Data Gathered Date: 

Tuesday, November 5, 2013 - 11:00

 ميمنه(پژواک،١١ لړم ٩٢):د امنيت خونديتوب، د بيارغونې کارونو چټکتيا، د کرنيزو او څښاک د اوبو چمتو کول او د غاليو صنعت ته پاملرنه له حکومت څخه د فارياب خلکو عمده غوښتنې دي.
د فارياب ولايتي شورا منشي سيدعبدالباقي هاشمي وايي، چې له دولت څخه يې لومړۍ غوښتنه داده، چې د نا امنيو لمن ورټوله کړي.
ده زياته کړه، چې د قيصار، المار او پشتونکوټ ډېرې سيمې د وسله والو مخالفينو د فعاليت له امله نا امنې دي او دبيارغونې بهير په ځانګړي ډول المار کې په سستۍ مخته ځي.
 هاشمي  زياتوي:(( خلکو له ماڅخه د خپل استازي په توګه په بيا بيا غوښتنه کړې، چې غوښتنې يې د اړوند چاراکو تر غوږونو ورسوم، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.))
د ولايتي شورا منشي وويل، دولت بايد په امنو سيمو کې د پروژو په عملي کولو سره، خلکو ته کار پيدا کړي، ددې ترڅنګ دې د نا امنو سيمو اوسېدونکي او امنيت خرابوونکي دې ته وهڅول شي، چې د عامو ګټو پروژې پلي کولو ته دې زمينه مساعده کړي.
 د المار يو ځايي مخور نورمحمد وايي، چې ډله ييز ، سياسي او شخصي اختلافات ددې سبب شوي، چې المار د فارياب په يوه نا امنه  او جنګي ولسوالۍ بدله شي.
المار د ميمنې ښار په ٢٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، خو دى ادعا کوي، چې د دولت حاکميت په کې نه شته او دولتي کارکوونکي هم د سرخوندي کولو لپاره خپلې دندې پرېښې دي.
 ده زياته کړه، چې د ناامنۍ له امله دالمار اوسېدونکي له ګڼو پراختيايي، ټولنيزو او ښوونيزو پروژ څخه بې برخې دي او د المار د اوبو د سربند پروژه ، چې ٥٥ ميليون ډالره لګښت غواړي ، هم له سقوط سره مخ ده .
 د غورماچ اوسېدونکى الله ګل وايي، چې د امنيت نه شتون ددې لامل شوى، چې ددې ولسوالۍ خلک په تېرو ١٢ کلونو کې د نړيوالې ټولنې د مرستو او دولت د پراختيايي او ټولنيزو پروژو څخه محروم پاتې شي .
دده په خبره ، دولت يواځې د ولسوالۍ په مقر کې د بازار په هټيو حاکميت لري او طالبان ورته د ولسوالۍ په نورو سيمو او د استوګنې سيمو کې پراته دي.
 د غورماچ دا اوسېدونکي وايي، چې که  دولت له ٢٠١٤ زېږديز کال نه وروسته هم ددې ولسوالۍ امنيت ونه نيسي او د حلقوي لويې لارې کار، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د نا امنۍ له امله درېدلى، پيل نه شي، نو احتمال لري، چې دا ولسوالۍ د تل لپاره د مخالفينو لاس ته پرېوځي او بيا نيول به يې اسان نه وي.
 د اندخوى ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى محمد اشرف وايي، چې د وسله والو طالبانو نفوذ او د مخورو او امنيتي منسوبينو ترور ددې سبب شوى، چې زيات شمېر سيمه ييز شخصيتونه او پانګوال اندخوى ولسوالي پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال په اندخوى کې په موټر سايکل  کې د اېښودل شوي ماين چاودنه کې د ددې ولسوالۍ د امنيه قوماندان او شپږو پوليسو په ګډون په لسګونو کسان ټپيان شول.
 وسله والو مخالفينو د فارياب ولايت د کانونو رييس انجنير شاه ولي هم له خپلو دوو کارکوونکو سره برمته کړ، چې وروسته يې موټر وان واوژه ، خو خپله رييس يې را خوشې کړ.
وسله والو کسانو همدارنګه يوه ښځه او دوه سړي هم په اندخوى ولسوالۍ کې ووژل او يو بل تن يې ټپي کړ.
اندخوى د فارياب يوه پراخه سيمه ده، چې د اندخوى ولسوالۍ د مرکز تر څنګ د قرم قل، خانچارباغ او قرغان څخه جوړه ده او له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
 محمد اشرف وايي:((د اقينه بندر په همدې ولسوالۍ کې دى، چې هره روځ ترې په سلګونو ترانزيټي وسايط د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سوداګريز مالونه راوړي، خو که امنيت ته يې پاملرنه وشي، نو اندخوى به د سيمې په يوه ستر سوداګريز مرکز بدل شي .))
 نوموړى زياتوي، چې وسه والو طالبانو دوه کاله وړاندې خلکو ته ګواښ کړى و، چې هېڅوک نه شي کولى د واده محفلونه په هوټلونو کې جوړ کړي او يا دې په کې سندرغاړي راولي، چې دا حکم يې تر ننه پلى کېږي.
 محمد اشرف وويل، چې له اموسيند څخه د څښاک اوبو د لېږد پروژه، چې له ١٣ ميليونو څخه زيات ډالر پرې لګېدلي، پنځه کاله کېږي چې ناکامه ده. تر اوسه يې هم اوبه خلکو ته نه دي رسېدلې، د اوبو يوه ١٨ لېټره بوشکه له ١٠څخه تر ٢٠ افغانيو پورې پېرل کېږي، هېڅوک هم نه شته، چې ددې پروژې له پلي کوونکي شرکت څخه پوښتنه وکړي.
 هغه زياتوي:((اندخوى او ګاونډۍ ولسوالۍ يې لسګونه زره هکتاره حاصلخېزه ځمکه لري، که چېرته يې کرنيزې اوبه له پشتونکوټ د خشت پل بند او يا هم له امو سيند نه را وستل شي، نو د افغانستان نيمايي غله به له اندخوى نه پوره شي .))
 دغه استوګن زياتوي، چې د اندخوى ٧٠ سلنه خلک د غاليو په صنعت بوخت دي، خو دولت ددې صنعت په وده او ملاتړ کې کوچينو صعنتګرانو ته هم پاملرنه، نه ده کړې.
محمد اشرف په دې برخه کې  د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه، چې که  د غاليو صنعت ته پاملرنه ونه شي، خلک به خپل کسب له لاسه ورکړي او له يوه ستر ټولنيز ناورين سره به مخ شي .