By: هدايت الله همدرد , Date:14/04/2019
کابل (پژواک، ۲۵ ورى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لوګر د ولسي جرګې وروستۍ پايلې  اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، محمد خالد مومند، شاه پور خان حسين زى، انجنیر محمد اصف نبي زى او هما احمدي توان... پاتی برخه
By: عبدالمقصود عزيزى , Date:25/12/2018
پل علم (پژواک، ٤ مرغومی ٩٧ ): له لوګره ولسي جرګې ته ګڼ شمېر معترضو نوماندانو په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړله او ويل یې، څو يې چې غوښتنې نه وي منل شوې، دروازه به همداسې تړلې وي. د معترضو نومان... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Voting in Logarpolls off to peaceful start

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د لوګر ولايت پوهنتون ته د يو کال په موده کې د ٣٨ ميليونو افغانيو په لګښت تدريسي او اداري ودانۍ جوړېږي.
د يادو ودانيو د بنسټ ډبره نن د لوګر د والي محمدحليم فدايي او د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال ګل حسن ولي زي له خوا کېښودل شوه.
فدايي وويل چې د لوګر پوهنتون لپاره به د يو کال په موده کې  تدريسي او اداري ودانۍ په دوو پوړونو کې ورغول شي.
هغه وايي چې پر دغو ودانيو به په ټوليزه توګه ٣٨ ميليونه افغانۍ ولګول شي او لګښت يې هم د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بديل معيشت پروګرام له خوا ورکول کېږي.

پل علم (پژواک، ۱٨ زمری ۹۴) : د لوګر والي وايي چې څه باندې ١٦ سوه کسانو په دغه ولايت کې زرګونه جريبه دولتي ځمکې غصب کړې او له همدې امله اوس ٣٥ سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د زمري په ١٨مه خبريالانو ته وويل چې په دغه ولايت کې په تېرو ١٤ کلونو کې ١٦٦٠ کسانو دولتي ځمکې غصب کړې دي.
نوموړي وويل: ((هغه معلومات چې د ولايت د يو کمېسيون له تحقيقاتو څخه ترلاسه شوي، په کې راغلي چې د لوګر په کچه ۱۷سلنه ځمکې غصب شوې، ۲۰ سلنه تر دعوو لاندې دي او ۳۱ سلنه دولتي ځمکه ورکه ده.))

پل علم (پژواک، ۶ زمری ۹۴): د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې مشر سعد امارتي د طالبانو تر سختو فشارونو وروسته  خپلې سيمې پرېيښې او نامعلوم لور ته تښتېدلى دى.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزى وايي چې سعد امارتي ډېر ظالم او بې رحمه انسان دى  او د لسګونو عامو خلکو په وژنه کې يې لاس درلود.
ستانکزي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سعد امارتي چې د لوګر په کچه د داعش د وسله والې ډلې مشر و، د خوښي ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې اوسېده.

پل علم (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۴): د لوګر نوى امنيه قوماندان وايي، د امنيت د ټينګښت او د اداري فساد د مخنيوي په موخه يې د دريو قوماندانانو په ګډون يو شمېر نور کسان له دندو ګوښه کړي او پر ځاى يې مسلکي کسان ګومارلي دي.
مل پاسوال محمد داوود احمدي تېره مياشت د لوګر د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو او د معرفي کېدو په ورځ يې وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښټ په موخه اړين اصلاحات راولي.

پل علم (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا غړي د دغه ولايت د پوهنې رياست پر بې کفايتۍ تورنوي او وايي چې يو شمېر غير مسلکي کسان يې پر دندو ګومارلي خو د پوهنې رياست بيا دغه تورونه ردوي.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عدالت عبدالرحيمزي د چنګاښ ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوهنې په رياست کې ډېرې ستونزې شتون لري چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.
هغه زياته کړه: (( د نظارت او د خلکو د شکايتونو پر اساس موږ ته ثابته شوه چې په دغه ولايت د پوهنې بهير ډېرې ستونزې لري او په ولايت کې پوهنه يواځې په نوم ده.))

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: هدايت الله... , Date:14/04/2019

د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

کابل (پژواک، ۲۵ ورى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لوګر د ولسي جرګې وروستۍ پايل... پاتی برخه

سرغړونې

By: عبدالمقصود... , Date:22/11/2018

لاریون کوونکو د لوګر د ټاکنو کمېسیون پر درغلۍ تورن کړ

پل علم (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): د لوګر په مرکز پل علم کې د ولسي جرګې د... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Illegal extraction of Logar chromites goes on
By: عبدالمقصود... , Date:06/10/2015

"په لوګر کې ل...

پل علم (پژواک، ۱۴ تله ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د کانونو وزار... پاتی برخه

ملي شورا

د لوګر پوهنتون ته اداري او تدريسي ودانۍ جوړېږي
By: عبدالمقصود... , Date:24/08/2015

د لوګر پوهنتون ته اداري او تدريسي ودانۍ جوړېږي

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د لوګر ولايت پوهنتون ته د يو کال په موده کې د ٣٨ ميل... پاتی برخه

مرکې

"د لوګر نا امنه کولو ته پاکستاني طالبان رالېږل شوي وو"
By: جاويد هميم... , Date:19/09/2013
  ګردېز (پژواک ٤ سنبله ٩٢): د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: لوګر کې د ولسي جرګې... , Date:15/10/2018

لوګر کې د ولسي جرګې د يوه نوماند د کمپاين دفتر ته اور...

پل علم (پژواک،٢٣تله ٩٧): لوګر کې ناپېژانده کسانو د ولسي جرګې د يوه نوماند خطاب... پاتی برخه