٢٧-حاجي رفيع الله ګل افغان:
د کابل انتخابي سناتور
 
حاجي رفيع الله ګل افغان د عبدالعزيز اخندزاده زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال د  کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ په کاريز کلي کې زېږېدلى او د تابش لوړو زده کړو موسسه کې زده کړه کوي. نوموړي د ساختماني شرکت د رييس  او په وسله والو ځواکونو کې دافسر په توګه دنده اجرا کړې. دى د شوروي يرغل پرمهال د حزب اسلامي  غړى و، خو اوس مهال له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري، دى يو مجاهد و او اوسمهال د مشرانو جرګې په ١٦ مه دوره کې د مشرانو جرګې دويم مرستيال دى.
داړيکې شمېرې:  0705131377-0777863281
 
 ٢٨-خالقداد بلاغي:
د کابل انتخابي سناتور
سناتور خالقداد بلاغي د زوار شاه زوى، چې  په ١٣٤٦لمريز کال دغزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلى او  دديني علومو په برخه کې يې تحصيل کړى، نوموړى د  راه فردا رسنۍ غړى، د جومات ملا امام، مدرس ، ټولنيز او سياسي فعال پاتى شوى دى.
د اړيکې شمېره  :  0797239970
 
 ٧٥-انجنيراحسان الله بيات:
د کابل انتصابي سناتور
انجنيراحسان الله بيات د خان اقا زوى ، چې په ١٣٤٢لمريز کال د کابل ښار په ٦ مه ناحيه کې زېږېدلى او لېسانس سند يې په ١٣٦٥لمريز کال د کابل پوهنتون له انجنيري پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى.  دى په هېواد کې دننه او بهر د يوه سوداګر  په توګه پاتې شوى دى.
برېښناليک : [email protected]
د اړيکې شمېره : 0700899899
 
٧٩-نثار احمد حارس:
د کابل انتصابي سناتور
نثار احمد حارس د محمديعقوب زوى، چې  په ١٣٣١ لمريز کال د کابل ښارپه لومړي مکروريان کې زېږېدلى  او د ليسانس سند يې په ١٣٥٦لمريز کال د کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. حارس تر دې وړاندې د امريکا غږ خبريال وو.
 
د اړيکې شمېرې: 0700224845-0796500200
برېښناليک  :  [email protected]
 
٨١-ډاکټر انار کلي هنريار:
د کابل انتصابي سناتور
 
 
ډاکتر انارکلي هنريار د کشن سنگهــ لور ، چې په ١٣٥٣ لمريز کال په کابل کې نړۍ ته سترګې غړولي او له اره دخوست ولايت د قلعه هندوان اوسېدونکې ده. هنريار د غاښو د طب په برخه کې درې کلنې زده کړې کړي او سند يې په ١٣٧٤لمريز کال تر لاسه کړى دى. نوموړې تر دې وړاندې د ښوونکې، واکسناتورې، داساسي قانون،  دافغانستان او پاکستان امن جرګې او د سولې ملي مشورتي جرګو دغړې، د ښځو او بشري حقونو فعالې، د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمېسيون د غړې، د اهل هنود او سکانو شورا د ښځو چارو د رييسې او مدني ټولنې د غړې په توګه دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکو شمېرې : 0799700686-0799749496
برېښناليک : [email protected]
 
٨٥-پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي:
د کابل انتصابي سناتور
پروفيسور حضرت صبعت الله مجددي د حضرت ميامحمدمعصوم مجددي زوى، چې په ١٣٠٥ لمريز کال په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې د حقوق او اسلامي فقهې په برخه کې تر مافوق ليسانس کچې او د ( شرف) درجې تر حاصلولو دمصر په الازهر پوهنتون کې پاى ته رسولې دي.
مجددي په کابل پوهنتون ، دښوونکو روزنې عالي موسسو او کابل عربي دارالعلوم کې د ښوونکي او استاد په توګه دنده اجرا کړې ، داسکانديناوي اسلامي فرهنګي مرکز موسس، په ډنمارک کې د اوو مسجدونو کې بانى، په اسلو کې د اسلامي مرکزونو بنسټګر، د افغانستان د مجاهدينو اسلامي اتحاد رييس، درې کاله د دافغانستان اسلامي عبوري دولت د رييس، په ١٣٧١ لمريز کال دافغانستان اسلامي دولت د رييس، د اساسي قانون د لويې جرګې د رييس، د افغانستان دسولې ټينګښت ملي خپلواک کمېسيون د بنسټګر او رييس او د مشرانو جرګې د ١٥مې دورې د رييس په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکې شمېره  : 0799131550
 
٩٤-سهيلاشريفي:
د کابل انتصابي سناتوره
سهيلا شريفي دمحمدحسن شريفي لور، چې  په ١٣٤٨ لمريز کال په کابل کې زېږېدلې او لېسانس سند يې د کابل پوهنتون له ځمکې پېژندنې پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. شريفي تر دې وړاندې په ايران کې دافغان کډوالو ښځو د ټولنې د غړې، د پيام استقلال اونيزې د کتونکي پلاوي د غړې او د فاطمه الزهرا د خيريه کمېټې د رييسې  په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره :  0799053004
 
  ٩٦-بي بي حاجي نفيسه سلطاني:
د کابل انتصابي سناتوره
بي بي حاجي نفيسه سلطاني د تاج محمد لور، چې په ١٣٤٧ لمريز کال د کابل ولايت په شکردرې ولسوالۍ کې زېږېدلې او تر دې وړاندې يې د افغانستان دمعلولو او معيوبو ښځو ټولنې دمشرې او د ملاريا په رياست کې د ټکنيشن په توګه دنده اجرا کړې ده.
 د اړيکې شمېرې :0799318375-0788320522