زرنج (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د نيمروز د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفتر وايي، چې په دغه ولايت کې يې د رايې ورکونې د ١٧ محلونو او ١٨ مرکزونو رايې قرنطين کړې دي. د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر ډاکټر عبدالرازق سيفي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شکايتونو د نېټې له پيل څخه يې تر دې دمه ٤٢ شکايتونه ثبت کړي، چې له دې ډلې ٢٨ موارد په لومړۍ کټګورۍ کې ځاى لري. هغه وويل، چې د لومړۍ کټګورۍ له ٢٨ مواردو څخه يې ٨ شکايتونه د ولسمشرۍ کانديدانو او پاتې ٢٠ نور يې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو په اړه دي.
د پژواک خبري اژانس وېبپاڼه