چاريکار ( پژواک ١٥تله ٩٢ ) : د پنجشېر د پوهنې رياست وايي ، چې که څه هم د دې ولايت د پوهنې په برخه کې پرمختګ شوى، خو اوس هم  له يو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.
ددې ولايت د پوهنې رييس عبدالمقيم حليمي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې ټول ١٥٠ ښوونځي فعال دي.
هغه زياته کړه، چې په دې ښوونځيو کې ٥٠ لېسې، ٤٥ منځني او پاتې نور يې لومړني ښوونځي دي.
د نوموړي په وينا، په دې ښوونځيو کې ٤٥ زره زده کوونکي زده کړې کوي ، چې ١٢ زره يې نجونې دي.
حليمي وايي، چې په دې ولايت کې د حسابدارۍ يو انسټيټيوټ او د ښوونې او روزنې يو پوهنځى هم فعاليت لري.
د پوهنې د رييس په وينا، له يادو ښوونځيو څخه يې ٩٠ ښوونځي ودانۍ لري او د پاتې نورو د ودانيو جوړولو چارې روانې دي.
ستونزې ،  ننګونې او لاسته راوړنې:
د پنجشېر د پوهنې رييس وايي ، چې ددې ولايت د پوهنې په برخه کې عمده ستونزې او ننګونې د ودانيو ، لابراتوارونو، د کتابونو او د څښلو لپاره د پاکو اوبو نشتوالى دى.
هغه زياته کړه ، چې په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو نشتوالى هم لويه ستونزه ده ، چې له امله يې زده کوونکي سمې زده کړې نه شي کولى.
دغه راز حليمي وايي، چې ددې ولايت د ښوونځيو لپاره د لوبو ميدانونه او دېوالونه هم نه لري ، چې له امله يې ځينې مهال ستونزې پيدا کېږي .
خو هغه دا هم وويل ، چې دوى لاسته راوړنې لري او پرمختګونه يې هم کړي دي، پخوا ډېرو ښوونځيو ودانۍ نه درلودې ، خو اوس تر نيمايي زياتې ودانۍ لري.
د نوموړي په وينا، په دې يو شمېر ښوونځيو کې کتابتونونه جوړ شوي، ددې ولايت ٦٨ تنه زده کوونکي لوړو زده کړو ته معرفي شوي ، چې دا هم لويه لاسته راوړنه ده.
زده کوونکي او ښوونکي:
ددې ولايت زده کوونکي هم د مسلکي ښوونکو او د اوبو د نشتولي له ستونزې سرټکوي، د پنجشېر د کرامان دلېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى محمد ولي وايي، چې دوى په ښوونځيو کې د څښلو لپاره پاکې اوبه نه لري.
هغه زياتوي ، چې دوى د څښلو اوبو لپاره لرې ساحې ته  ځي ، چې له امله يې په درسونو کې ځنډ رامنځته کيږي.
ددې لېسې يو  بل زده کوونکى عبدالله بيا د مسلکي ښوونکو له نشتوالي سرټکوي .
نوموړي پژواک ته وويل ، چې ددوى يو شمېر ښوونکي يواځې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي ، چې نه پخپله پوهېږي او نه هم دوى پوهولى شي .
د مريم په نامه يوې زده کوونکې پژواک ته وويل ،  ښوونځى يې ودانۍ نه لري ،چې له امله يې دوى په جومات کې زده کړې کوي.
هغې له حکومت څخه وغوښتل ، چې د ښوونځي لپاره ورته ودانۍ جوړه کړي او د اوبو اسانتيا ورته برابره کړي.
 
د اميرالدين په نامه يو ښوونکى هم د ودانيو له نشتوالي سرټکوي او زياتوي چې دوى په جومات کې زده کوونکو ته زده کړې کوي.
نوموړي د پوهنې پر رياست نيوکه وکړه، چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره هېڅ اقدامات نه کوي.
خلک :
د حاجي محمد ملنګ په نامه د پنجشېر يو تن قومي مشر پژواک اژانس ته وويل ، چې يو شمېر ښوونځي او په ځانګړې توګه په سيمو کې د نجونو  د ښوونځي ودانۍ احاطه نه لري .
هغه زياته کړه، چې له همدې امله خلک خپل نجونې ښوونځي ته نه ليږي.
نوموړي له چارواکو وغوښتل ، چې د نجونو د امنيت او نور خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.
حاجي ملنګ دغه راز د مسلکي ښوونکو  او د اوبو نشتوالى هم جدي ستونزې وبللې.
د نظر خاوند:
ددې ولايت يو تن روڼ اندى قاري شېر محمد وايي، چې که څه هم په دې ولايت کې يو شمېر ښوونځي فعال دي او زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو بيا هم ددې ولايت دپوهنې په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې شته.
هغه په دې برخه کې د خلکو او زده کوونکو ستونزې پر ځاى وبللې او له حکومت څخه يې ددې ستونزو د هواري په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.