کابل(پژواک، ۷ ورى ۹۸): محمد ابراهیم الکوزي له اوسني وضعیت څخه د هېواد د خلاصون او په سوله او امنیت کې د هېوادوالو رول مهم وباله او ویې ویل، په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به ولسواک او ټول شموله نظام جوړوي.
 د افغانستان د ملي اجماع رییس او د الکوزیو د سرتاسري شورا مخکنی رییس او په ۱۳۹۷ کال کې له کندهار ولایته د ولسي جرګې نوماند محمد ابراهیم الکوزي دا ځل «د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه» تر شعار لاندې د خدیجې غزنوي او سید سامع ګیلاني په لومړي او دویم مرستیالۍ له خپل ټاکنیز ټېم سره د ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۷ احتمالي نوماندانو سره د سیالۍ ډګر ته را وتلی دی.
 محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، حاجي محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي، محمد حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال او عنایت الله حفیظ د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندان دي.  
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند محمد ابراهیم الکوزي له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې اوسنی حکومت په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو ناکام نظام وباله چې نه دی توانېدلی طبقاتي اختلافونه له منځه یوسي.
 نوموړي زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت د کار له پیل وروسته خلک څنډې کش شول او حکومت په یوازې توګه چارې په خپل کنټرول کې واخیستې او د موقفونو د سمبولیک کېدو لپاره یې د دولتي ادارو صلاحیتونه ارګ ته انتقال کړل.
 د ده په خبره، دغه حکومت په لومړیو کې د اقتصادي وضعیت د تغییر ژمنه کړې وه خو د هرې ورځې په تېرېدو سربېره پر دې چې په خپلو ژمنو یې عمل ونه کړ، بلکې د خلکو له دسترخوان یې د یوې ډوډۍ نیمايي هم واخیسته.
 الکوزي د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د غني ټولې خبرې او ژمنې شعار وې، ځکه د پنځو کلونو په تېرېدو یې خپله هېڅ ژمنه نه ده عملي کړې. ))
هغه افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او ویې ویل، له اوسني وضعیته د هېواد په ایستلو او د امنیت او سولې په ټینګښت کې د هېوادوالو رول ارزښت لري.
 نوموړي د دې په بيانولو چې د خلکو په مرسته یو ولسوالی حکومت جوړوي وویل: ((اوسني حکومت په افغانستان کې وحشت رامنځته کړی او هېڅ کس یې خپل حکومت نه ګڼي، که زه ګټونکی شوم داسې حکومت جوړم چې د هېواد په هره برخه کې که یو کوچی وي ووايي موږ حکومت لرو  او زه د دغه حکومت لپاره سر ورکوم.))
 هغه روښانه کړه چې په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به د خلکو په مرسته او مشوره موجوده ستونزه له منځه یوسي.
د سولې بهیر
 الکوزي سوله یوه مهمه اړتیا او د افغانستان د خلکو هیله وبلله او ویې ویل، که یې ټېم د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي سوله او پخلاینه به یې کاري لومړیتوب وي.
 نوموړي زیاته کړه: ((د حکومت له جوړېدو وروسته به له دیني عالمانو، قومي مخورو، مدني ټولنو، ځوانانو او د ټولنې له نورو طبقو سره په مشوره په افغانستان کې د سولې فضا رامنځته کړم.))
 هغه روښانه کړه چې سوله له قربانۍ پرته نه ترلاسه کېږي او د حکومت او طالبانو له مشرانو یې وغوښتل چې سولې ته د رسېدو لپاره دې له خپلو غوښتنو تېر شي.
داخلي او بهرنی سیاست
 محمد ابراهیم الکوزي د هېواد داخلي او بهرني سیاست ته په اشاره وویل: ((موږ له خپلو کاونډیو سره ښې اړیکې غواړو او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې زموږ ګاونډیانو ته زيان ورسوي.))
 نوموړي وویل، د ټېم د بریالیتوب په صورت کې د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتو به لویه مشورتي جرګ جوړه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه به تصمیم ونسي.
 هغه روښانه کړه: ((تر اوسه وختي ده چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه نظر ورکړم، خو په یقیني توګه وایم چې د خلکو غوښتنې راته تر هر څه لومړیتوب لري.))
د اجرايیه ریاست او لومړي وزیر پوسټ
 الکوزي په خپل ټاکنیز ټکټ کې د اجرايیه رییس او لومړي وزیر له پوسټ سره مخالفت وکړ او ویې ویل، د بریالیتوب په صورت کې ریاستي نظام ته دوام ورکوي او په حکومت کې موجودې اضافي څوکۍ له منځه وړي.
 هغه د ملي يووالي حکومت اجرايیه پوسټ ته په اشاره وویل، د اجرايیه ریاست پوسټ جوړولو نظام له ستونزو سره مخ کړ او ټولې ادارې د ولسمشر او اجرايیه رییس تر منځ ووېشل شوې.
 نوموړي د دولتي ادارو په سرپرستۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د ملي یووالي حکومت دوره په خلاصېدو ده خو د دوه سرۍ له امله په دولتي ادارو کې سرپرستي ختمه نه شوه او د تاسف ځای دی چې د پنځو کلونو له تېرېدو وروسته هم سرپرستي پای ته نه ده رسېدلې.))
له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره ايتلاف
 د ولسمشرۍ ټاکنو دغه احتمالي نوماند له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره د ايتلاف په اړه وویل، په هېڅ صورت کې به له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره ايتلاف ونه کړي، خو امکان لري چې نور نوماندان له د ده له ټکټ سره یو ځای شي.
 د افغانستان د ولسمشر په ټاکلو کې د بهرنیو هېوادونو رول
 الکوزي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا بهرنیان د هېواد د ولسمشر په ټاکلو کې رول لري کنه وویل: ((امریکا د افغانستان ستراتېژيک شریک دی او له افغانستان سره یې همکاري کړې او زما د معلوماتو په اساس نړیواله ټولنه د ولسمشر په ټاکلو کې هېڅ رول نه لري او ډاډه یم هغه څوک چې د افغانستان خلک ولسمشر وټاکي نړیواله ټولنه او امریکا هم د خلکو پرېکړې ته احترام لري.))
 په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د بدلونونو په اړه خوشبیني
 الکوزي وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکني غړي له خپلو وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستو له امله له دندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان شول، خو تمه ده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي به په ناسمه لار ولاړ نه شي.
 نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو غړو د جذب په اړه وویل: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو نوو کمېشنرانو د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماندانو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشرۍ او نورې ټاکنې به په بشپړه توګه رڼې، عادلانه او بې طرفه ترسره کوي، هیله ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.))
 د ولسمشر غني د ټېم له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو مهندسۍ څخه اندېښنه
 الکوزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ولسمشر غني د ټاکنیز ټېم له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو له مهندسۍ څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((نه یوازې ولسمشر بلکې د ولسمشرۍ ټاکنو نور نوماندان هم هڅه کوي چې په خپله ګټه درغلي وکړي، خو موږ هېڅ نوماند ته په خپله ګټه د ټاکنو د مهندسۍ اجازه نه ورکو، د رایې ورکولو په هر مرکز کې چې درغلي وشي موږ یې رایې نه منو.))