جانباز خان د خپلې مېرمنې بنرجي وژنه د طالبانو کار بولي

 
ښرنه (پژواک ١٧ وږى ٩٢): په پکتيکا کې د وژل شوې هندۍ ډايرکټرې او اديبې سشميتا بنرجي خاوند وايي، چې ښځه يې وسله والو طالبانو وژلې ده.
يادې مېرمنې د جانباز خان په نوم د پکتيکا ولايت له يوه سوداګر سره واده کړى و او په دې وروستيو کې افغانستان ته راغلې وه او په ښرنه کې يې له خپل خاوند سره يو ځاى ژوند کاوه.
د ((کابلى والا بنګالى)) په نوم د کتاب ليکواله ٤٩کلنه سشميتا بنرجي اصلاً د هندوستان اوسېدونکې وه او ۲۴ کاله وړاندې يې د پکتيکا د ښرنې له يوه اوسېدونکي جانباز خان سره واده کړی و.
سشميتا بنرجي په ١٩٩٥ زېږديز کال کې (له طالبانو څخه تېښته) په نامه يوه کيسه ليکلې وه او بيا په ٢٠٠٣ زېږديز کال کې په هندوستان کې پر دې کيسې د بنرجي په همکارۍ يو فلم هم جوړ شوى و.
په دغه فلم کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کيسه شوې وه.
سشميتا بنرجي له جانباز خان سره د واده پر مهال مسلمانه شوې هم وه او صاحب کماله پرې نوم اېښودل شوى و، روغتيا پاله ډاکټره وه او په ښرنه کې يې د ډاکټرۍ چارې ترسره کولې، خو د تېرې پنجشنبې په شپه د وسله والو له خوا ووژل شوه.
که څه هم په لومړيو کې ځايي چارواکو د هغې د وژنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د بنرجي په وژنه کې هېڅ ډول لاس نه لري.
خو د سشميتا بنرجي خاوند جانباز خان وايي، چې دوى له چا سره دښمني يا بدي نه درلوده او مېرمنه يې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوې ده.
جانباز خان له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د پنجشنبې په شپه شاوخوا دوه بجې يې کور ته يو شمېر مخ پټي وسله وال  ور واوښتل.
نوموړي زياته کړه: ((دغه وسله وال چې طالبان وو، زما خونې ته راغلل، سترګې يې را وتړلې، د باندې باغ ته يې راو ايستلم او راته ويې ويل، چې تر سهاره غږ ونه کړې.))
د هغه په وينا، سهار چې کله اذانونه وشول، په تړلو سترګو يې له باغ څخه د کور دروازه پيدا کړه او وروسته يې خپلوانو خبر کړ چې مېرمن يې وژل شوې ده.
جانباز خان چې په ژړغوني غږ يې خبرې کولې وويل، له کومې ورځې راهيسې چې يې مېرمن وژل شوى، په ځان نه پوهېږي ا و د مېرمنې وژل ورته د خوب ليدل ښکاري.
نوموړی وايې، له تېرو نهو مياشتو راهيسې يې مېرمن کلي ته راستنه شوې وه اوپه يوه شخصي روغتيايي مرکز کې يې د ښځينه ناروغانو درملنه کوله.
د بنرجي خاوند د دې پوښتنې په ځواب کې چې مېرمن يې پر بله کومه کيسه خو کار نه کاوه؟ وويل چې په دې اړه معلومات نه لري او نه يې ورسره دا خبره شريکه کړې ده.
جانبازخان په دې اړه چې مېرمن به يې چا وژلې وي؟ وايې، چې له هېچا سره کومه شخصي ستونزه نه لري، مېرمن يې په ده او کورنۍ ډېره ګرانه وه.
د ده په وينا، هغه وخت چې د مېرمنې په کيسه يې باليووډ فلم خپور کړ، طالبان غوسه شوي وو.
هغه زياته کړه: (( همدا لامل شو، چې طالبانو زما مېرمنه ووژله، خو په رسنيو کې يې انکار وکړ.))
دا چې بنرجي پوهېده، طالبان ورته په قهر دي، ولې بېرته ښرنې ته راغلې؟ په دې اړه جانباز خان وايي: ((هغې مې له کورنۍ او اولادونو سره ډېره مينه لرله او هغوی ته يې جايزې او تحفې هم له هنده راوړې وې.))
د هغه په وينا، له بنرجي اولاد نه لري، خو له بلې مېرمنې درې اولادونه لري.
جانباز وايي، چې د دواړو مېرمنو تر منځ يې هم کومه ستونزه نه وه او لکه د خويندو په څېر يې ژوند تېراوه.
د سشميتا خاوند جانباز خان خپلې خبرې د ډېرې ژړا له امله پرې کړې.
بنرجي په خپل ((د يوه کابلي بنګالۍ ښځه)) کتاب کې له وسله والو طالبانو څخه د هغې د فرار او له خپل افغان خاوند جانباز خان سره د ژوند کيسې کړې دي.
هغې په خپل کتاب کې ليکلي، چې په کلکته کې يې له جانباز سره ليدنه شوې او درې کاله وروسته په ١٩٨٩ زېږديز کال کې يې ورسره واده وکړ او افغانستان ته ولاړل.
سشميتا په دغه کتاب کې ليکلي، چې د طالبانو تر راتګ مخکې يې ژوند نسبتاً ښه و، خو د طالبانو تر راتګ وروسته هغوى د دې درملتون بند کړ.
نوموړې ادعا کړې، چې طالبانو پرې د ((بدې ښځې)) ټاپه ولګوله او په ١٩٩٤ زېږديز کال کې له افغانستانه وتښتېده او اسلام اباد ته ولاړه، خو لېورانو يې پيدا کړه او بېرته يې په ځينو پلمو افغانستان ته بوتله.
 بنرجي زياته کړې: ((طالبانو ژمنه کړې چې ما به هند ته ولېږي، خو زه يې بندي کړم او ماته به يې بده ښځه ويله، يوه شپه مې دېوال سورى کړ او کابل ته وتښتېدم، خو هلته يې بېرته ونيولم، طالبانو غوښتل چې ما ته د مرګ سزا راکړي، خو داسې يې ونه کړل او زه يې د هندوستان سفارت ته وسپارلم.))
 هغې په دغه کتاب کې ليکلي، چې بېرته هند ته ولاړه، چېرته چې يې خاوند (جانباز) ورته انتظار ايست.