Voting unlikely in 18 polling stations: Nuristani

 
 
جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د نورستان والي وايي، چې د دغه ولايت له ٧٢ ټاکنيزو مرکزونو په ١٨ کې يې ټاکنې نه شي ترسره کېداى.
د نورستان والي محمدتميم نورستاني د سلواغې په درېيمه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې د نورستان د يو شمېر نا امنو ولسواليو په ځينو سيمو کې به ټاکنيز مرکزونه د نا امنۍ له امله تړلي وي.
والي  زياتوي، چې په کامدېش، برګمټال او وانت وايګل ولسواليو کې شاوخوا ١٨ ټاکنيز مرکزونه د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((ما تېره ورځ په نورستان کې د ايساف له مشرانو سره هم دغه خبره شريکه کړه.))
تميم نورستانى وايي، چې په يادو مرکزونو کې ځکه ټاکنې نه شي ترسره کېداى؛ چې په محلونو کې يې وسله وال مخالفين ځواکمن دي.
د والي په وينا، دوى نه شي کولى چې پر شتو امکاناتو دغه اتلس مرکزونه خوندي کړي او امنيت يې وساتي.
نوموړى وايي، چې يواځې يو مرکز په برګمټال ولسوالۍ کې تر ګواښ لاندې دى او پاتې اولس يې د وانت وايګل او کامدېش ولسواليو اړوند دي.
تميم نورستاني زياته کړه، چې دوى تر ټولو ستره اندېښنه چې لري لومړى امنيت او بل د ټاکنيزو توکو پر خپل وخت نه انتقال دى.
د والي په وينا، ايساف ځواکونو ورسره ژمنه وکړه ، چې کومو سيمو ته که دوى غواړي هوايي اکمالات وکړي، نو دوى يې مرستې ته چمتو دي.
ده زياته کړه: ((زه په پوره ډاډ سره وايم چې د نورستان په ٥٥ ټاکنيزو سايټونو کې انتخابات ښه په اسانۍ سره کېږي، خو ١٨ به يې تړلي وي.))
د نوموړي په خبره، چې نورستان يو غرنى ولايت دى او د وسله والو مخالفينو د پټنځايونو لپاره ښې او غوره سمڅې او سيمې لري.
د نورستان د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر عزت الله هم ومنله، چې د نورستان ولايت په يو شمېر سيمو کې به ټاکنيز مرکزونه د ناامنۍ له امله تړلي وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله يې چارې ښې پر مخ تللې خو بيا هم په يو شمېر سيمو کې د ناامنۍ له امله د دوى کارونه له خنډ سره مخ شوي دي.
هغه زياته کړه: ((امنيتي ستونزې به په يو شمېر سيمو کې د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راولي.))
ياده دې وي ، چې نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى، چې د وسله والو مخالفينو فعاليت ته په کې له بل هر ځاى ښه زمينه برابره ده.