By: گل محمد تنها , Date:21/06/2019
فیض اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): په بدخشان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي چې د سختو لارو او د استوګنې له سیمو د نوم لیکنې د مرکزونو د ډېر واټن له امله په تقویتي نوم لیکنه کې د خلکو ګډون کم رنګه دی. د ټ... پاتی برخه
By: گل محمد تنها , Date:15/12/2018
فیض اباد (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۹۷): له بدخشان څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند پلویانو له لوري د فیض اباد- تخار لويې لارې بندښت پنځمې ورځې ته وغځېد چې له امله يې مسافرین له سختو ستونزو سره مخامخ دي. پنځه ورځې وړاندې له بدخ... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Badakhshan.To see other videos

 فيض اباد(پژواک،۱۵ لړم ٩٢): د بدخشان ولايت اوسېدونکي هم دنورو ولايتونو غوندې په راتلونکو ټاکنو کې په روڼتيا ټينګار کوي، خو په ځينو ولسواليو کې له شته نا امنيو اندېښنه لري او وايي ، چې که داسې ستونزې حل نه شي، نو د ټاکنو روڼوالى به تر پوښتنې لاندې راشي.
دوى زياتوي، چې چمتو دي، څو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي، خو له چارواکيو غواړي، چې په دې پروسه کې بشپړ روڼوالى او امنيت وساتي.
 بدخشان ولايت د مرکز په ګډون له ٢٩ اداري واحدونو جوړ شوى او لايې هم په راتلونکو ولايتي شورا کې د نارينه وو او ښځو څوکۍ نه دي څرګندې شوي.

 فيض اباد(پژواک،١٥لړم ٩٢):سړک، د درنو واور ورېدو له امله د لارو بندښت، په ژمي کې د خوراکي توکو کمښت، وزګارتيا او په ځينو ولسواليو کې شته نا امنۍ ددې ولايت له عمده ستونزو دي.
دا غر لرونکى ولايت دى، چې له تاجکستان، پاکستان او چېن سره ګډه پوله لري او تر ټولو لرې سيمه يې وړوکى او لوى پامير ده ، چې له چين سره په پوله په واخان ولسوالۍ کې پرته ده.
 ددې ولايت د ردوازها( ماهمي،نُسي، شُکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ) اوسېدونکي د حيوانانو په وسيله له درې شپې ورځې مزله وروسته فيض اباد ښار ته رسېږي، چې خوراکي او نور اړين توکي واخلي.

  فيض اباد(پژواک، ١٥لړم  ٩٢): د بدخشان ولايت اوسېدونکي له دولت او نړيوالې ټولنې  څخه غواړي، چې د بيارغونې کارونو، د فابريکو جوړولو، د کرنې سکتور ودې او په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق ته د پاى ټکى کېږدي.
دوى ددې ترڅنګ د ښځو د حقونو تامين او ددې  قشر لپاره د کاري زمينې مساعدول او ورته د بنسټيزو پروژو پيلول هم له دولت څخه  د خپلو غوښتنو په توګه يادوي.
د بدخشان  د ولايتي شورا غړى ذبيح الله عتيق وايي، چې د نورو ولايتونو په تناسب په بدخشان کې د بيارغونې بنسټيزو پروژو ته کمه پاملرنه شوې ده.

 فيض اباد( پژواک، ٢١ لړم ٩٢):بدخشان په ټوله کې يو ارام ولايت دى، خو په دې وروستيو کې يې په ځينو ولسواليو په ځانګړي ډول  وردوج کې  امنيتي وضعيت د وسله والو مخالفينو د فعاليت له امله  خراب شوى او خلک يې اندېښمن کړي دي.
امنيتي مقامات وايي، چې په وردوج، جُرم، درايم ، ارګو ، تګاب او کران و منجان ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته، چې وسله وال مخالفين په کې ويجاړونکې کړنې تر سره کوي، خو امنيتي ځواکونو يې دغه کړنې په مناسب وخت کې شنډې کړې دي.

 فيض اباد(پژواک، ۲۳ لړم ٩٢):د بدخشان د پوهنې بهير په تېره يوه لسيزه کې دپام وړ پرمختګ کړى، چې د نجونو په ګډون يې د زده کوونکو شمېره لوړه شوې، خو دا چې بدخشان د سختو لارو لرونکى او يو غرنى ولايت دى، نو د ښوونځيو د ودانيو له کمښت سره مخ دى او زده کوونکي يې تر شنه اسمان او خېمو لاندې زده کړې کوي.
خو د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې، چې ده ته د ولايت چارې سپارل شوي، د سلو ښوونځيو لپاره يې نوې ودانۍ جوړې کړې دي.

فيض اباد(پژواک،٢٠ لړم ٩٢):په تېرو څو کلونو کې به بدخشان ولايت کې سلګونه د بيارغونې پروژې عملي شوې، چې له دې جملې څخه د کشم- فيض اباد سړک قير کول د يوې سترې پروژې په توګه يادولى شو.
 
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې په دې پروژه کې د سړکونو، اوبو بندونو، ښوونځيو، کلينيکونو او استنادي دېوالونو جوړولو، د څښاک اوبو چمتو کولو او لمريزې برېښنا چمتو کولوڅخه عبارت دي، چې خلکو ته داسانتياوو چمتو کولو پرته يې ځوانانو ته د کار زمينه هم مساعده کړې ده.

فيض اباد(پژواک، ٢١ لړم ٩٢): سره له دې چې د بدخشان ولايت اوسېدونکي په اقتصادي برخه کې ددې ولايت چارو ته د زياتې پاملرنې خبر ورکوي، خو بيا هم د نښلوونکو لارو او مارکېټ نه شتون څخه سر ټکوي.
د مارکېټ، سوداګريزو او استوګنې ښارګوټو  او نښلوونکو لارو نه شتون هم په سوداګريزو چارو اغېز کړى او سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
بدخشان په شمال ختيځ زون کې له سرحدي ولايتونو څخه يو دى، چې له پاکستان، چين او تاجکستان سره ګډه پوله لري.
 
کرنه:

 ١- د بدخشان ملي راډيو تلويزيون:
دا رسنۍ تر ډېره د مرکزي ملي تلويزيون خپرونې وړاندې کوي او يواځې ځينې سيمه ييز خبرونه،راپورونه او راپورتاژونه په بېلابېلو وختونو کې خپروي. دا اداره له ٣٠ زيات کارکوونکي لري او مشري يې د احمد جواد فروغ پر غاړه ده.
داړيکې شمېره  : 0799152300
برېښناليک: [email protected]
 
٢-امو راډيو:

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: گل محمد تن... , Date:21/06/2019

بدخشان کې د ټاکنو لپاره تقويتي نوم لیکنه کمرنګه ده

فیض اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): په بدخشان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز د... پاتی برخه

سرغړونې

By: گل محمد تن... , Date:04/11/2018

په بدخشان کې د رایې ورکولو د ۶۰ مرکزونو د رایو تفتیش...

فیض اباد (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): په بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

نقش نيروهاى مردمى در امنيت بدخشان موثر است
By: گل محمد تن... , Date:04/10/2015

د بدخشان امنيت ټين...

فيض اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز بدخشان ولا... پاتی برخه

مرکې

زمان تعيین شده برای انتخابات مناسب نیست
By: هدايت الله... , Date:16/12/2013
  فيض اباد (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): د بدخشان والي شاولي الله اديب وايي، چې د... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

Abdullah to boost transit trade thru Badakhshan
By: ډاکټر عبدالله: بدخشا... , Date:25/03/2014

ډاکټر عبدالله: بدخشان به يو ترانزيټي ولايت ونوموم

   فيض اباد، شبرغان، زرنج (پژواک ٤ ورى ٩٣): ډاکټر عبدالله بدخشان ته... پاتی برخه