کابل ( پژواک، ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : د کابل ښار اوسېدونکي د بيارغونې په برخه کې له شويو کارونو څخه خوښ دي، خو د ولسواليو  اوسېدونکي بيا پخپلو سيمو کې د بيارغونې په برخه کې شکايتونه لري او زياتوي ، چې د بيارغونې په برخه کې ډېر کار نه دى شوى.
په کابل ښار کې دوه ډوله بيارغونه شوې ده، يو  يې په  خصوصي کچه او بله يې په دولتي کچه .
دغه ښار  ٢٢ ناحيې لري، په دې ناحيو کې لويې لويې ودانۍ، اپارتمانونه ، مارکېټونه او ګڼ شمېر ښارګوټي په خصوصي او دولتي کچه جوړي شوي دي.
په دې ښارګوټو کې شهرک طلايي، سليم کاروان، د اريا ښارګوټى ، شاداب ظفر او لسګونه نور لوى او واړه ښار ګوټي د پام وړ دي، چې د لسګونو ميليونو ډالرو پانګه اچونه پکې شوې ده.
د کابل د هوايي ډګر د ٨٠ متره سړک په اوږدو کې د اريا ښارګوټى په څو بلاکونو کې جوړ شوى دى. ددې ښارګوټي په ويب پاڼه کې راغلي ، چې دوى ٣٥٠ بلاکونه او د اوسېدنې تاسيسات، سوداګريز خدمات وړاندې کوي.
سرچينه زياتوي ، چې ددوى هر بلاک په پنځو او لسو پوړونو مشتمل دى او ټول نړيوال معيارونه په پام کې نيول شوي دي .
د کابل  ښاروالي او د ولايت چارواکي وايي ، چې په ښار او ولسواليو کې يې دميلياردونو افغانيو په ارزښت د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.
د کابل ولايت په رسمي وېب پاڼه کې راغلي، چې په ټولو ولسواليو کې د ګڼ شمېر دولتي ادارو ودانۍ په نوي او عصري سيستم جوړې شوې دي.
سرچينه زياتوي ، چې په ده سبز ولسوالۍ کې د کابل د نوي ښار جوړولو ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې يې د کابل ولايت د رييسانو لپاره د اوسېدو کورونه هم جوړ کړي دي.
د کابل ولايت وايي، چې په پغمان کې د زندان ودانۍ، په پغمان کې د ولسوالۍ ودانۍ، په موسهي ولسوالۍ کې د سيمه ييزې شورا ودانۍ او په ګلدره کې د ولسوالۍ کمپلېکس يې جوړ کړي دي.
دغه راز سرچينې ويلي ، چې په ولسواليو کې لسګونه کيلو متره سړکونه يې هم قير  کړي ، د بېلګې په توګه، موسهي ولسوالۍ پورې ١٢ کيلو متره سړک، په ټوله ولسوالۍ کې استنادي دېوالونه،د کابل له ده يحى څخه تر ده سبز ولسوالۍ پورې د سړک جوړول شامل دي.
په وېب پاڼه کې راغلي ،چې  په سروبي او ده سبز ولسواليو کې د برېښنا پروژې، په خاکجبار کې د ويالو پخولو پروژې، په کوهدامن ولسوالۍ کې د کانال جوړولو پروژه، په بګرام کې د اوبو او برېښنا پروژې، په پغمان کې داستنادي دېوالونو پروژې، په بګراميو کې د لوګر درياب ترڅنګ داستنادي دېوال پروژه، په قره باغ ، کلکان، او فرزه ولسواليو کې  د زرګونو مترو استنادي دېوالونو جوړول او په ټولو ولسواليو کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو پروژې شاملې دي.
سرچينه کاږي ، چې په يو شمېر ولسواليو کې يې داوبو واړه بندونه، فرعي لارې، پولګوټي ، کار يزونه  او د ويالو جوړولو پروژې تطبيق کړې دي.
د کابل چارواکي وايي، چې په څوارلسو ولسواليو کې يې د بيرته راستنېدونکو کډوالو لپاره   د اوسېدو ښارګوتي او کورونه جوړ کړي  او په يو شمېر ولسواليو کې يې د روغتيايي اسانتياوو لپاره کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه هم جوړ کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي وايي، چې دوى په تېرو څو کلونو کې د لسګونو ميليونو ډالرو په ارزښت په کابل کې د کرنې په برخه کې کارونه کړي دي.
هغه زياتوي ، چې په روان لمريز کال (١٣٩٢) کې به د کابل په مرکز او ولسواليو کې د ١٤،٢ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د کرنې په برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې شي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ١٠،٨ ميليونه ډالره به  د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې او پاتې نور به  د مرسته کوونکو موسسو له لوري ورکړل شي.
د کابل ښاروال محمديونس نواندېش وايي، چې که څه هم په ښار کې د بيارغونې ډېر کارونه شوي ، خو زياتوي چې يو شمېر کړۍ شته، چې  د نورې بيارغونې مخه نيسي.
هغه له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې د کابل د ښار وروسته پاتې والى يو تصادفي امر نه دى.
ښاروال زياته کړه، ځينې خلک او لاسونه شته، چې په کابل ښار کې د بيارغونې او پرمختګ مخه ونيسي.
نواندېش وايي، چې دده له راتګ سره سم د ښار د بيارغونې اساسي پلان يې جوړ کړ ، چې پکې د سړکونو، پياده روونو، د کانالونو جوړول او په کابل ښار کې د شنو ځايونو رامنځته کول په ګوته کړل.
د کابل د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې په ښار کې څه باندې ١٥٠ کيلومتره سړکونه په کابل ښار کې جوړ شوي دي.
هغه وويل، چې ګڼ شمېر پارکونه هم په ښار کې جوړ شوي او ديو شمېر نورو د جوړولو کار روان دى.
د کابل ښاروال وايي، چې په دغه ښار کې لسګونه ښارګوټي هم جوړ شوي ، خو زياتوي  چې له شاوخوا سلو ښارګوټو څخه يواځې اته يې د ښاروالۍ قانوني اسناد لري.
د ده په وينا، په کابل ښار کې يو شمېر نور ښارګوټي هم شته، چې يواځې له ښاري پراختيا وزارت څخه يې اسناد اخيستي، خو ښاروالۍ ته يې په اړه مراجعه نه ده کړې او اسناد يې نه دي بشپړ شوي.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې يې ميليونونه نيالګي په دې ښار کې ايښي او تر ٢٠ زيات پارکونه يې جوړ کړي دي.
په کابل ښار کې د غازي لوبغالي او چمن حضوري د بيارغونې ترڅنګ د فوټبال ، کرکټ او يو شمېر نورو لوبو  لوبغالي هم جوړ شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي ، چې د کرکټ نړيوال لوبغالى د څه دپاسه دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى او د بيارغونې نور کارونه هم پکې روان دي.
دغه راز د کابل په احمد شاه بابا مينه کې ديوه ملي سوداګر له خوا دکرکټ يو لوبغالى جوړ شوى دى.
د حاجي جيلاني زرملوال په نامه  ملي سوداګر پژواک ته وويل ، چې  پخپله ځمکه کې يې د درې سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت  د کرکټ  يو لوبغالى  جوړ کړى دى.
ددولت او سوداګرو ترڅنګ عامو خلکو هم په بيارغونه کې خپله ونډه اخيستې ده، د عبدالقدير په نامه د کندوز ولايت يو تن اوسېدونکى وايي، چې په ميرويس مينې ښارګوټي کې يې ځمکه اخيستې او هلته يې دوه پوړيز کور جوړ کړ ى دى.
هغه زياته کړه، چې پر دې کور يې تر پنځو ميليونو افغانيو زيات لګښت کړ ى ، خو شکايت يې وکړ، چې په دې ښارګوتي کې لومړنۍ اسانتياوې کمې دي.
د کابل د نورو برخو ترڅنګ په هوايي ډګر کې هم د بيارغونې ډېر کارونه ترسره شوي دي.
د ټرانسپورټ  وزارت د معلوماتو له مخې ، په تېرو لسو کلونو کې  يې په دې هوايي ډګر کې له  ١٠٠ ميليونو ډالرو  په زيات لګښت  د ځغاستې د ليکې او د نوي ترمينل ترڅنګ ،  عصري سالونونه ، پارکينګونه او نورې اسانتياوې جوړې کړې دي.
دغه راز په کابل ښار او ولسواليو کې د برېښنا په برخه کې هم ډېر کارونه ترسره شوي دي.
د کابل د برېښنا رييس انجنير عبدالوکيل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى تر پلان لاندې په ټولو ساحو کې برېښنا وېشل شوې ده .
د هغه په وينا، د کابل د١٤ ولسواليو ٨٠ سلنه اوسېدونکو ته هم برېښنا ورکړل شوې ده.
انجنير ناصري وايي ، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به ددې ولايت ټولو سيمو ، ښارګوټو ، کليو او بانډو ته  برېښنا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا يوه پروژه پرانېستل شوه.
ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى مرزا محمد وايي، چې دوى له ډېر اوږده انتظار څخه وروسته د برېښنا له نعمت څخه برخمن شول.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل وايي، چې په ښار او ولسواليو کې د پوهنې په بهير کې هم ډېر پرمختګ شوى دى .
هغه زياتوي، چې ډېرى ښوونځي ودانۍ لري،درسي نصاب ورته په وخت رسول کېږي او د ښوونکو د مسلکي کېدو پروسه هم ګړندۍ روانه ده.
د ستونزو په اړه کبير حقمل وايي، چې اوس هم په کابل ښار او ولسواليو کې يو شمېر ښوونځي په کرايي کورونو او يا خېمو کې فعاليت لري او دوى هڅې پيل کړي، چې راتلونکو پنځو کلونو کې ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
د کابل ښاراوسېدونکي که څه هم د بيارغونې په برخه کې له شويو کارونو خوښ دي، خو زياتوي ، چې اوس هم په ځينو سيمو کې سړکونه يا خراب او يا هم ډېر تنګ دي.
بلخوا ددې ښار د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي د څښلو د پاکو اوبو، د سړکونو ، برېښنا او په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايت کوي.
دکابل ښار د څلورمې ناحيې يو تن اوسېدونکى عبدالکريم وايي ، چې سړکونه ، ويالې او کوڅې پخې شوې دي، خو په ځينو سيمو کې اوس هم دا ستونزې شته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار لويه ستونزه د کاناليزيسيون  نشتوالى دى ، چې تر اوسه ښاروالي او ټول حکومت دې برخې ته سمه پاملرنه، نه ده کړې.
بلخوا د کابل ښار د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي بيا د سړکونو له خرابوالي  او اوبو او برېښنا له نه شتون څخه شکايت کوي.
د کابل ښار د شپږمې او ديارلسمې ناحيې اوسېدونکي هم دسړک تنګوالي ترڅنګ د څښلو لپاره د پاکو اوبو له نشتوالي سرټکوي.
د شپږمې ناحيې اوسېدونکى مجتبى حسيني وايي، چې له پول سوخته څخه تر پول خشکه پورې ١٣ کيلومتره سړک دى، چې د ګڼې ګوڼې له امله خلک په يوه ساعت کې هم نه شي رسېدلى .
د پنځمې ناحيې د قلعه واحد د سيمې يو تن اوسېدنکى حسين احمد بيا وايي چې په دې سيمه کې زرګونه کورنۍ اوسېږي، خو سړک او لاره يې خرابه دي او په بارانونو کې خټې ډيرې وي.
د ديارلسمې ناحيې د پول خشک سيمې يو تن اوسېدونکى عزيز الله وايي،چې که څه هم ددوى په ګاونډ سيمو او کليو کې برېښنا شته ، خو دوى له دې نعمته بې برخې دي.
د نهمې ناحيې د زمان خان کلا اوسېدونکى محمد عارف وايي ، چې که څه هم دا سيمه د ارګ په درې څلور کيلو مترۍ کې موقعيت لري، خو سړک يې تر اوسه خراب دى.
نوموړى وايي، چې د ژمي د واورو او د بارانونو پر مهال پر دې سړک پلى تګ راتګ له امکان څخه وتلې خبره ده.
بلخوا د کابل ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي په ښار کې د کاناليزيسيون دسيستم له نشتوالي شکايت کوي او زياتوي چې د بارانونو پر مهال له سړکونو دريابونه جوړ شي.
د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى حبيب الله شکايت کوي، چې د باران پر وخت سړکونه له اوبو ډک شي ، پلي خلک څه چې په موټرو کې هم تګ راتګ ستونزمن وي.
هغه زياتوي ، چې څو ځلې تر باران وروسته کله چې په ويالو کې اوبه زياتې شي، نو ماشومان پکې ډوب او مړه شوي دي.
د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي د فرعي سړکونو له خرابوالي شکايت کوي.
ددې ښارګوټي يو تن اوسېدونکى سيد اکبر وايي، چې که څه دوه درې لوی سړکونه جوړ شوي او په يوه کار  روان دی ، خو بيا هم ځينې سړکونه خامه  دي.
د نوموړي په وينا، هغه سړک چې له قلعه زمان خان څخه تېريږي او احمد شاه بابا مينه له ښار سره نښلوي، ددې ښارګوټي لپاره حياتي ارزښت لري .
دى زياتوي، چې پنځه شپږ کاله مخکې پر دې سړک کار پيل شوى، خو تر اوسه يې چارې نه دي بشپړې شوي.
د کابل د ولسواليو اوسېدونکي وايي ، چې که څه هم د بيارغونې يو شمېر پروژې يې په سيمو کې ترسره شوي، خو د عامه خدماتو له نشتوالي سر ټکوي.
د ده سبز ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى سميع الله وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ښه دى، خو عامه خدمات پکې د نشت برابر دي.
ده زياته کړه ، چې په دې ولسوالۍ کې ځينې کلي، چې د ولسوالۍ شاوخوا ته پراته دي څه ناڅه له خدماتو ( لکه ښوونځي ، روغتون ، سړک  او نورو )  برخمن دي، خو مطلق اکثريت کلي هغه چې د کوه صافي غره په لمن کې دي او هغه چې د دې ولسوالۍ په شمال لوېديځ کې پراته دي له دا ډول خدماتو بې برخې دي.
ددې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عزت الله وايي، د لومړنيو روغتيايي مرکزونو نشتوالی هغه بله ستونزه ده، چې د ده سبز خلک يې له امله ډېر ځوريږي.
هغه پژواک ته وويل، يو څو محدود شمېر روغتيايي مرکزونه شته، چې ډېر کم خلک ورتلای شي، ځکه بايد دوه درې ساعته پياده مزل وکړي ، چې يو روغتيايي مرکز ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه،د سړک نشتوالی هغه بله ستونزده، چې خلک يې په ژمي کې له امله ډېر کړېږي. د بګرام سړک د ده سبز په منځ کې تېر شوی ، خو هغه له اکثره کليو ډېر لرې دی.
دکابل د خاکجبار ولسوالۍ خلک د نا امنيو ترڅنګ د ژوند د ټولو لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.
ددې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ځاځي پژواک ته وويل ، چې د دوى سړک، برېښنا، د ټېلېفون انتن، لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې ، د څښلو لپاره پاکې اوبه او په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نه لري.
هغه زياته کړه : (( سره له دې چې دا ولسوالي د ښار په څنډه کې موقعيت لري، خو داسې ښکاري ، چې د کوم لرې ولايت برخه وي، هېڅ اسانتياوې نه لرو.))
د کابل د شمالي ولسواليو اوسېدونکي هم د سړکونو له خرابوالي شکايت کوي او زياتوي چې دولت بايد دې لوري ته زياته پاملرنه وکړي.
د کلکان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى سيد کريم وايي ، چې د لرو پرتو سيمو او کليو لارې خرابې دي او د باراونونو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي .