Mayor: Sharan on road to development

 
ښرنه (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د پکتيکا ښاروال وايي، چې د مرکز ښرنې ښار د بيارغونې او جوړونې چارې چټکې شوې او بڼه يې ور بدلې کړې دي.
ښاروال سيد عبيدالله سادات له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه ښار تر دې مخکې ښاري بڼه نه لرله او ښاريان له ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان وو.
د سادات په خبره، په تېرو څلورو مياشتو کې يې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې د ٤٠٠ زره امريکايي ډالرو په مرسته د ښار د تنظيف چارې بشپړې کړې دي.
سادات وويل، د ښار ټول سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي او يوازې د ښار په څنډه کې د ارګون دويم سړک پاتې دى، چې هغه به هم ډېر ژر جوړ شي.
نوموړي زياته کړه: ((د دې لارې د جوړېدو لپاره ٣٠٠ زره ډالر لګښت منظور شوى، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به يې انشا الله د پخولو چارې پيل شي.))
ښاروال وايي، د ښار د ټولو ودانيو او مارکېټونو مخې ته پلې لارې ډېرې خرابې، چې په تېرو څو مياشتو کې يې د ودانيو او مارکېټونو د خاوندانو په مالي مرسته جوړې کړې او پخې کړې دي .
 د پکتيکا ښاروال په وينا، په ښرنه کې د ځوانانو د تفريحي پارک د احاطې او همدارنګه د ۱۵ پلچکونو د جوړولو کارونه هم پيل شوي دي.
سيدعبيدالله سادات وويل، د ښرنې ښار ۲۰ کلن ستراتيژيک پلان يې نهايي کړی او په راتلونکو نږدې ورځو کې به يې کارونه پيل شي.
هغه زياتوي، په دغه پلان کې د ښار سوېل لور ته د ۶۰۰۰ کورنيو لپاره رهايشي نومرې ورکول کېږي او هم د پوهنتون، ژوبڼ او ولايتي د ادارې لپاره د ودانيو جوړول په کې شامل دي.
د سادات د معلوماتو له مخې، د دغه ښار لوېديځ او شمال لور ته به هم د ستراتيژيک پلان له مخې تجارتي ودانۍ او مارکېټونه جوړ شي.
د پکتيکا ښاروال زياتوي، د چارو د ښه پرمختګ لپاره يې د ښاروالۍ رياست پر پوستونو مسلکي او با تجربه کسان مقررکړي دي.
نوموړی وايي، پکتيکا يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې ډېره پاملرنه ورته نه ده شوې او غوښتنه يې وکړه، چې حکومت دې د پکتيکا د خلکو د ستونزو د له منځه وړو لپاره ځانګړی پام وکړي.
د ښرنې ښاريان هم د ښاروال له وروستيو کارونو خوښ برېښي او وايي، چې د مخکې په پرتله د ښار په پاکوالي او د بيارغونې برخه کې ورته کار شوی دی.
د ښار اوسېدونکى سيف الرحمن پژواک ته وويل، ښرنې اوس ښارې بڼه غوره کړې او د ښار ټولې برخې په پاخه ډول رغول شوې دي.
هغه وويل، په ښار کې د ۲۰۰۰ په شاوخواکې ونې کېنول شوې، چې له دې سره نور هم زرغون شوى دى.
ده زياته کړه، په دغه ښار کې اوس هم د برېښنا او څښاک اوبو د کمښت ستونزه نه ده هواره شوې اوغوښتنه کوي، چې دولت بايد د ښاريانو د دې ستونزې هوارولو ته لومړيتوب ورکړي.