کابل ( پژواک ۳ لړم ٩٢ ) : که څه هم په کابل ولايت کې پوهنې په دولتي او خصوصي کچه ډېر پرمختګ کړى ، خو  د ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي د مسلکي ښوونکو د نشتوالي او د ښوونکو د معاشونو د کمښت ترڅنګ له يو شمېر نورو ستونزو  شکايت کوي.
په کابل ښار کې چېرته چې د پوهنې او لوړو وزده کړو وزارتونه هم موقعيت لري، دلته د معارف شهري په نامه بل رياست هم فعاليت کوي، په خصوصي او دولتي کچه پکې پوهنې ډېر پرمختګ کړى دى.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د لسګونو پوهنځيو له درلودو سره څلور لوى دولتي پوهنتونونه فعاليت لري.
ددغه وزارت په وېب پاڼه کې راغلي ، چې په دې کې د کابل پوهنتون، د کابل د طب پوهنتون، د پوليتخنيک پوهنتون او د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون شامل دي.
همدارنګه دياد وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې لسګونه نور انسټيټيوټونه هم فعال دي چې تر څوارلسم ټولګي پورې پکې سلګونه تنه په زده کړو بوخت دي.
سرچينې زياته کړې، چې په کابل کې دغه راز د لسګونو پوهنځيو درلودو سره ٤٧ خصوصي پوهنتونونه هم فعاليت کوي ، چې پکې زرګونه محصلين په زده کړو بوخت دي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس محمد کبير حقمل وايي، چې  د کابل ښار او د کابل ولايت د ولسواليو په دوو برخو کې تعليمي ادارې او موسسې لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې په کابل ښار کې  ٣١٦ ښوونځي ( ٤٩ لومړني، ٩٢ منځني او ١٧٥ لېسې  ) فعالې دي،  چې په ټوليزه توګه پکې  ١١٠٣٨٧٣ زده کوونکي هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي.
د حمقل په وينا، يادو زده کوونکو ته د څه دپاسه ٢٤ زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي .
د  پوهنې وزارت د نشراتو رييس وايي ، چې دغه راز په کابل ښار کې ١٤ مدرسې، څلور دار العلومونه او درې در الحفاظونه هم فعال دي ، چې د ٢٥٢ تنو ښوونکو له خوا ٤٤١١ زده کوونکو ته پکې زده کړې ورکول کېږي .
حقمل دغه راز وويل، چې په کابل  ښار کې ٢٨ تخنيکي او مسلکي ښوونځي هم فعال دي ، چې د ٨٢٥ ښوونکو له خوا پکې ٢٢٦٠١ زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي .
دغه راز هغه وايي، چې  د کابل ښار په دار المعلمين کې ٧٧٩٠ تنه په زده کړو بوخت دي، چې د ٢٦١ ښوونکو له خوا تدرس ورته کېږي .
د حقمل په وينا، دغه راز په کابل ښار کې د سواد حياتي ٩٩٥ کورسونه فعال دي ، چې ١٩٣ ښوونکو له خوا ٢١٨٣٤ زده کوونکو ته پکې زده کړې ورکول کېږي .
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس د کابل ولايت د ولسواليو په اړه وويل ، چې هلته ټول ٤٢٨ ښوونځي ( ٢٢٤ لومړني، ٨٠ منځني او ١٢٤ لېسې) فعالې دي، چې د ٤٩٠٣ ښوونکو له خوا ٢٣٦٩٨٦ تنو زده کوونکو ته پکې زده کړې ورکول کېږي.
حقمل زياتوي، چې په ولسواليو کې ٣٠ مدرسې، دوه دارالعلومونه او ٥ دار الحفاظونه هم فعال دي ، چې په دې ټولو کې د ٢١٩ ښوونکو له خوا ٧٤٤٣ تنو زده کوونکو ته زده کړې ورکول  کېږي.
دغه راز هغه وويل، چې په ولسواليو کې شپږ تخنيکي او مسلکي  ښوونځي فعال دي، چې ٩٠٦ تنه زده پکې زده کړې کوي، دغه رازپه ١٤ دار المعلمينو کې ١٢٩٤ تنه په زده کړو   بوخت دي.
هغه وايي ، چې په ولسواليو کې د سواد د زده کړې ٣١٠ کورسونه فعال دي، چې د ٢١١ ښوونکو له خوا ٨٥٤٠ زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي .
لاسته راوړنې او ننګونې:
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل وايي، چې په ښار او ولسواليو کې د پوهنې بهير ډېر پرمختګ کړى دى.
هغه زياتوي، چې ډېرى ښوونځي ودانۍ لري،درسي نصاب ورته په وخت رسول کېږي او د ښوونکو د مسلکي کېدو پروسه هم ګړندۍ روانه ده.
نوموړى وايي ، چې په ښوونځيو کې ټول ښوونکي د څورالسم فارغ دي او که کوم يو نه وي، هغه به  په دار المعلمين کې محصل وي.
د ستونزو په اړه کبير حقمل وايي، چې اوس هم په کابل ښار او ولسواليو کې يو شمېر ښوونځي په کرايه کورونو او يا خېمو کې فعاليت لري او دوى هڅې پيل کړي، چې راتلونکو پنځو کلونو کې ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
دغه راز هغه زياته کړه، چې  په ولسواليو د مسلکي ښوونکو د نشتوالي ستونزه هم لري، چې دوى يې د لرې کولو هلې ځلې پيل کړې دي.
خلک :
د کابل ولايت د ولسواليو او ښار اوسېدونکي که څه هم د ښوونځيو له ډېروالي خوښ دي ، خو شکايت کوي ، چې د يو شمېر ښوونځيو کيفيت ښه نه دى.
د کابل ښار د پنځمې ناحيې يو تن اوسېدونکى جمال احمد وايي، چې وريرونه يې په محمود هوتکي لېسه کې په زده کړو بوخت  دي، خو هره ورځ د ښوونکو له نشتوالي شکايت کوي.
هغه زياتوي ، چې د زده کوونکو شمېره زياته، خو د ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو شمېره کمه  ده.
دى وايي : (( زما ورور په يوولسم ټولګي کې دى، په دې ژمي کې يې د سهار په شپږ نيمو بجو  حاضري ده، ټول دوه ساعته درس هم نه ورکول کېږي.))
ددشت برچې سيمې يو تن اوسېدونکى محمد داوود بيا له  خصوصي ښوونځي شکايت کوي او وايي، چې يواځې د پيسو لپاره جوړ شوى دى.
هغه پژواک ته وويل، په دې فکر يې زوى خصوصي ښوونځي کې داخل کړى و، چې ښه زده کړې به وکړي، خو هغوى نه يواځې چې فيس يې ډېر اخيسته، په يوه او بله بهانه يې هره ورځ له زده کوونکو پيسې غوښتلې.
داوود زياتوي : (( له همدې امله مې زوى له خصوصي ښوونځي وويست او بېرته مې دولتي کې واچاوه.))
د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو دسيمې يوه اوسېدونکي شهاب الدين وايي، چې ددې سيمې په ښوونځيو او لېسو کې د مسلکي ښوونکو کچه ډېره ټيټه ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ډېرى ښوونکى له دوولسم  ټولګي څخه فارغ شوي او په واسطه مقرر شوي دي، نه پخپله پوهېږي او نه هم زده کوونکي پوهولى شي.
د خاکجبار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمود بيا وايي، چې ددوى په ښوونځيو کې داسې ښوونکي شته، چې له دوولسم ټولګي څخه هم نه دي فارغ شوي .
 د نوموړي په وينا، په ښوونځيو کې هسې د زده کوونکو وخت ضايع کېږي، هلته  د زده کړې په نوم څه نه تر سترګو کېږي .
زده کوونکي او ښوونکي:
د کابل ښار ديوه ښوونځي زده کوونکې شګوفه وايي ، چې په يو شمېر ښوونځيو کې  لابراتوارونه نشته ، چې له امله يې دوى نه شي کولى په ساينسي مضامينو کې عملي زده کړې وکړي.
خو هغې پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې وروستيو کې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي   او پخوانۍ ستونزې ډېرې هوارې شوې دي.
د کابل الفتح لېسې د شپږم ټولګي زده کوونکې صدف بيا د ښوونکو له غير حاضرۍ شکايت  کوي او زياتوي ،چې هره ورځ دوه درې ښوونکي غير حاضر وي.
د هغې په وينا، دوى هره ورځ ښوونځي ته ځي، خو د ښوونکو د غير حاضرۍ له امله يې قيمتي وخت ضايع کېږي .
د کابل ښار د محمود هوتکي دلېسې د نهم ټولګي زده کوونکى معاذ احمد هم د  ښوونکو له غير حاضرۍ شکايت کوي او زياتوي چې ډېرى ښوونکي په نورو ادارو کې دندې لري.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې په دولتي ښوونځيو کې امکانات ډير دي، خو د زده کړې کچه يې ډېره ټيټه ده.
د١٣ حوزې د دشت برچي د شهيد عبدالرحيم د لېسې زده کوونکى مجتبى وايي، چې په يوه ټولګي کې لسګونه زده کوونکي کښينول کېږي ،چې ټول د ښوونکي غږ هم نه شي اورېدلى.
هغه پژواک ته وويل ، چې ښوونکي هم ډېره غيرحاضري کوي او کوم يې چې راځي ټوله ورځ په ټولګي کې د تلويزيوني سريالونو کيسې کوي او د زده کوونکو وخت ضايع کوي.
ددغې لېسې يو تن ښوونکى استاد بريالى بيا د معاشونو او نورو امتيازاتو له کموالي شکايت کوي او زياتوي ، چې له همدې امله ډېرى ښوونکي په دولتي ښوونځيو کې کمه او په خصوصي کې زياته دنده ترسره کوي.
نوموړي د ښوونځيو په شاوخوا کې د چاپيريال له ککړوالي هم شکايت وکړ او له اړوندو ادارو يې وغوښتل ، چې په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
بلخوا د خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو ځينې زده کوونکي او محصلين په دغو تحصيلي او تعليمي مرکزونو کې په بېلابېلو نومونو د اضافي فيس له ورکړې سر ټکوي.
دغه محصلين، چې د دوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د کانکور ازموينې په پايله کې، دولتي پوهنتونونو ته له کاميابېدو محروم کېږي، نو خصوصي پوهنتونونو ته په دې هيله ورځي، چې په کمو پيسو سره وکولاى شي خپل تحصيل پر مخ يوسي.
په کابل کې د "خانه نور" پوهنتون د سوداګرۍ څانګې د اووم سمستر محصله تمثيلا بارکزۍ وايي، چې په پوهنتون کې د شاملېدو، د ترانسپورټ او درسي کتابونو لپاره يې ١٥ زره افغانۍ تحويل کړې دي.
 هغې پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پرته هره مياشت ٥ زره افغانۍ فيس هم ورکوي، نو دغه فيس هغو محصلينو ته، چې اقتصاد يې ضعيف او بل کوم عايد هم ونلري، ملا ماتونکى دى.
د خصوصي پوهنتونونو ځينې فارغ شوي محصلين ادعا کوي، چې د خپل کار د بشپړلو لپاره بډې ورکولو ته هم مجبور شوي دي.
د کاردان پوهنتون د ادارې او مديريت له څانګې څخه فارغ شوى رفيع الله وايي: " د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو وزرات تر منځ هېڅ همغږي نشته. کله، چې يو محصل د خپلو اسنادو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ته ورځي، نو بايد بډې ورکړي لکه څرنګه، چې ما هم ورکړې دي!"
هغه زياته کړه، چې په هر ځاى کې پر محصلينو پيسې تحميل کېږي، د وزارت له لوري پر پوهنتون ټکس اضافه کېږي او پوهنتون بيا دغه پيسې  پر محصل زياتوي او له محصلينو څخه هره مياشت ١٥٠ افغانۍ د ټکس لپاره اخيستل کېږي.
خو د کاردان پوهنتون مرستياله زهرا موسوي وايي، چې دوى هره مياشت ١٥٠افغانۍ له  محصلينو څخه اخلي او دا هغه مياشتنۍ پيسې دي ، چې د ماليې وزارت له خوا هره مياشت پر پوهنتون باندې وضع کيږي.
هغې د محصلينو د درسي نوټونو  په اړه وويل: (( په سلايډونو کې د درس ټوليزمفاهيم او کليدي موضوعات اخيستل کېږي، چې د محصلينو په ګټه تماميږي.))
د رڼا د لوړو زده کړو موسسې رييس ډاکټر شفيع الله نعيمي وويل : هغه محصلين چې دې پوهنتون ته راځي، د مياشتنې ٥٠٠٠افغانۍ فيس ورکوي، چې دا پيسې د پوهنتون پر پرمختيايي پروګرامونو لګول کېږي.
هغه له محصلينو څخه د اضافي پيسو اخيستل رد کړل او ويې ويل چې همدا اوس ياد پوهنتون کې١٤٠٠محصلين دلوړو زده کړو  وزارت له معيارونو سره سم پر زده کړو بوخت دي .
 د لوړو زده کړو وزارت وياند محمدعظيم نور بخش وايي،چي وزارت مقرره او لايحه لري ،چې د ټولو خصوصي لوړو زده کړو موسسو له فعاليتونو سره سره د جواز، پوهنيز او اکاډميک مسايل په هغې کې ځاى پرځاى شوي دي .
 هغه زياته کړه، چې په لوړو زده کړو وزارت کې يو کمېسيون شتون لري،  چې د ټولو خصوصي لوړو زده کړو موسسې ارزيابي کوي او په دې برخه کې راپور ترتيبوي ، تېر کال  د برهان اوبينوا د خصوصي لوړو زده کړو موسسې په کندهار او ابن سينا په ننګرهار کي وتړل شوې. 
د کابل په کارتې پروان سيمې کې د عامه شمال ليسې د اووم ټولګي زده کوونکى حميدالله وايي، چې هر مياشت ٢٥٠٠ افغانۍ فيس ورکوي، خو د شاملېدو فيس يې پنځه زره افغانۍ دى او تر دې پورې، چې بکسې، کتابونه او کتابچې هم په همدې ښوونځي کې په بيه اخلي.
په دغه ليسه کې د يوه زده کوونکي پلار وويل: " زوى مې د نهم ټولګي زده کوونکى دى، زه يو هټۍ وال يم، زما لپاره ډېره ستونزمنه ده، چې د زوى د ټولو توکو لپاره پيسې ورکړم، که د پوهنې وزارت د دغه  کار مخنيوى وکړي نو دا به ډېره ښه وي."
خو د عامه شمال خصوصي ليسې مدير جمشيد احمد فيضي وايي، چې دوى له زده کوونکو څخه له ١٧٥٠ افغانيو څخه نيولې تر ٥ زرو افغانيو پورې پيسې اخلي .
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل هم مني ، چې د خصوصي ښوونځيو په برخه کې يو شمېر شکايتونه شته ، خو په هېواد کې د خصوصي سکتور په اړه رايجه قوانين دوى ته د ډېرې مداخلې اجازه نه ورکوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له خصوصي سکتور سره په ګډه پر يوه داسې مېکانېزم کار پيل کړى، چې دا ښوونځي  په درېيو کټګوريو ووېشي او فيسونه به يې هم جلا جلا وي.
شنونکى :
د پوهنې د چارو يو تن شنونکى خوشحال خليل  وايي : (( ما چې څومره کتلي په ښوونځيو کې د ماشومانو اساسي حقونو ته چې په يو ښوونځي کې يې لري نشته، د درس د کيفيت او کميت نه پرته ماشومان  ځينې نور حقونه هم لري ، چې نه ورکول کېږي.))
د هغه په وينا، پاکو اوبو ته لاسرسی، د لوبو ميدانونو نشتوالى او تر ټولو بده يې لا دا چې لا هم د ماشومانو سره د ښوونکو له خوا سم انساني چلند نه کېږي، په هماغه زاړه سيستم توهين، تحقير او وهل ټکول هم پکې شته. ))
خوشحال خليل دغه راز په ښوونځيو او ټولګيو کې د زده کوونکو د شمېرې ډېروالي ته په اشارې سره وويل ، چې  زده کوونکي د ښوونکي غږ سم نه شي اورېدلى.
نوموړى مني، چې په کابل کې پوهنې ډېر پرمختګ کړى، خو زياتوي چې د کيفيت په برخه کې اوس هم ډېرې ستونزې لري.