پاراخ ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د پنجشېر اوسېدونکي ددغه ولايت له امنيت څخه خوښ دي او امنيتي چارواکي يې هوډ څرګندوي ، دوى به چاته اجازه ورنه کړي ، چې ددې ولايت امنيت ګډ وډ کړي.
ددې ولايت د عنابې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ او ټول ولايت کې يې امنيت ډېر ښه دی .
هغه زياته کړه : (( د دښمن کوم خطر نشته ورځ او شپه خلک بهر هر ځای ته تګ او راتګ کوي او د  وېرې هېڅ احساس نه کوي.))
د نوموړي په وينا، د دې ولايت اوسېدونکي له حکومت سره همکاري کوي او هر مشکوک تن چې ګوري ژر يې په اړه امنيتي ارګانونو ته خبر ورکوي.
د پنجشېر  د رخې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي فريد احمد پژواک اژانس ته وويل ، چې د احمد شاه مسعود مزار ته ډېر خلک راځي  او په امنيتي فضا کې خپل سفر ترسره کوي.
خو هغه زياته کړه ، چې دې ولايت ته د راغلو خلکو سخته څارنه کېږي ، هم دامنيتي کسانو له خوا څارل کېږي، بلکې د سيمې اوسېدونکي هم که څوک بهرنى وګوري، نو څارنه يې کوي.
د پنجشېر پوهنتون يو شمېر محصلين هم وايي، چې داسې جدي ستونزه په دې ولايت کې نشته ،خو مخاليين هڅه کوي، چې دلته ګډوډي پيدا کړي.
د عبدالله په نامه يوه محصل پژواک ته وويل ، چې خلک له حکومت سره همکار دي، ځوانان سپين ږيري او هر اوسېدونکى ځان د امنيت پر وړاندې مسوول ګڼي .
د پنجشېر ولايت امنيت رښتيا هم په ټوليزه توګه ښه دى، په دې ولايت کې يواځينۍ لويه امنيتي پېښه څو مياشتې مخکې ترسره شوې وه، چې د ولايت پر مقام ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 
د پنجشېر د والي وياند عبدالکبير واثق هم  تاييدوي، چې په دې ولايت کې په ټوليزه توګه امنيتي وضعيت ښه دى.
خو هغه وايي، چې وسله وال مخالفين هڅه کوي، چې په دې ولايت کې هم ظهور وکړي او خپل شتون ثابت کړي، خو امنيتي ارګانونه به ورته ددې اجازه ورنه کړي.
دی زياتوي:(( پنجشېر له کاپيسا،نورستان، بغلان او پروان سره ګډه پوله لري ، د دولت مخالفينو څخه يو څه جدي وېره په همدې سرحداتو کې شته، چې دوی غواړي د سرحداتو له لارې د پنجشېر امنيت خراب کړي .))
د نوموړي په وينا، ددوى له هڅو سره سره تر اوسه داسې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې که خلک همداسې همکار وي، نو هر څه به ښه وي.
د والي وياند وايي، چې په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو پر جوړولو هم کار روان دى او له مرکز څخه يې منظوري راغلې ده.
واثق زياته کړه، چې د سيمه ييزو پوليسو له فعالېدو سره به ددې ولايت امنيت نور هم ښه شي.
د پنجشېر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر  نجيب الله وايي ، چې دوى به تر وروستي بريده هڅه کوي، چې ددې ولايت امنيت همداسې ښه وساتي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به هېڅکله وسله والو مخالفينو ته اجازه ورنه کړي، چې په دې ولايت کې ګډوډي رامنځته کړي.
هغه زياته کړه، چې ددې ولايت اوسېدونکي د امنيت په ټينګولو کې مرسته کړې او له هغوى يې وغوښتل ، چې امنيتي ارګانونو سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ټولټاکنو پر مهال به يې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وي او دوى به د امنيت په فضا کې خپلې رايې وکاروي.