ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دي.
څلور ورځې وړاندې د يادې سرحدي ولسوالۍ پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل، څو پوستې يې ونيوې او جګړه اوس هم روانه ده .
په سوېل ختيځ زون کې د دوهم نمبر سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې ملي اردو،کومانډو او سرحدي پوليس په ګډه عمليات بيل کړي تر څو نيول شوې پوستې بېرته له وسله والو ونيسي.
13/06/2014
11/06/2014