کابل (پژواک، ١١ وری ۹٨): د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند محمد شهاب حکیمي د قانون پر تطبیق او د سولې په هڅو د ټینګار تر څنګ وايي، د بریالیتوب په صورت کې به اقتصاد محوره حکومت جوړ کړي.
د ماین شنډولو او کشف موسسې "MDC "رییس او د کابل پوهنتون استاد محمد شهاب حکیمي د ولسمشرۍ ټاکنو یو له ۱۸ نوماندانو څخه دی.
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
انجنیر محمد شهاب حیکمي په خپل ټاکنیز ټکټ (سوله، قانونیت او ارامي) کې عبدالعلي سرابي د لومړي مرستیال او ډاکتر نورالحبیب حصیر د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
حکیمي له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د بریالیتوب په صورت کې به د اقتصاد محور حکومت جوړ کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د خلکو د وړاندیزونو او نظرونو سره سم پر اقتصادي پالیسیو کار کوي.
نوموړي په دې اړه چې ولې غواړي اقتصاد محوره حکومت رامنځته کړي وویل: ((دا د اقتصاد نړۍ ده، د خلکو مناسبات اقتصادي دي، ټول مسایل لکه پوهنه، روغتیا، اردو، سیاست، فرهنګ، د مدني ټولنو رامنځته کول، کلتوري مسایل او نور پر اقتصاد ولاړ دي.))
سوله
د نوموړي په خبره، غوره اقتصاد په هېواد کې د رښتینې سولې د ټینګښت لامل کېږي.
حکیمي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو د ملاتړ تر څنګ وویل: ((د افغانستان د خلکو لویه هیله لومړی په هېواد کې سوله او ورپسې ملي یووالی دی، زه د داسې یوه نظام غوښتونکی یم چې د هېواد ټول قومونه په کې ځان شریک وګڼي او خپلې ګټې په کې وګوري، دا ډول لیدلوری په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.))
هغه زیاته کړه: ((په ۱۸ کلنه جګړه کې موږ دې پایلې ته ورسېدو چې سوله د ټوپک له میله ناشونې ده او پایله یې هم نه درلوده او د جګړې ټول ښکېل لوري د جګړې له دوامه ستړي دي او په هره لاره چې وي باید سوله ټینګه او جګړه پای ته ورسېږي.))
د نوموړي په خبره، د بریالیتوب په صورت کې به د رښتینې او تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړي.
د هغه په اند، د هرې جګړې پیل لامل لري، د اوسنۍ جګړې پیل په بن کنفرانس پورې اړه لري چې د طالبانو هېڅ استازی په کې نه و او ان له هغه وروسته د ایساف او افغان امنیتي ځواکونو له خوا داسې کارونه وشول چې باید نه وای شوي او د دغه کار له امله طالبان بیا تقویه شول.
حکیمي زیاته کړه، د کورونو تلاشي، په ګوانتانامو کې د طالبانو د مهمو چارواکو او مشرانو بندي کېدل، فساد بې باوري او د ځینې قومونو څنډې ته کول په هېواد کې د جګړې لاملونه دي.
نوموړي وویل: ((هماغه وخت مې چې د ملګرو ملتونو په یوه برخه کې کار کاوه، په یوه لیک کې د بن په کنفرانس کې د طالبانو د استازو د نه موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او په واضح توګه مې په کې ویلي وو چې دومداره سوله په هغه صورت کې راځي چې د طالبانو تحریک او حزب اسلامي استازي په بن کنفرانس کې ګډون ولري، خو له بده مرغه چا مې لیک ته توجه ونه کړه او پایله یې نن وینو چې د دې جګړې له امله سلګونه زره کسان ټپیان او ووژل شول.))
د ده په باور، د سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د ځينو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا له خوا وروستۍ هڅې د ستایلو دي او هیله مندي يې ښکاره کړه چې یادې خبرې به په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل وګرځي.
هغه وویل، د سولې عالي شورا د کار وړ نه وه، نو ځکه اړتیا ده چې د خلکو یو داسې بنسټ جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي او د رښتینې سولې او باوري فضا د رامنځته کولو لپاره خبرو ته داخل شي.
هغه زیاته کړه، که ولسمشر شي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د قوم، ژبې، ګوند، لوري او خپل تنظیم په نوم ځان د سولې مالک وګڼي؛ ځکه د سولې مالکان باید د افغانستان خلک وي او خلک باید تصمیم ونیسي.
د سولې د مشورتي جرګې جوړول
ټاکل شوې چې مشورتي لویه جرګه د روان کال د غويي په نهمه په کابل کې جوړه شي.
حکیمي د سولې د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو د میکانيزم او چوکاټ لپاره د سولې د مشورتي جرګې جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، په دې جرګه کې باید د افغانستان ټول قومونه حضور ولري او داسې تصامیم په کې ونیول شي چې د تل پاتې سولې راتلو او جګړې د پای ته رسېدو لامل وګرځي.
هغه زیاته کړه: ((د سولې په مشورتي جرګه کې باید د رښتینې سولې لپاره تصمیم ونیول شي او هغه کسان باید را وغښتل شي چې د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسولو لپاره بشپړه اراده ولري.))
د نوموړي په خبره، په دې جرګه کې باید هغه پرېکړه وشي چې ټول افغانان ورسره موافقه ولري او هر چا چې د جرګې له پرېکړې څخه سرغړونه وکړه باید یاغي و ګڼل شي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل
حکیمي وویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور یوه اړتیا وه خو اوس چې د سولې مسئله مطرح شوې او امریکا هم غواړي له افغانستانه خپل سرتېري وباسي، نو دغه ګام باید په ډېر دقت واخیستل شي.
نوموړي وویل، که چېرې د بهرنیو سرتېرو په وتلو سوله راځي، ښه ده چې د دوی وتلو ته قانوني مهال وېش جوړ او د هغه مطابق عمل وشي.
هغه زیاته کړه، له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتل باید د خلکو د پلان او مشورې پر اساس وي او د دغو ځاکونو تر وتلو مخکې باید امریکا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه مجهز کړي څو له ترهګرو سره د هر ډول مبارزې توان ولري.
بهرنی سیاست
نوموړي خپل بهرني سیاست او اړیکو  ته په اشاره وویل: ((د بریالیتوب په صورت کې به خپل بهرنی سیاست د وروګلوی او یو بل منلو پر اصولو جوړ کړم او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ رامنځته شوې بې باوري به له منځه یوسم.))
هغه وویل: ((موږ به په ګاونډيو هېوادونو کې هېڅ پټې ګټې ونه لرو او دغه راز به اجازه ورنه کړو چې ګاونډیان زموږ په هېواد کې خپلې پټې اجنډاوې عملي کړي او زموږ هڅه هم دا ده چې د ښه ګاونډیتوب، ځمکنۍ بشپړتیا ته د متقابل احترام پر اساس زموږ بهرنی سیاست ولاړ وي.))
هغه زیاته کړه، له ګاونډیانو سره ښې اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او مدني اړیکې به د بې باورۍ فضا پر باوري او د ورورګلوۍ پر فضا بدله کړي.
حکیمي وویل، د بریالیتوب په صورت کې د خپل بهرني سیاست اقتصادي بعد ته هم ډېره توجه کوي او بهرنی سیاست یې داسې جوړوي چې هېڅ ګاونډی هېواد د افغانستان له خاورې د ځان د ګواښ په اړه هېڅ وېره ونه لري.
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو پر ښه کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: ((خپله سوداګري پراخه کړو، د خپلو ګډو کلتورونو تبادله زیاته او قوي کړو، خپل خلک یو او بل ته نږدې کړو، د دې پلوي یو چې په سیمه کې باید یو اروپايي غوندې نظام رامنځته شي؛ ځکه هر څه یې ګډ دي، ګډې ګټې لرو، زموږ ژبه او عقیده ګډه ده، ډېر مشترکات لرو نه؛ ځکه اړتیا ده چې یو او بل منونکي جوړ شو.))
هغه زیاته کړه: ((په دې توګه چې زه خپل ګاونډي ته دښمن ووایم او ګاونډی ماته دښمن ووايي په سوله ییزه فضا کې ژوند نه شو کولای، اړتیا ده چې د دواړو لورو اندېښنې لرې شي او په اړیکو کې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي شي.))
د اجرایه ریاست او لومړي وزیر (صدراعظم) پسټ
حکیمي په دې اړه چې یو شمېر نوماندان په خپلو پروګرامونو کې د اجرایه ریاست او لومړي وزیر پسټونو ته ځای ورکړی وویل، د ده ټېم د اساسي قانون مطابق جوړ شوی او د اساسي قانون خلاف به هېڅ ګام وانخلي.
نوموړي د اساسي قانون پر عملي کېدو د ټینګار تر څنګ وویل: ((پنځه کاله مخکې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، ستره تاریخي تېروتنه وه او د دغه حکومت په جوړېدو مو په ښکاره ډول قانون تر پښو لاندې کړ.))
هغه زیاته کړه: ((که زه ولسمشر شم، هېڅکله به غیر قانوني کار ونه کړم زه به د ولسمشر  کېدو لپاره د خکلو د خوشاله کولو په موخه هېڅ ډول امتیاز ورکولو ته غاړه کښې نه ږدم.))
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د جمعیت ګوند د وړاندیز (د صدراعظم پست) د جوړېدو له طرحې سره موافق دی کنه؟ وویل: ((زه د نظام د تغییر مخالف نه یم او له اوسني نظام څخه هم ملاتړ نه کوم، خو تر هغې چې اساسي قانون تعدیل نه شي باید اداري جوړښتونه د قانون مطابق ترسره شي.))
د ولسمشرۍ ټاکنو له نورو نوماندانو سره ايتلاف
حکیمي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا په راتلونکي کې له کوم ټاکنیز ټکټ سره د ايتلاف تصمیم لري او کنه؟ وویل، هر ټېم په کس پورې اړوند ځانګړتیاوې لري او له بېلابېلو پروګرامونو سره د خلکو په ملاتړ د سیالۍ ډګر ته وتلي دي.
نوموړي وویل: ((موږ د خلکو له منځه را ولاړ شوي یو، څو د خلکو غږ شو، دوی ته کار وکړو او ژوند یې تغییر کړو، نو ځکه به دا پرېکړه خلک کوي چې څوک زموږ په ټېم کې وي او څوک نه وي، له چا سره یو ځای شو او له چا سره یو ځای نه شو.))
د ده په باور، زیاتره هغو کسانو چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شوي او یا په ټاکنیزو ټکټونو کې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوي په تېرو ۱۸ کلونو کې سولې ته هېڅ کار نه دی کړی او څرنګه امکان لري چې د جګړې د دوام لپاره له دوی سره یو ځای شي.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې بدلونونه
حکیمي د ټاکنیزو کمېسیونونو د ټولو غړو لرې کولو ته په شاره وویل، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د څېرو بدلول نشي کولای اصلاحات رامنځ ته کړي.
هغه زیاته کړه، د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره د حکومت او دولتي ادارې او چارواکو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، د کمېسیون زیاتره اوسني غړي چې د نوماندان د رایو له مخې ټاکل شوي مسلکي، ژمن او پاک خلک دي خو د حکومت د لاس وهنې په اړه اندېښنې شته او که حکومت د دوی په چارو کې د مداخلې اراده ونلري د ښو ټاکنو شاهدان به وو.
نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې پر نه لاسوهنه ټینګار وکړ او له ولسمشر، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو او نورو ټاکنیزو شریکانو یې وغوښتل چې د تېرو ولسمشرۍ او ولسي جرګې له ټاکنو څخه پند واخلي او د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو څخه په ملاتړ په ټاکنیزو چارو کې لاس وهنه ونکړي.
د ملي یووالي حکومت کړنې
حکيمي د ملي یووالي حکومت د افغانستان په تاریخ کې یو ناکام حکومت وباله او ویې ویل، دغه حکومت همدا اوس د اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړخه په ډېر بد وضعیت کې دی.
هغه زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت مشرانو په تېرو پنځو کلونو کې زیات داخلي اختلافونه لرل او ان ونه توانېدل په دې موده کې لږ تر لږه خپله کابینه بشپړه کړي.
نوموړي وویل، په هېواد کې د بېوزلۍ کچه زیاته شوې، د هېواد په هره څنډه کې نا امني ده، غلا، چور، اختلاف، زورواکي او د قانون نه حاکمیت په هېواد کې موجود دي خو د ملي یووالي حکومت مشران د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په کمپاین بوخت دي.
هغه دغه راز وویل، د ملي یووالي حکومت د کرزي له دورې سره ځانګړی توپیر نه لري، ټولې تکراري څېرې له یوه وزارت څخه بل او له یوه ماموریت څخه بل ماموریت ته بدل شوي دي.
محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، گلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، حاجي محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي، محمد حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال او عنایت الله حفیظ د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندان دي.