بلخ کې د ښکاري بازانو د ساتنې لپاره هڅې پيل شوې

 
مزارشريف (پژواک ٣٠ تله ٩٢): په بلخ ولايت کې د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د ښکار کولو لپاره د ښکاري بازانو د ساتنې چارې پيل شوې دي.
د بلخ د کرنې او مالدراۍ رييس کاتب شمس له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د وحشي حيواناتو او مرغانو د ساتنې په موخه يې هڅې ګړندۍ شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د تېرو دريو لسيزو جګړو له امله د بلخ ولايت له امله ۷۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي، چې له همدې امله د وحشي ژوو نسلونه هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
خو د هغه په وينا، د دولت له خوا د ښکار د منع کولو د فرمان په صادرولو د دې هڅې روانې دي، چې د بلخ ولايت وحشي حيواناتو نسلونه وساتل شي.
کاتب شمس وويل، چې په بلخ ولايت کې شورتېپه، کلدار او خلم ولسواليو او د البرز غره په لمنو کې ځنګلونه دي، چې وحشي حيوانات او مرغان په کې ډېر پيدا کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې سيمو شورتېپه او کلدار ولسوالۍ د ښکار لپاره ښې ساحې لري.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د يوې عربي کمپنۍ په مرسته د کرنې او مالدراۍ رياست له خوا له دوبۍ څخه ۳۵ بازان راوړل شوي، چې په بلخ ولايت کې د باز د نسل د زياتوالي لپاره ساتل کېږي.
شمس وويل، پتېيل شوې، چې کله د دغو بازانو شمېر زرو ته ورسېد، نو بيا هغه خلک، چې د ښکار جواز يې له دولت څخه ترلاسه کړى وي، کولى شي، چې پر همدغو بازانو د کرايې په بدل کې ښکار وکړي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي او په ځانګړې توګه د ښکار مينه وال د کرنې رياست له دغې چارې څخه خوښي څرګندوي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي پير محمد پژواک ته وويل، چې په همدې شپو ورځو کې له ملګرو سره د شورتېپې او کلدار ولسواليو دښتو ته د ښکار لپاره ځي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم دولت ښکار منع کړی دی؛ خو دوی د وړو او کم ارزښته مرغانو د ښکار لپاره د سيل په موخه دښتو ته ورځي.
د هغه په وينا، که د ښکاري بازانو د ساتنې پيل شوې چاره په پوره توګه بشپړه شي نو لرې نه ده، چې يوازې د افغانستان د نورو ولايتونو خلک نه بلکې بهرنيان هم دغو سيمو ته د ښکار لپاره راشي.
د کرنې او مالدراۍ رييس وويل، چې له دې پرته د نورو مرغانو د نسل ساتنې چارې هم روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ((دوغ دوغ يا کلنګ)) په نامه د مرغه د نسل د ساتنې لپاره په مزارشريف ښار کې زر جريبه ځمکه ځانګړې شوې، چې دغه نسل وساتل شي.
د هغه په وينا، د ښکاري بازانو او په عمومي توګه د وحشي حيواناتو د نسل ساتنې په موخه د ځنګلونو ساتنې ته ډېره اړتيا ته چې بايد دولت ورته پاملرنه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ رييس شمس وويل، چې که چېرې په بلخ کې د قانوني ښکار زمينه برابره شي؛ نو نه يواځې چې د هېواد اقتصاد پياوړی کېږي، بلکې په افغانستان کې به د سياحت لپاره هم لاره پرانيستل شي.