کابل ( پژواک ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : د کابل ښار د خلکو اقتصاد پر سوداګرۍ او پر دندو ولاړ دى، خو ددې ولايت د ولسواليو د ډېرو اوسېدونکو  اقتصاد پر کرنې  او باغدارۍ ولاړ دى.
کابل ښار ٢٢ ناحيې لري ، په دې ښار کې شاوخوا پنځه ميليونه وګړي اوسېږي، دغه راز کابل ولايت ١٥ ولسوالۍ لري،  چې په دې ولسواليو کې هم نږدې يو ميليون وګړي مېشت دي.
د ښار اوسېدونکي يا په سوداګرۍ بوخت دي او يا هم په دولتي او نا دولتي ادارو کې دندې لري او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصاد پياوړي کوي، خو د ولسواليو خلک بيا د تازه مېوو باغونه او د تازه سبزيو فصلونه لري او په همدې يې اقتصاد روان دى.
کرنه:
د کرنې وزارت وايي، چې دوى نه يواځې باغ لرونکو او کروندګرو ته اسانتياوې برابرې کړي، بلکې بېلا بېل ډول مرستې يې هم ورسره کړې دي.
د کرنې وزير محمد اصف رحيمي څو ورځې مخکې په کابل د کرنيز نندارتون پر مهال ويلي وو، چې د تازه سبزيو او تازه مېوو په برخه کې يې د نورو کلونو په پرتله ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او پرمختګونه يې هم کړي دي.
هغه زياته کړې وه، چې کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د مرستې له امله دوى هم ډېر ښه حاصلات ترلاسه کړي او ډېره اقتصادي ګټه يې کړې ده.
رحيمي ويلي وو، چې د کابل په ګډون په ولايتونو کې هم د مېوه لرونکو ونو زرګونه باغونه او سلګونه کرنيزې زېرمې يې جوړ کړې دي او دا کار يې د کرنې په پرمختګ کې مهم وباله.
هغه زياته کړه ، چې د کروندګرو حاصلاتو لپاره يې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د بازارونو او مارکېټونو برابرولو لپاره ډېر اقدامات کړي دي .
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير محمداصف رحيمي، د کابل والي او د ولايتي شورا له مشر سره په ګډه غونډه کې وويل ، چې دوى د کابل ولايت د کرنې په برخه کې ميليونونه ډالر لګولي دي.
رحيمي وايي، د سړو خونو، په ژمي کې د نباتاتو د پاللو خونې (ګرين هاسونه) د خوراکي توکو د پروسس د مرکزونو، د څارويو د نسل اصلاح او د بزګرانو د وړتياوو د  لوړولو لپاره د روزنيزو مرکزنو جوړول هم په دغو پروژو کې شامل دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ١٠،٨ ميليونه ډالره به  د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې او پاتې نور به  د مرسته کوونکو موسسو له لوري ورکړل شي.
د کرنې وزارت وياند عبدالمجيد قرار وايي، چې وزارت يې د کابل ولايت کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرو د مرستې ترڅنګ هغوى ته کرنيزې مشورې ورکړي، د توليد او پروسس په برخه کې  يې هم ورسره ډېره همکاري کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى غواړي په هېواد کې کرنې ته دومره پرمختګ ورکړي، چې له بهر څخه د کرنيزو توکو واردولو ته اړتيا پيدا نه شي.
د کرنې وزارت وويل ، چې د کابل د ولسواليو ٨٠ سلنه وګړي په کرنه   بوخت دي او اقتصاد يې هم نېغ په نېغه کرنې پورې تړاو لري او له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې هواروي.
د کابل په ولسواليو کې د بېلا بېل ډول سبزيجاتو ترڅنګ د انګورو، مڼو، زردالو، شفتالو، آلو بالو، غوزانو او نورو مېوو پراخه باغونه شته او باغداران  له همدې لارې خپل اقتصاد جوړوي.
د کابل د شمالي ولسواليو اوسېدونکي بيا د کرنيزو اوبو نه شتون او د کرنې په برخه کې د دولت له نه همکارۍ څخه شکايت کوي.
د شکردرې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى  عبدالبصير وايي ، چې ددوى په سيمه کې د باغونو ترڅنګ، پياز، کچالو، روميان، کدوان، غنم او نورې تازه سبزۍ هم کېږي.
هغه زياته کړه ، چې حکومت کله نا کله د کيمياوي سرو او اصلاح شويو تخمونو مرستې کوي، خو وايي چې ډېرى مرستې ملکان خپلو کورونو ته وړي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل ، چې کروندګرو سره د مرستې پر مهال دا پروسه سمه وڅاري، ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.
د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل ، چې ددوى يواځينى عايد د انګورو له تاکونو څخه دى، خو حکومت ورسره د کرنې په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکى ګل محمد بيا وايي، چې د کرنيزو اوبو لپاره ويالې نه لري، که لري يې هم ، خو هغه ډکې شوې دي، پولګوټي خراب دي او لارې يې هم ويجاړې شوې دي.
د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې حکومت له دوى سره د کرنې په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
د دې ولسوالۍ يو تن باغ لرونکي اکرم خان پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى خپلو باغونو ته د کاريزونو او ژورو څاه ګانو څخه پخپل لګښت اوبه ورکوي، خو حکومت ترې ماليه اخلي.
هغه زياته کړه ، چې ددې سيمې انګور ښه حاصلات لري، که چېرې باغداران د خپلو باغونو ښه خدمت وکړي، نو ښه حاصلات ورکوي او زياته ګټه ترلاسه کوي.
خو نوموړى وايي ، چې سږ کال انګور په بازار کې ډېر ارزانه و، چې له امله يې باغ لرونکو ډېره ګټه ترلاسه نه کړه.
د کابل چارواکي هم وايي، چې دوى د کرنې په برخه کې ډېر کارونه او فعاليتونه ترسره کړي ، چې له امله يې ددې ولايت کرنې پرمختګ کړى دى.
د کابل ولايت د کرنې رييس حشمت الله عنايت پژواک اژانس ته وويل ، چې رياست يې په ټولو ولسواليو کې د کرنې د ودې او  پرمختګ لپاره منظم پلانونه جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه، چې دوى په روان لمريز کال کې د ١٥ ميليونو ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې ٢٨٠  پروژې په پام کې نيولې دي.
د نوموړي په وينا، دا پروژې د کرنيزو اوبو، کرنيزو افاتو سره د مبارزې، د باغونو جوړولو، د غنمو د اصلاح شويو تخمونو وېش، کيمياوي سرو وېش، د بندونو جوړول، مالدارو ته د لارښوونو، بازار موندنې او د کرنيزو توکو د بسته بنديو پروژې شاملې دي.
عنايت وويل ،چې رياست يې ددې کارونو ترڅنګ د کابل ولايت خلک مالدارۍ او مرغدارۍ ته هم  تشويقوي او د لبنياتو د پروسس په برخه کې همکاري کوي.
د کابل ولايت چارواکي وايي، چې دوى داوبو رسولو، د اوبو د وړو بندونو او ذخيرو جوړولو، د کاريزونو د پاکولو او رغولو،  د ا صلاح شويو تخمونواو کيمياوي سرې وېشلو، سړو خونو جوړولو، کرنيزو ځمکو ته نږدې د سيندونو ترڅنګ د استنادي ديوالونو پروژې پلې کړې دي.
دغه راز دوى زياتوي، چې کروندګرو ته يې بلا عوض تراکتورونه ورکړي او د باغونو د تاکدارۍ د عصري سيستم په برخه کې يې هم له باغ لرونکو سره همکاري کړې ده.
سرچينه وايي ، چې دوى د حيواني کلينيکونو په برخه کې هم ډېر کار کړى او مالدارو ته يې اسانتياوې برابرې کړې دي.
سواګري :
د کرنې ترڅنګ د کابل ولايت د ډېرو اوسېدونکو اقتصاد او ورځنى ژوند په سوداګرۍ او په دولتي او غير دولتي ادارو کې پر دندو ولاړ دى.
کابل ،چې د هېواد پلازمېنه  ده، نو ډېرى دولتي او نړيوالې ادارې په همدې ولايت او په ځانګړې توګه په ښار کې دي او لسګونه زره کابليان په دې ادارو کې دندې ترسره کوي.
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزى وايي، چې په کابل کې سوداګرۍ ډېره وده کړې ده، لسګونه فابريکې فعالې دي ، چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.
دغه راز هغه وويل، چې لسګونه ملي سوداګر له چين، هندوستان، پاکستان، د مرکزي اسيا هېوادونو ، دوبۍ ، ماليزيا او يو شمېر عربي هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې لري او دغو هېوادونو سره صادرات او واردات لري.
خو الکوزى وايي، چې په دې وروستيو کې د سوداګرۍ او اقتصاد کچه ټيټه شوې، چې لامل يې د برېښنا او ځمکې نشتوالى  دى.
د نوموړي په وينا، دغه راز د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده او ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
خانجان الکوزي وېره څرګنده کړه، چې  ٢٠١٤ کال به د هېواد د نورو سيمو ترڅنګ په کابل کې هم اقتصادي اغيزې  ولري.
د هغه په  وينا، د نړيوالو له خوا د مرستو کمېدل هم د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغېزې لري  او کېداى شي يو شمېر خلک بېکاره شي.
د عبدالخليل په نامه د کابل يو تن اوسېدونکى وايي ، چې دوى په غير دولتي موسسه کار کوي، ډالري معاشونه اخلي او اقتصاد يې ورسره ښه شوى دى.
خو نوموړي وېره څرګنده کړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته، کله چې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه وځي او مرستې يې کمې شي، نو ډېر خلک به بېکاره شي.
بلخوا د دولتي ادارو کارکوونکي بيا د معاشونو له کموالي شکايت کوي او زياتوي چې د ورځنيو توکيو د بيو لوړوالي ددوى اقتصاد خراب کړى دى.
دوست محمد چې په دولتي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، وايي چې معاش يې يواځې د لسو ورځو لګښتونه هم نه پورکوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى اړ دي تر غرمې وروسته په بل ځاى کې مزدوري وکړي او يا هم په بل خصوصي ښوونځي کې  دنده ترسره کړي.
لاسي صنايع :
د هېواد د نورو سيمو په پرتله په کابل کې د لاسي  صنايعو کاروبار نه يواځې دا چې زيات دى، بلکې ښه وده او پرمختګ يې هم کړى دى.
په کابل کې د غاليو داوبدلو ترڅنګ، خامکۍ، خولۍ، جامې، بنيانونه، لاس بندونه او نور ډول ډول توکي ګنډل  او جوړېږي .
د پانګوالو د ملاتړ ادارې ( ايسا) سوداګرۍ خونو، سوداګرۍ وزارت او يو شمېر نورو دولتي او غير دولتي ادارو له خوا د بېلا بېل ډول لاسي صنايعو نندارتونونه جوړېږي.
تېره مياشت د کابل په درېيم مکروريانو کې د لاسي صنايعو يو نندارتون پرانېستل شوى و، چې پکې د خامکدوزۍ، ګلدوزۍ، شالونو، غاړې، افغاني ګڼدونو، ليمڅي، لاس بندونه او نور توکي اېښودل شوي وو.
د زهرې حسيني په نامه يوې ښځې، چې دې نندارتون ته يې خپل لاسي صنايع د خرڅلاو لپاره راوړي وو، پژواک اژانس ته وويل ، چې له قيمتي ډبرو څخه يې غاړکۍ، بنګړي، ګوتمې او نور توکي جوړ کړي دي.
هغې زياته کړه ، چې له تېرو ٢٢ کلونو راهيسې د لاسي صنايعو کاروبار کوي او له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوي.
نوموړې چې د لاسي صنايعو يو شرکت هم لري، وايي چې دوى په کورونو کې ښځو ته مواد ورکوي، څو ترې ياد توکي جوړ   او بيا يې ترې په پيسو اخلي.
د هغې په وينا، په شرکت کې يې ٦٠ ښځې د ستنې ګنډلو او ٣٠ نور د زيوراتو د ډيزان په برخه کې کار کوي.
د کابل ښار ددشت برچې سيمې يوه اوسېدونکې  زلېخا وايي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې پخپل کور کې غالۍ ګنډي او بيا يې پلوري.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل ، چې دا او درې اولادونه يې په کور کې هره مياشت څلور متره غالۍ ګنډي او بيا يې په ١٢ زره افغانۍ خرڅوي او د کور لګښت پوره کوي.
په کابل کې د افغان سوداګرو ښځو له خوا هم د لاسي صنايعو يو شمېر نندارتونونه په لاره اچول شوي دي.
د کابل د ملي ګالرۍ د سولې او اميد په باغ کې دغه ډول يو نندارتون جوړ شوى و، چې د ښځو ډول ډول لاسي صنايع، په لاس ګنډلې جامې، غاړکۍ، نقاشي شوې تابلوګانې، خټين لوښي او د فوټبال د توپونو په ګډون  د لوبو يو شمېر توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
نو شين اکبري د ښځو د قالين بافۍ د ټولنې مشرې ، چې په دې نندارتون کې يې په لاس جوړې شوې ښځينه جامې او  په لاس اوبدل شوي د نارينه وو يخنونه نندارې ته ايښي وو، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا يې د کورنۍ دعايد لويه سرچينه ده.
اکبري ، چې له لسو کلونو راهيسې په همدې سوداګرۍ بوخته ده، وايي چې د لاسي صنايعو قيمت يې يو څه لوړ دى، نو له همدې امله په بازارونو کې يې اخيستونکي پېرودلو ته زړه نه ښه کوي.
سيد کاظم، چې له اوو کلونو راهيسې د کابل په نوي ښار کې د لرګيو حکاکي شوي لوښي پلوري، وايي، چې له خپل کار نه ښه عايد ترلاسه کوي او له خپل کسب نه راضي دي.
  هغه د لرګيو لسګونه قلمه جنسونه، لکه مېز، شمع دانۍ، زېور دانۍ، کاغذ دانۍ، شېريني دانۍ، کېک او کلچه دانۍ ، د ګاڼو بکس  او داسې نور شيان پلوري.
د افغاني صنعت د ودې لپاره د کابل ښار په مرادخانيۍ سيمه کې د فېروز کوه د افغاني هنرونو او معمارۍ د انستيتيوت په نوم يو حرفوي مرکز هم فعاليت کوي.
د فېروز کوه د افغاني هنرونو او معمارۍ د انستيتيوت رييس عبدالوحيد خليلي وايي، چې هر کال له ٤٠ زيات زده کوونکي د ازموينې له تېرولو وروسته په هنري برخو کې جذبېږي.
دى وايي، چې دغه مهال ١٠٦ هلکان او نجونې د لرګي د ميناتورۍ ، خطاطۍ او سراميک، زرګرۍ او حکاکۍ په برخو کې په درې کلنه دوره کې په زده کړه بوخت دي.
خليلي وويل، چې تر اوسه له دغه انستيتيوت  څخه ٦٩ زده کوونکي فارغ شوي او انستيتيوت هر کال له ٤٠ تر ٤٦ پورې کسان جذبوي، چې په هره برخه کې نږدې لس تنه په زده کړه بوخت دي.
د پانګې اچونې د ملاتړ اداره ( ايسا) وايي ، چې د افغانستان لاسي صنايع د نړۍ په مارکېټونو کې ښه ځاى لري او له تېرو درېيو کلونو راهيسې هر کال د ايسا په مرسته د افغانستان ځينې محصولات په هندوستان کې نندارې ته ايښودل شوي، چې مثبتې پايلې يې درلودې.
دغه راز د کابل شمالي ولسوالۍ استالف او قره باغ کې خټين لوښي جوړېږي ، بيا يې په بېلا بېلو رنګونو رنګوي، بازار ته يې عرضه کوي او ښه پيرودونکي هم لري. د استالف ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمدامين ، چې د کلالي توکي جوړوي، پژواک ته وويل: ((زه هڅه کوم چې ښه توکي جوړ او خپل پيردونکو ته وړاندې کړم.))

هغه زياته کړه ، چې کاروبار يې ښه دى او له همدې لارې د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوي.