Data Gathered Date: 

Sunday, October 27, 2013 - 16:00

پاراخ ( پژواک ٣٠ تله ٩٢ ) :  پنجشېر د هېواد د مرکزي ولايتونو له ډلې څخه دى، ولايتي شورا يې ٩ غړي لري ، چې درې يې ښځينه دي. په دې راپور کې موږ ديو شمېر خلکو نظرونه را اخيستي ، چې په لاندې ډول دي.
دوکاندار : راتلونکى حکومت دې پيسې په سمو پروژو ولګوي
د دې ولايت د پريان ولسوالۍ اوسېدونکى دوکاندار حميدالله وايي، چې دى به راتلونکو ټولټاکنو کې رايه ورکړي، خوله نوي حکومت څخه غواړي، چې د نړيوالو له خوا کيدونکې مرستې پر سمو پروژو ولګوي، چې ډېرو خلکو ته يې ګټه ورسېږي.
لوبغاړى : ټاکنې ښې دي، ټول بايد پکې ونډه واخلي
ددې ولايت د فوټبال يو تن لوبغاړى بصير خان وايي، چې ټاکنې ښې دي، بايد ټول خلک پکې برخه واخلي ، څو د خپل هېواد د راتلونکي برخليک  وټاکي  او هغه چاته رايه ورکړي ، چې ملي ګټو ته وفاداره وي.
ساتونکى : ملي کانديد ته رايه ورکوو
ددې  ولايت د مرکز يو تن اوسېدونکى او ديوه کلينيک ساتونکى محمد طاهر  وايي ، چې  دى او کورنۍ يې په ټاکنو کې برخه  اخلي او هغه کانديد ته به رايه ورکړي، چې ملي شخص وي او د ټولو خلکو لپاره کار وکړي.
دى وايي ، چې نوى حکومت بايد خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، ځکه چې د بېکارۍ له امله امنيتي ستونزې پيدا کېږي.
کروندګر : بهرنيان دې په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي
ددې ولايت د عنابې ولسوالۍ يو تن کروندګر وايي، چې ټاکنې ښې دي، دى به پکې ګډون وکړي، خو زياتوي چې بهرنيان دې زموږ په ټاکنو کې لاسوهنه  نه کوي او افغانان دې پرېږدي چې  پخپله خپل راتلونکى ولسمشر وټاکي.
نوموړى له راتلونکي حکومت څخه غواړي ، چې دفساد لمنه دې راټول کړي.
زده کوونکې : ټاکنې هېڅ مانا نه لري
د شازيه په نامه يوه زده کوونکې وايي،  چې دوى ته ټاکنې هېڅ مانا نه لري، ځکه چې ددې په وينا، هر څه په درغليو ترسره کېږي او د خلکو رايو ته په احترام څوک قايل نه دي.
د هغې په وينا، که چېرې د خلکو په رايو ولسمشر په رښتينې توګه  وټاکل شي، نو هغه به د ولس د درد دوا شي.
کاريګر : په ټاکنو کې حتمي ګډون کوو
د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکى احمد ګل چې په بازار کې موچي توب کوي وايي ، چې په ټاکنو کې به خامخا ګډون کوي ، دى وايي چې په سيمه کې يې امنيت ښه دى او په ټاکنو کې د برخې اخيستو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.
ښوونکى : راتلونکى ولسمشر بايد خلکو ته سم خدمت وکړي.
د شتل ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عطاء الله ، چې په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده لري وايي ، چې خپله رايه به وکاروي، خو شرط يې دادى،  چې راتلونکى ولسمشر بايد د خلکو سم خدمت وکړاى شي.
دى وايي ،ډېرى کانديدان تر ټاکنو وروسته خلک له پامه غورځوي او بيا يې هېڅ پوښتنه نه کوي.