Paktika officials ready for second election round

 
ښرنه (پژواک ٣ غويى ۹۳): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، پوره امنيتي چمتووالى ورته لري.
پاسوال نبي جان ملاخېل د غويي په ۳مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې وويل، په پکتيکا کې تېرې ټاکنې په ډاډمنه امنيتي فضا کې ترسره شوې او د ټاکنو ټول مرکزونه پرانيستې وو.
نوموړي وويل، په  ټاکنو کې ټولو افغان امنيتي ځواکونو امنيت نيولى و، خو د سيمه ييزو پوليسو رول په کې مهم و.
ملاخېل وايي، د مرکز ښرنې په ګډون هغه ولسوالۍ چې سيمه ييز پوليس په کې ګومارل شوي وو، امنيت يې پوره ټينګ و او ټولو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته.
د پکتيکا امنيه قوماندان وويل: ((سيمه ييز پوليس له ګومل، ګيان، زېړوک او يوسف خېلو پرته په ټولو ولسواليو کې ګومارل شوي او د يادو سيمو لپاره به  يې هم تشکيل منظور شي.))
نوموړي زياته کړه، اټکل کېږي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، خو دوى يې د مخکې په څېر د دويم پړاو لپاره هم پوره چمتووالى لري.
د پکتيکا د مرکز اوسېدونکي محمداکرم پژواک ته وويل، چې په مرکز ښرنه کې د ټاکنو په ورځ  پر شر ايطو برابر و او ټول خلک  رايې د ورکولو مرکزونه ته ولاړل .
نوموړي وويل، د تېرو کلونو په ټاکنو په مرکز کې د ډېرې نا امنۍ له امله د دې سيمې خلکو د وسله والو له وېرې په ټاکنو کې هېڅ برخه وانه خيسته.
د پکتيکا د يحى خېلو اوسېدونکي بهاول کټوازي پژواک ته وويل، چې د کټواز خلکو په ټاکنوکې په پراخ ګډون سره د خپلې خوښې نوماندانو ته رايې کارولې دي.
هغه پژواک ته وويل: ((دلته ټولو دولتي سرتېرو امنيت نيولى و، خو هغه څوک چې مخکې له مخکې يې امنيت سيم او خوندې ساتلى و، هغه سيمه ييز پوليس دي.))
د يادولو ده،، د پکتيکا په ولايت کې د رايې ورکولو  ۲۶۶ مرکزونه شته، چې د چارواکو په وينا د ټاکنو پر ورځ يې تول پرانيستې وو.