By: پژواک , Date:25/09/2019
 خوست ښار (پژواک، ۳ تله ۹۸): امنيتي چارواکي وايي، خوست کې د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت د ټينګښت په خاطر د امنيتي ځواکونو ترڅنګ نږدې څلور سوه ښځې هم پر دندو ګومارل شوې دي. هغوی دا څرګندونې نن د (تله ۳مه) په ټاکنو... پاتی برخه
By: پژواک , Date:16/09/2019
خوست ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): په خوست کې د «ملي ارمان» په نوم د مېرمنو د يوې ټولنې غړي وايي، که د رايې اچونې پر مهال يې عکس اخيستل کېږي، په ټاکنو کې برخه نه اخلي. دغو مېرمنو چې شمېر يې لسګونو ته رسېده، دا څ... پاتی برخه
By: يوسف منګل , Date:15/07/2019
خوست ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د خوست ولايت لسګونو ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ټاکنې هېواد له روان بحرانه ايستلى شي. دغه مېرمنې چې د چنګاښ په ٢٤مه، د... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Khost.To see other videos

خوست ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د خوست ولايتي شورا له خلکو غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې د ټينګ شوي امنيت په ساتلو کې له امنيتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د دې شورا يوه غړي جانمير ځاځي پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو مياشتو کې خوست د امنيت د ټينګښت له پلوه د افغانستان له با امنه ولايتونو ګڼل کېږي.
هغه يې لاملونه د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا، اکمال او تجهيز او دغه راز په ياده برخه کې د عامو خلکو همکاري په ګوته کړل.

خوست ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د خوست والي وايي چې ځينې کړۍ او کسان د دغه ولايت د دولتي ادارو د اصلاحاتو او بدلونونو په چارو کې ښکاره لاسوهنه کوي او پر وړاندې يې خنډونه جوړوي.
والي حکم خان له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، د دغو کړيو او کسانو لاسوهنه په ادارو کې ښايي د سمون مخه ډپ کړي.
هغه په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې په تېر يو کال کې ټولو خوست مېشتو ته دا څرګنده ده چې څوک په دولتي ادارو کې لاسوهنه کوي او په خپله خوښه مامورين پر دندو ګوماري.

خوست ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): په خوست ښار کې سلګونو خلکو د لاريون په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې په برېښنايي تذکرو کې د" اسلام" او"افغان" کلمو د ليکلو په اړه جدي ګام پورته کړي.
په برېښنايي تذکرو کې د يادو کلمو د نه ليکلو پر وړاند د افغانانو د غبرګونو په لړ کې د خوست په دغه لاريون کې د ولايتي شورا او مدني بنسټونو په ګډون نږدې زرو کسانو برخه اخيستې وه.
لاريونوالو په خپلو شعارونو او خبرو کې په برېښنايي تذکرو کې د "اسلام" او"افغان"  کلمو نه ليکل، د ځينو کړيو له لوري د افغانستان د قومونو تر منځ د نفاق اچولو ستره دسيسه وبلله.

خوست ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): په خوست کې ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو په هېواد په تېره پلازمېنه کابل کې وروستي ترهګريز بريدونه وغندل او هغه يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.
د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو دغه ګډه غونډه چې د زمري په يوويشتمه په هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ کې جوړه شوې وه، هېواد کې وروستي ترهګريز بريدونه چې له امله يې لسګونه تنه مړه او په سلګونو نور ټپيان شول وغندل.

خوست ښار ( پژواک، ١٣ زمرى ٩٤ ) : د خوست د ولايتي شورا غړي وايي، هڅه کوي د قانون په تطبيق،دغوره حکومتوالۍ په پياوړتيا، د امنيت په ټينګښت او نورو برخو کې  چې د دوی له وس پوره وي  له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي.
د خوست د ولايت مقام څخه د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې څرګندونې له والي حکم خان حبيبي سره د ولايتي شورا په مياشتنۍ غونډه کې د دغې شورا غړو وکړې.
خبرپاڼه کې د شورا د غړو په حواله راغلي، هڅه کوي چې د ولايتي ادارې په همکارۍ ولسي ستونزې دنافذه قوانينو په رڼا کې هوارې کړي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:25/09/2019

په خوست کې ٤٠٠ ښځې د ټاکنو دامنيت برخه کې مرسته کوي

 خوست ښار (پژواک، ۳ تله ۹۸): امنيتي چارواکي وايي، خوست کې د ولسمشريزو ټاک... پاتی برخه

سرغړونې

By: يوسف منګل , Date:17/12/2018

د خوست معترضو نوماندانو د ولايت اداري کمپلکس پر وړاند...

خوست ښار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۷): په خوست کې د ولسي جرګې يو شمېر معترضو نوماندانو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د خوست ولايتي شورا يو وکيله د دې شورا له غړيتوبه و ايستل شوه
By: محمد هارون , Date:22/11/2015

د خوست ولايتي شورا...

خوست ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): د خوست د ولايتي شورا يوه ښځينه غړې، د... پاتی برخه

ملي شورا

Governor blamed for Khost carnage
By: محمد هارون , Date:03/04/2015

اصولي: نعيمي د پروني ځانمرګي بريد مسوول دى

خوست ښار (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي، د ولايتي شو... پاتی برخه

مرکې

For vote sake, man hides daughter demise
By: محمد هارون , Date:19/06/2014
  خوست (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): محمد جوازخان وايي، چې حکومت او د ټاکنو کمې... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

By: خوست کې د ولسي جرګې... , Date:07/10/2018

خوست کې د ولسي جرګې نوماندانو د کمپاين پر لويو غونډو...

خوست ښار (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د خوست امنيه قوماندانۍ د ولسي جرګې نوماندانو د کم... پاتی برخه