کابل (پژواک، ۲۱کب ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند فاروق نجرابي وایي چې د ولسواکۍ نظام ټینګښت لپاره د یوه ملي پروګرام شتون به افغانستان د سوکالۍ او ثبات لور ته بوځي.
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد احتمالي نوماند له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له اداري فساد، سرغړوونکو کسانو، زورواکو او غلو سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت کړنې وستایلې خو زیاته یې کړه، د واک وېش او د دولتي ادارو سیاسي کول هېواد بحران بوت.
نوموړي روښانه کړه، د اجرائیه ریاست په نوم د حکومت له پروګرامونو سره د موازي او ناقانونه جوړښتونو رامنځته کول د ملي یووالي د ناکامۍ یو ستر لامل دی چې اوس په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ملي مسایلو کې پاتې راغلی.
د افغانستان د استقلال ګوند مشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند غلام فاروق نجرابي وویل، د وخت د اړتیا مطابق له یوه جامع او قوي پروګرام سره ټاکنیز ډګر ته راوتی دی.
محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدا محمد ابدالي، احمد ولي مسعود، فرامرز تمنا، گلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، حاجي محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابي، محمد حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، محمد شهاب حکیمي، نور رحمان لېوال او عنایت الله حفیظ راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان دي.
نجرابي د فساد د له منځه وړو او د ټولنیزو ستونزو پر وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني درېدل وستایل خو زیاته یې کړه، خو خلک ترې ځکه خوښ نه دي چې ولسمشر غني د حکومت د ښه کېدو لپاره له وړ کسانو سره مشوره نه ده کړې.
د ده په باور، د ټولنې له بېلابېلو طبقو سره د خلکو نه مشوره د دې لامل شوې چې د ملي یووالي حکومت د کار له لومړۍ ورځې راهیسې پر جګړه او نا امنۍ کې غرق دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه احتمالي نوماند د ولسمشر غني حکومت د حامد کرزي د دورې په پرتله بریالی بولي او وايي: ((حامد کرزي په خپلو ادارو کې پر فساد ککړ خلک راټول کړي وو او د نړیوالو مرستو په چور او غلا کې یې لاس درلود، خو ولسمشر غني دا کار ونه کړ.))
 
نوموړي له فساد، زورواکو او غلو سره مبارزه د اوسني حکومت لاسته راوړنې وبللې او زیاته یې کړه: ((په اوسني حکومت کې د مخکني حکومت په پرتله نیمګړتیاوې او ناوخوښۍ نشته، دا چې اوسنی حکومت دوه سری دی او که اشرف غني ته موقع ورکړل شوې وای له فساد او ستونزو تش حکومت به یې جوړ کړی وای.))
د سولې بهیر
نجرابي وویل، سوله د افغانستان د خلکو همېشنۍ هیله ده خو هغه ته رسېدل پر هغه معما بدل شوي چې رمز یې د افغانانو په واک کې نه دي.
هغه زیاته کړه، که څه هم الله (ج) مسلمانان سولې ته رابللي خو د ټولنې د همدې طبقې چې د حق د دین لارویان دي ترمنځ سخت اختلافات موجود دي.
هغه په ډاګه کړه چې که په ټاکنو کې بریالی شي سوله او پخلاینه به یې لومړیتوب وي.
نوموړي زیاته کړه: ((سوله هغه وخت راځي چې دواړه لوري اصلاح منونکي وي، که د جګړې یو لوری هم هوکړې ته د رسېدو درک ونه لري او د سولې پر ځای مناقشه رامنځته کېږي.))
نجرابي د امریکا له خوا د سولې هڅو ته په اشاره وویل، د سولې ټينګښت په هېواد کې د ارامۍ، امنیت او ملي یووالي لامل کېږي، خو له بده مرغه چې د سولې په هڅو او تګلاره کې رښتینولي نه تر سترګو کېږي.
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد نوماند زیاته کړه، د سولې هڅې هغه مهال نتیجه ورکوي چې د پوهو، باوري او یې طرفه کسانو یوه کمېټه جوړه شي او پروسه یې دوی مخې ته بوځي.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې رامنځته شوو بدلونونو ته هیله مندي
نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکنیو غړو ټاکلو ته په اشاره وویل، مخکني کمېشنران د ملي یووالي حکومت مشرانو د ګټه اخیستو لپاره ټاکلي وو او په پایله کې یې ولیدل شول چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یو شمېر ناکام نوماندان ګټونکي اعلان شول.
خو نوموړي دېته په اشاره چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په ټاکلو کې د ملي یووالي د حکومت مشرانو ځانکړی رول نه درلود، زیاته کړه، هیله من دی چې د ټاکنیزو کمېسیونو د نوو غړو له ټاکلو وروسته د په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنې ونه شي.
د ده په خبره، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د فساد اړوند قضیو کې یوازې مخکني غړي ملامت نه دي، له دولتي کسانو څخه هم باید پوښتنه وشي؛ ځکه دوی د دولت د مشرتابه لخوا په دندو ګومارل شوي او د مجبوریت له امله یې دغه کارونه ترسره کړي دي.
داخلي او بهرنی سیاست
نجرابي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: ((له بده مرغه چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او ایران د ناسور امنیتي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي ټپونو د ملهم پر ځای مالګې شیندي.))
هغه د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((اراده، اداره، نظاره او کناره چې د دولت دارۍ او هېواد دارۍ د جوړېدو څلور ضلعې جوړوي، د افغانستان د خلکو او دولت په واک کې نه، بلکې د پردیو په ځانګړې توګه امریکا په لاس کې دي او هر څه چې امریکا وغواړي ترسره کوي یې او په مقابل کې یې د مخالفت هېڅ قدرت نشته، خو یوازې وسله وال مخالفین دي چې د پردیو پر ضد پورته شوي او زموږ په شان ځيني سیاستمداران یوازې نیوکې کوو.))
نوموړې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د بریالیتوب په صورت کې به د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره څه ډول سیاست مخې ته وړي؟ وویل، په سیاست کې یې تسلیمېدل او تسلیم غوښتل ځای نه لري او هېچا ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
نجرابي روښانه کړه چې د بریالیتوب په صورت کې به له قید او شرط پرته په یوه اوونۍ کې ټول بهرنیان له هېواده وباسي او دې هیلې ته د رسېدو لپاره یې څو ځلې ځان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړی دی.
نجرابي زیاته کړه: ((که د دې دورې په ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شوم، د لوړې له مراسمو یوه اوونۍ وروسته د افغانستان خلکو، ګاونډیانو او نړیوالو ته اعلان کوم چې بهرنیان دې په یوه اوونۍ کې له شرط او قید پرته له افغانستانه ووځي.))
هغه د دې په روښانولو چې بهرنۍ ضد روحیه نه لري وویل، په افغانستان او نړۍ کې سوله او پخلاینه غواړي او د نورو هېوادونو په څېر به هېڅ بهرني ته د هېواد صلاحیت ورنه کړي.
د افغانستان د مشر په ټاکلو کې د بهرنیانو رول
نجرابي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بهرنیان د افغانستان د مشر په ټاکلو کې رول لري؟ وویل، ټولو ته ښکاره ده چې بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا د افغانستان د مشر په ټاکلو کې لاس درلود او په راتلونکي کې به یې هم ولري.
د اجرائیه ریاست او لومړۍ وزیر پوسټ
نجرابي په ټاکنیز ټکټ کې د اجرائیه ریاست او لومړي وزیر پوست له قانون سره په ټکر کې بولي او وايي، دا ډول څوکۍ رامنځته کول خلکو ته له ستونزو جوړولو پرته هېڅ ګټه نه لري.
نوموړي زیاته کړه: ((زما د بریالیتوب په صورت کې به په هېڅ صورت د لومړي وزیر او اجرائیه ریاست پوسټ ځای ونه لري.))
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند له ټکټونو سره د خپل ټېم د اېتلاف په اړه په شک وویل، تر اوسه یې داسې کوم تصمیم نه دی نیولی.