By: پاينده حکمت , Date:28/10/2015
قلعه نو  (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د بادغيس نوى والي وايي چې د مرکزي حکومت له خوا په تېرو څوارلسو کلونو کې دغه ولايت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. د بادغيس نوي والي ډاکتر جمال الدين اسحاق د لړم په ۶مه له پژواک... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Badghis.To see other videos

د بادغيس والي احمد الله عليزى د حاجي عبدالکريم خان زوى په ١٣٥١ لمريز کال کې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې زېږيدلى دى . پر هېواد دشوروي اتحاد ديرغل پر مهال هغه له خپلې کورنۍ سره دپاکستان بلوچستان ايالت ته کډوال شو او هلته يې لومړنۍ زده کړې ترسره کړې. دغه راز هغه په حقوقو کې د ليسانس سند اخيستى دى.

بادغيس چې د هېواد لوېديځ لوري ته موقعيت لري، د مرکز قلعه نو په ګډون اوه اداري واحدونه لري.
١-قلعه نو :
قلعه نو ددې ولايت مرکز دى، په دې ښار کې د بيارغونې يو شمېر کارونه شوي دي، لږ سړکونه هم په کې قير شوي  او د  هېواد حلقوي سړک، چې له دې ولايت څخه تېريږي د جوړولو چارې يې روانې دي .
ددې ښار خلک د اوبو د څښلو له ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه په دې برخه کې د ډېر کار غوښتنه کوي، دغه راز په دې ښار کې د بيارغونې  د پام وړکارونه نه دي شوي، خلک يې په کرنه او سوداګرۍ بوخت دي.
٢: آب کمري ولسوالۍ:

 
بادغیس د هېواد د شمال لوېديځو ولايتونو په ډله کې راځي او مرکز یې د قلعه نو ښار دی.
دغه ولايت لوېديځ ته له هرات، ختيځ ته له فارياب، سوېل ته له غور ولایتونو او شمال ته د ترکمنستان له هېواد او سره ګډې پولې لري.
دغه ولایت ۲۳۰۰۰ کيلومتره مربع مساحت او شپږ ولسوالۍ لري، د وګړو شمېر يې ۴۳۹۵۰۰ تنه ښودل شوی دی.

 
د بادغيس والي احمدالله عليزي دغه څرګندونې د وږي په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، چې امنيت راوستل، د فساد له منځه وړل، د قاچاق مخنيوى، د بيارغونې د کارونو ترسره کول، ښونې او روزنې ته وده ورکول د ده په کاري لومړيتوبونو کې راځي.
نوموړي وويل، په بادغيس کې د بيارغونې کارونه په چټکۍ سره روان دي او داسې کومه جدي امنيتي ننګونه نشته چې د دغه ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړي او يا هم د بيارغونې د کارونو د مخنيوي په مخ کې خنډونه رامنځته کړي.

 
هرات (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٢): د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له دندې د ناوړه ګټه اخيستنې او اداري فساد په تور نيول شوى دى.
د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس څارنمل ګل احمد رامش د غبرګولي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې پر احمد احسان سروريار د ولسي جرګې د تفتيش کمېسيون له لوري له دندې د ناوړه ګټې اخيستنې تور لګېدلى دى.
د نوموړي په خبره، احسان سروريار نن د هرات د پوليسو له لوري ونيول شو.
د څارنوال په خبره، سروريار په لوېديځ زون کې له فساد سره د مبارزې ادارې هم پر اداري فساد تورن کړى دى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى اوس د څارنوالانو تر پوښتنو لاندې دى.

 
هرات (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې د بادغيس ١٥٠٠ ناروغان د درمنلې لپاره ګاونډي هېواد ترکمنستان ته استول کېږي.
د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي د غبرګولي په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې په نهو مياشتو کې به ١٥٠٠ ناروغان د درملنې په موخه ترکمنستان ته ولېږدول شي.
د نوموړي په وينا، ترکمنستان د يو تړون له مخې د يادو ناروغانو وړيا درملنه کوي او په لومړي ځل تللي هغه ٥٠٠ ناروغان تېره ورځ بېرته هېواد ته راستانه شول، چې دغه هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو.
مجيدي زياتوي، چې پاتې نور ناروغان به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته واستول شي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

والي: په تېرو ١٤ کلونو کې بادغيس ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې
By: پاينده حکم... , Date:28/10/2015

والي: په تېرو ١٤ کلونو کې بادغيس ته هېڅ پاملرنه نه ده...

قلعه نو  (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د بادغيس نوى والي وايي چې د مرکزي حکومت له خو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

بادغيس کې ٧٥٠ وسله وال په"دفاعي ډلو" کې تنظيم شوي
By: پژواک , Date:27/08/2015

بادغيس کې ٧٥٠ وسله...

قلعه نو (پژواک، ٥ وږى ۹۴): د ولايتي شورا د ځينو غړو او د سيمې د خلکو په سلا او... پاتی برخه

مرکې

Badghis water, power problems to be resolved
By: پاينده حکم... , Date:27/08/2013
  د بادغيس والي احمدالله عليزي دغه څرګندونې د وږي په ٤مه له پژواک خبري ا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

بادغيس کې يو شمېر خلکو د عبدالله ملاتړ وکړ
By: بادغيس کې يو شمېر خل... , Date:04/06/2014

بادغيس کې يو شمېر خلکو د عبدالله ملاتړ وکړ

  قلعه نو (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د بادغيس په مرکز قلعه نو کې سلګونو تنو... پاتی برخه