125 women subjected to violence in Sar-i-Pul

 
مزارشريف (پژواک ٧ وږى ٩٢): د سرپل د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو د ځان وژنې او پرې د جنسي تېري پېښې زياتې شوې دي.
دوی وايي: ((لا هم په دغه ولايت کې مېرمنې په کورني او ټولنيز لحاظ د زورواکو ښکار دي.))
د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن نسيمې ارزو له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د سرپل ولايت د مېرمنو په حالت کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.
نوموړې زياته کړه، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د دوی د هر اړخيزو تبليغاتي او ښوونيزو پروګرامونو له لارې په ځينو سيمو کې د مېرمنو د پوهې کچه يو څه لوړه شوې؛ خو په عمومي توګه لا هم په دغه ولايت کې د مېرمنو حالت د اندېښنې وړ دی.
د هغې په وينا، تېر کال چې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومې پېښې ثبت شوې وې، د روان کال په پرتله يې شمېر خورا کم و.
ارزو وويل، چې په روان کال کې تر دې دمه له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۲۵پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پېښو کې ځان وژنې، اجباري ودونه، جنسي تېري، له کوره تېښته، وهل ټکول، د لوړ ولور اخيستل او داسې نورې شاملې دي.
ارزو په دغه ولايت کې د ښځو د ځان وژنې او پرې د جنسي تېري په اړه ډېره اندېښنه وښوده، چې په دې وروستيو کې داسې پېښې زياتې شوې دي.
د ښځو چارو رييسې وويل، چې له دوی سره تر دې دمه د بېلابېلو لاملونو له امله د مېرمنو د ځانوژنې د هڅو ۴۰پېښې ثبت دي، چې يواځې په ۷ پېښو کې يې مېرمنې د ځان په وژنې بريالۍ شوې دي.
نوموړې همداراز پر ښځو د جنسي تېري پېښې هم د اندېښنې وړ وبللې، ويې ويل، چې د روان کال په اوږدو کې تر دې دمه پر ښځو د جنسي تېري ۶پېښې له دوی سره ثبت دي.
د نسيمه ارزو په وينا، د جنسي تېري وروستۍ پېښه په سنچارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې د دوو تنو پر مېرمنو د ګاونډي د کور د دوو ځوانانو له خوا جنسي تېری شوی دی.
 د سرپل د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو وويل، چې د جنسي تېري دغه پېښه شاوخوا يوه مياشت مخکې (د روژې ١٢مه) په سنچارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
هغې زياته کړه، چې د سيمې د قومي مشرانو له وېرې د يادو ښځو کورنۍ دا موضوع پټه ساتلې وه، خو اوس دغه ښځې د ولايت مرکز ته راغلې او والي ته يې خپل شکايت کړى دى.
نسيمې وويل، چې د يادې ولسوالۍ پوليسو د دې پر ځاى چې پر دغو ښځو تېري کوونکي ونيسي، د هغو مېړونه يې نيولي او بنديان کړي دي.
د نوموړې په وينا، د سنچارک د اب کلان کلي دوو ځوانانو، چې عمرونه يې د٢٠ او ٢١ کلونو تر منځ دي، د شپې له خوا يوه کور ته ننوځي او د دوو کسانو پر ښځو، چې په خپلو کې د تره زامن دي، جنسي تېرى کوي.
دا وايي، دغو ځوانانو هڅه کوله، چې د دې کورنۍ پر دوو پېغلو جنسي تېرى وکړي، خو دا پېغلې د يادو ښځو په مرسته په تېښته بريالۍ کېږي، خو دغه ځوانان بيا پر دې ښځو جنسي تېرى کوي.
د ښځو چارو رييسې نسيمې ارزو په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتېدو لامل فقر، ناپوهي او د زورواکو شتون وګاڼه.
نوموړي زياته کړه، چې لا هم داسې کسان په دغه ولايت کې شته، چې ځان په شعوري او غير شعوري توګه له قانون څخه پورته ګڼي او د ورته کړنو د کېدو لامل ګرځي.
د دې په وينا، که چېرې د ټولنيزې تبليغاتي لارو تر څنګ د کليو قومي مشران او پوه کسان له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې په کمېدو کې مرسته وکړي نو ښې پايلې به ولري.