By: يوسف ظريفى , Date:12/02/2019
جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۷): د نورستان خلک او ولايتي شورا ګواښ کوي چې که په ټاکنيزو کمېسيونونو کې اصلاحات رانه وستل شي، دوى به په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون ونه کړي. د ځايي خلکو په وينا، په يادو کمېسيونونو کې د در... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

A view of the 2018 Wolesi Jirga elections in Nuristan province

 
جلال اباد (پژواک ١١ ورى  ٩٢): د نورستان والي او ولايتي شورا يو بل په دې تورنوي، چې ګواکې په ولايت کې نه پاتې کېږي او په ننګرهار يا کابل کې شپې ورځې تېروي.
د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې د ولايتي شورا ډېرى غړي په ننګرهار کې اوسېږي او په مياشتو مياشتو هم نورستان ته سر نه ورښکاره کوي.
هغه د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي شورا يواځې درې وکيلان اوسمهال په نورستان کې موجود دي او په تېرو څلورو کلونو کې د ښځينه وکيلانو په ګډون پاتې نور ټول يې په جلال اباد او کابل کې ژوند کوي.

 
جلال اباد (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د نورستان ولايتي چارواکي وايي، چې لا هم د کونړ-نورستان لويه لاره د خلکو پر مخ تړلې ده.
تېره اونۍ د نورستان ولايتي شورا ويلي وو، چې د نورستان او کونړ تر منځ لاره چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د عامو وګړو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هغو ډريورانو چې د کونړ او نورستان پر لاره يې اکمالات کول، په شريکه پرېکون کړى و، چې نور به پر ياده لار سپرلي او خوراکي توکي نه وړي.

ليکنه : م،ش محبوب
په دې وروستيو کې مو يو شمېر راپورونه واورېدل ، چې نورستان د مرکزي حکومته له ياده وتلى ولايت او مرکزي حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.
عجيبه ده، هغه متل دى چې : پکه دا دې لا بله سپکه !
ما چې څومره فکر وکړ، ډېره درسته او پر ځاى خبره يې کړې ده، په ريښتيا هم نورستان له مرکزي حکومته بيخي له ياده وتلى، په دغه ولايت کې که هر څه کيږي، کيږي به خو، مګر مرکز يې هېڅ غمه نه خوري.
که سيلاب پرې راځي او کورونه وړي، هم د کابل يې پرې څه؟
او که وسله وال پرې حملې کوي او ولسوالۍ نيسي، د کابل يې پرې څه؟

د نورستان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې په ژوند کې يې هېڅ کوم مثبت بدلون نه دى راغلى، ولايت ته يې پاملرنه ده شوې، خو په دې نيت به رايه ورکړي، چې راتلونکى واکمن يې ستونزو ته پام واړوي .
د ٧ ولسواليو لرونکى دغه سرحدي ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت دى، چې له ګاونډي پاکستان سره هم ګډه پوله لري.
د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه، دغه راپور د نورستان د مرکز او ٥ ولسواليو د ٨ اوسېدونکيو ( چې ٢ يې مېرمنې دي ) په مرکو، په روانه اونۍ کې چمتو شوى دى .
ښوونکى: د ښوونکيو ژوند ته دې پاملرنه وشي

جلال اباد(پژواک،٢٧غبرګولى٩٢): د نورستان ولايت اوسېدونکي دامنيت د خرابوالي ترڅنګ د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له نشتوالی سرټکوي او زياتوي ،چې دوى نه سړک  لري او نه هم د ښوونځيو او کلينيکونو لپاره ودانۍ.
د نورستان د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي نبي الله رشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل،  په دغه ولايت کې ، چې تر ټولو لويې ستونزې سره دوى لاس او ګريوان دي هغه د ناامنۍ ستونزه ده.
نوموړى وايي، چې په دغه ولايت کې پنځه سلنه امنيت هم نشته او مرکزي ادارې ورته تر اوسه پورې پاملرنه، نه ده کړې.

جلال اباد(پژواک٢٦غبرګولى٩٢): د نورستان اوسېدونکي له مرکزي ادارې او نړيوالې ټولنې غواړي ، چې په دغه ولايت کې دې امنيت راولي او ياد ولايت دې له وسله والو  مخالفينو پاک کړي.
دوى په نورستان ولايت کې د بې کارۍ د له منځه وړلو،د بيارغنيزو پروژو د پلي کولو، د سړکونو جوړولو، نجونو او هلکانو ته د لوړو زده کړو د زمينې برابرولو غوښتنه کوي.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ٥% امنيت هم نشته، دى وايي چې مرکزي ادارې تر اوسه پورې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې.

جلال اباد(پژواک٦چنګاښ٩٢): د نورستان خلک په دې ولايت کې له نا امنيو شکايت کوي، خو چارواکي بيا وايي ، چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى.
ددې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې امنيتي وضعه له پخوا بدتره ښيي او زياتوي ، چې ورځ تر بلې امنيتي حالات مخ په خرابېدو دي.
د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي اسماعيل پژواک اژانس ته وويل ،چې پخوا يې په ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډېرې کمې وې، خو په تېرو درېيو کلونو کې په دغې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې تر دې حده ورسېدې ، چې دولتي مامورين په دغه ولسوالۍ کې نه شي اوسېدلى.

جلال اباد(پژواک،١٠زمرى٩٢):د نورستان ولايت چارواکي مرکزي حکومت تورنوي ،چې په تېرو يوولسو کلونو کې يې دې ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او د بيارغونې ډېرې کمې پروژې يې پلې کړې دي.
ددې ولايت چارواکي وايي، چې يو شمېر د بيارغونې وړې پروژې بشپړې شوې دي، خو داسې لويه پروژه پکې نه ده بشپړه شوې، چې د خلکو په ژوند کې يې مثبت بدلون راوستى وي.
د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايت په مرکز پارون کې د يوشمېر رياستونو لپاره ودانۍ جوړې شوي، همداراز د امنيه قوماندانۍ لپاره ودانۍ جوړه شوې او د ولايت په مقام کې ګڼې کوچنۍ پرمختيايي پروژې پلې شوې دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: يوسف ظريفى , Date:12/02/2019

د نورستان خلکو په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو او...

جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۷): د نورستان خلک او ولايتي شورا ګواښ کوي چې که پ... پاتی برخه

سرغړونې

Massive polls’ rigging reported in Nuristan
By: محبوب شاه... , Date:13/04/2014

"د نورستان د ټاکنو کمېسيون او سيمه ييزو چارواکو...

  جلال اباد ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣): د نورستان د ولايتي شورا يو شمېر کانديدا... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

در کامديش ٥٠ تن به شمول افراد ملکى کشته و مجروح گرديده اند
By: زيرک فهيم , Date:12/09/2015

په کامدېش کې د ملک...

جلال اباد (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ يې د... پاتی برخه

Parliament

وسله والو نورستان کې د يوه وکيل کور سوځولى
By: اباسين زهي... , Date:01/01/2015

وسله والو نورستان کې د يوه وکيل کور سوځولى

  کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٣): په ولسي جرګه کې د نورستان استازى مو... پاتی برخه

مرکې

Voting unlikely in 18 polling stations: Nuristani
By: محبوب شاه... , Date:25/01/2014
    جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د نورستان والي وايي، چې د دغه و... پاتی برخه