By: باختر ساپى , Date:02/07/2015
محمودراقي (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٤): چارواکي وايي چې د کاپيسا په اول کوهستان ولسوالۍ کې د دوولسو ميليونه ډالرو په لګښت د سړک جوړونې د درېيو پروژو چارې پيل شوې. د لومړي کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د چنګاښ په ١١مه پژواک... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Kapisa.To see other videos

 
محمودراقي (پژواک ١٩ تله ٩٢): ناپېژانده وسله والو په کاپيسا کې د ولايتي شورا کانديد او د حز ب اسلامي پخوانى قوماندان عبدالقادر وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالقادر د نجراب ولسوالۍ د غوث درې د ابشار کلي اوسېدونکى و.
هغه وويل، چې عبدالقادر تېره ورځ نږدې ماښام مهال د نجراب له مرکز څخه له خپلې لور سره پر موټرسايکل خپل کلي د تګ پر مهال، د همدې درې په ګهمندوک سيمه کې د ناپېژانده وسله والو په کمين کې راګير شوى و.

 
دويم تعقيب: محمودراقي-چاريکار (پژواک ۴ وږی ٩٢): د کاپيسا والي وايي، چې د تګاب ولسوالۍ په ډله ييز بريد کې اته بريدګر او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي دي.
دغه ډله ييز بريد نن (د وږي ۴مه) سهار شاوخوا شپږ بجې د تګاب ولسوالۍ د جالوخېلو په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې شوى و.
د تګاب ولسوال معلم قدوس ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د موټربم په وسيله په سيمه کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو پوستې ته نږدې چاودنه شوې ده.
د ولسوال په وينا، تر دغه بريد او چاودنې وروسته په سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پيل شوه، چې څو ساعته يې دوام درلود.

 
چاريکار (پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د کاپيسا د کوهستان ددويمې حصې په ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سمونمل همايون رشيدى د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شپږو بجو رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې پوليسو د کوهستان ددويمې حصې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ماين کشف کړى او د انجنيرۍ څلور کسيزه ډله ددې ماين دشنډولو په موخه ساحې ته ورغلي وو.
د نوموړي په وينا، د پوليسو دانجنيرۍ ډله ياد ماين شنډ کړى و، خو د بېرته راتګ پر مهال په لاره کې د سړک د غاړې بل ماين پرې وچاودېد.

 
محمودراقي(پژواک ٢٣زمرى ٩٢) : نن سهار د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې وسله والو د محلي پوليسو دوه سرتېري له موټر نه ښکته کړل او ځاى پر ځاى يې په ډزو ووژل .
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د افغانيه درې اوسېدونکي ياد شوي دوه محلي پوليس کابل ته په شخصي سراچه موټر کې پر لاره وو ، چې د نجراب په کوره سيمه کې ووژل شول.
هغه وايي، چې دغه دوه تنه په ملکي جامو کې د شخصي کار لپاره کابل ته روان وو.

محمود راقي( پژواک ٢٨غبرګولى ٩٢ ) : د کاپيسا ډېری اوسېدونکي په خپله سيمه کې د خلکوله خراب اقتصادي وضعيت، بې کارۍ، د برېښنا له نه شتون، اداري فساد ، کمزورې حکومتولۍ او نورو ستونزو څخه سر ټکوي.
دغه راز ددغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د پوهنې ټيټ کيفيت، د کرنيزو توکيو لپاره د بازار نه شتون او د اوبوکمښت خپلې نورې مهمې ستونزې بولي .
د کاپيسا د مرکزي سيمې د اړوکو کلي قومي مشر حاجي ملا داد الله وايي، چې د برېښنا د نشت له امله له ستونزو سره مخ دي.

محمود راقي ( پژواک ٩ چنګاښ ٩٢ ) : د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي له حکومت څخه د امنيت ترڅنګ د کار   پيدا کولو او اداري فساد پرضد د کلکې مبارزې غوښتنه کوي.
خلک له حکومتي چارواکوڅخه بېلابېلې غوښتنې لري ،دوی زياتره د امنيت په ټينګښت او خلکو ته دکار  په پيدا کولو  باندې تاکيد کوي.
د کاپيسا د مرکز محمود راقي اوسېدونکى او د البيروني پوهنتون استاد پوهنيار يحيی رحيل په وينا دولت بايد دوى ته په لومړي قدم کې امنيت ښه ټينګ کړي .
د هغه په وينا، کله چې امنيت وي بيا بياروغونه ، اقتصادي کارونه او تعليم هم کيږي که امنيت نه وي، نو هيڅ يوه ټولنه پرمختګ نه کوي .

Pages

ټاکنیز خبرونه

ولسمشر غني کاپیسا ولایت ته تللی
By: باختر ساپى , Date:16/01/2016

ولسمشر غني کاپیسا ولایت ته تللی

محمودراقي (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): ولسمشر له يوه لوړپوړي دولتي پلاوي سره نن له غ... پاتی برخه

سرغړونې

44 complaints probed; votes at 10 sites tallied
By: باختر ساپى , Date:16/04/2014

کاپيسا کې ٤٤ ټاکنيز شکايتونه څېړل شوي

  محمودراقي (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): د کاپيسا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د نن... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

اتاق تجارت در کاپيسا گشايش يافت
By: باختر ساپى , Date:18/08/2015

کاپيسا کې د سوداګر...

محمودراقي (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په کاپيسا ولايت کې د لومړي  ځل لپاره د سود... پاتی برخه

ملي شورا

د ولسي جرګې وکيل له چاودنې روغ ووت، خو يو ساتونکى يې ووژل شو
By: باختر ساپى , Date:01/01/2015

د ولسي جرګې وکيل له چاودنې روغ ووت، خو يو ساتونکى يې...

محمودراقي (پژواک ١١ مرغومى ٩٣): د کاپيسا چارواکي وايي، د ولسي جرګې پر يوه غړي... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

Abdullah to build hydropower dams in Kapisa
By: ډاکتر عبدالله د ملي... , Date:08/06/2014

ډاکتر عبدالله د ملي يووالي پر ساتلو ټينګار وکړ

  چاريکار-کندوز-مهترلام (پژواک ١٧غبرګولى٩٣): ډاکټر عبدالله عبدالله وايي،... پاتی برخه