014
  ښرنه (پژواک ٣ غويى ۹۳): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، که ټاکنې دويم پړ... پاتی برخه