By: قطب الدين کوهى , Date:07/10/2018
میمنه (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د فاریاب یو شمېر ښځې وايي چې د امنیت نه شتون د دې لامل شوی چې د نارینه وو په پرتله د نوم لیکنې په بهیر او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په نوماندۍ کې د ښځو ګډون کم وي. د ټاکنو کمېسیون د... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Faryab.To see other videos

ميمنه (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د دې شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر شاوخوا پنځه بجې د ګرزيوان ولسوالۍ مرکز سرچکان د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
ګرزيوان د ميمنې ښار په سل کيلومترۍ کې موقعيت لري چې له سرپل، غور او جوزجان ولايتونو سره ګډه پوله لري.
د فارياب د ولايتي شورا غړي او د ګرزيوان اوسېدونکي صبغت الله سېلاب وايي، سيمه ييز ځواکونه له يو شمېر دولتي ځواکونو سره يو ځاى د ګرزيوان مرکز پرېيښى او د تېښتې په حال کې دي.

ميمنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د فارياب د قيصار ولسوالى د شاخ بازار چې د طالبانو د شتون پر مهال د وسلو او نشه يي توکو د پلور مرکز و، بېرته د طالبانو لاس ته ورغلى او امنيتي ځواکونه په کې کلابند شوي دي.
شاخ بازار په اټکليز ډول ٢٠ زره اوسېدونکي لري او درى کاله د طالبانو په ولکه کې و، خو تېره مياشت د جنرال دوستم په مشرۍ د دولتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې له طالبانو ونيول شو.
د ځايي چارواکو په خبره، د شاخ بازار درى کاله د طالبانو په واک کې و چې د وسلو او نشه يي توکو پر يوه مرکز بدل شوى و.

مېمنه (پژواک، ١١ وږى ٩٤): فارياب کې د ښځو چارو بنسټونه او ولايتي شورا، که څه هم د تېرې يوې لسيزې په پرتله د ښځو حضور د پام وړ او فعال بولي، خو بيا هم په مهمو سياسي پرېکړو او ټولنيزو فعاليتونو کې د دوى رول پيکه بولي.
دوى وايي چې په افغانستان کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته ښځې له بند ازادې شوې، مدرسې او ښوونځي يې پر مخ پرانېستل شول، لسګونه فرهنګي، مدني، حقوقي، حرفوي او رسنيز بنسټونه رامنځته شول، خو نا امنۍ، نرواکي او د دولتي او غيردولتي بنسټونو په اړه د کورنيو بې باورۍ د ښځو حضور پيکه کړى دى.

 مزارشريف (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د فارياب د قيصار ولسوالۍ د ځينو کليو اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د ولسي پاڅون په نوم د وسله والو له سخت او ناوړه چلند سره مخ دي.
دوی د عملياتو په ترڅ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم تر قوماندې لاندې د ملي اردو او ملي پوليسو له چلنده خوښ دي خو وايي چې د ولسي پاڅون په نوم وسله والو يې کورونه سوځولي، چور کړي او موټرسايکلونه او نور کاري توکي يې ترې وړي دي.
ځيني بيا د دې ولسوالۍ په خواجه کندو سيمه کې د يادو وسله والو له خوا پر يوې نجلۍ د هغې د کورنۍ پر وړاندې د جنسي تېري کيسه هم کوي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: قطب الدين... , Date:07/10/2018

په فاریاب کې د امنیت نه شتون په ټاکنو کې د ښځو پر ګډو...

میمنه (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د فاریاب یو شمېر ښځې وايي چې د امنیت نه شتون د دې لا... پاتی برخه

سرغړونې

"زورمندان محلى در دور دوم انتخابات مداخله نموده اند"
By: قطب الدين... , Date:27/06/2014

"سيمه ييزو زورواکانو په ټاکنو کې مداخله کړې...

ميمنه (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): د فارياب ولايت د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون په دفتر کې... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د فارياب ګرزيوان ولسوالۍ سقوط وکړ
By: قطب الدين... , Date:08/10/2015

د فارياب ګرزيوان و...

ميمنه (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د ګر... پاتی برخه

ملي شورا

جنرال دوستم لباس نظامى پوشيد
By: قطب الدين... , Date:10/08/2015

جنرال دوستم پوځي يونيفورم واغوست

ميمنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٤): د ولسمشر لومړى مرستيال فارياب کې د جګړې په لومړۍ کر... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

Ahmadzai promises development projects for Faryab
By: احمدزى: غريب فارياب... , Date:01/04/2014

احمدزى: غريب فارياب پر غني ولايت بدلوم

  ميمنه (پژواک ١١ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي ژمنه وکړه، چ... پاتی برخه