د نجیب منلي ليکنه:
کوچانی ژوند د انساني ټولنو د ژوند یوه ډېره پخوانۍ او اغیزمنه لار وه چې د بشري مدنیتونو په جوړولو او ورته په شکل ورکولو کې یې خورا مهم رول لوبولی دی. له کوچاني ژوند څخه د مېشت ژوند پر لور بدلون هم د بشري مدنیت د شکل اخیستلو یوه لار ده چې د تاریخ په اوږدو کې انساني ټولنو خپله کړې ده.
د کوچاني ژوند یوه مشخصه دا ده چې د لېږد، رالېږد په پروسه کې د حکومتونو د واک ساحو ته په کې ډېره پابندي نه وي. کله چې دولتونه وغواړي چې په خپل قلمرو کې د وګړو پر ګرزېدو کنټرول ولري نو د کوچیانو د تګ راتګ د ازادۍ د محدودولو هڅه کوي. په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې استعماري قوتونو په شدت سره کوچیان و ځپل او عام وژنې یې په کې وکړې (د منځني ختیځ، افریقا، امریکا، اروپا، آسیا او استرالیا د وګړو تاریخونه د ګڼو دا ډول پېښو شاهدي وایي). د نژادي تفوق غوښتونکو سیاسي او ټولنیزو ډلو (لکه په اروپا کې نازي المان) کوچي وګړو ته په ټيټه سترګه کتل. په افغانستان کې هم متعصبې کړۍ هڅه کوي چې د کوچیانو د ژوند طرز غیر مهذب وبولي. د کوچیانو د مېشتولو استبدادي طرحې د دغو شرایطو زېږنده ده.
له بل لوري، یو شمېر دولتونو چې د خپلو سرحدونو د ساتلو په پار یې د کوچیانو د تګ را تګ ازادي سلبوله او په عین حال کې یې د ګاونډیو پر وړاندې د خپلو سرحدونو خوندي کول غوښتل، د کوچیانو د مېشتولو هڅې یې کړې دي.
په شلمه پېړۍ کې د کوچیانو د مېشتولو پروسه وګړو ته د دولت له خوا د لازمو خدماتو (روغتون، تعلیم،...) د رسولو اسانتیا بلل شوې ده. د افغانستان اساسي قانون هم په ځپله څوارلسمه ماده کې په تلویحي ډول همدغه «د ژوند د چارو سمول» د کوچیانو د مېشته کولو نتیجه بولي : « دولت د كرنې او مالدارۍ پراختيا، د بزگرانـــــو او مالـــــدارانو د اقتصـــــادي ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولـو او د كوچيـــانو د ميشـــتولو او د دوى د ژونــد د ســمون لپــاره د دولــت د مــالي توان په حـدودوكې اغېـزمن پروگرامونـه طرح او تطبيقوي.»
له بده مرغه غرض لرونکې کړۍ قومي ستونزې د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په اوزاري ډول کاروي. د کوچیانو او مېشتو وګړو تر منځ ستونزې هم په تېرو کلونو کې د ناولو سیاسي اهدافو له پاره کارول شوې دي. په کار ده چې د کوچیانو مېشتېدنې ته د هېواد د یو مهم لومړیتوب په خیث وکتل شي او د هېواد د پرمختګ له پاره ترې کار واخیستل شي.
په افغاني ټولنيز اقتصاد کې د کوچیانو ونډه عموماً په دریو برخو کې وه: ترانسپورتي وسایل (اوښان) تر ډېره له کوچیانو سره وو نو د سوداګرۍ په پراختیا کې کوچیانو مهم نقش درلود؛ د حیواني محصولاتو (غوښو، لبنیاتو، پوستکو او وړیو) د تولید یوه عمده برخه کوچیانو تامینوله او د ورشوګانو د طبیعي محافظت چارې د کوچیانو پر غاړه وې.
د توکیو د لېږد رالېږد معاصرو امکاناتو، د لویو (ځمکنیو، سمندري او هوایي) لارو پراختیا، اوس د انتقالاتو په برخه کې د کوچیانو ونډه تقریباً حذف کړې ده؛ د حیواني محصولاتو نړۍوال تجارت کوچیان په داسې یو ناسالم او نا برابر رقابتي جال کې ایسار کړي دي چې د کوچاني اقتصاد شتون یې هم په خطر کې اچولی او بالاخره د ځمکو ناسم مدیریت، د ملي شتمنیو سیستماتیک غصب او پر قومي اړیکو بې رویې سیاسي سوداګرۍ د دې باعث شوې چې د ورشوګانو تر ساتلو، د کوچیانو او «ده شینو» تر منځ شخړې ورځ تر بلې د یوې ملي معضلې بڼه غوره کوي. له همدې امله، که په تېرو وختونو کې د کوچیانو د مېشتېدو سیاسي، ټولنیز، جیوپولیتیکي شرایط هر څه وو، نن دا موضوع د ټولنیز عدالت او د د ملي اقتصاد د ثبات یوه بنسټیزه موضوع ده.
د نوي اساسي قانون تر تصویب راوروسته، د هېواد امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناروغ حالت او په ډېرو ملي مسایلو کې د پرله پسې حکومتونو انفعالي دریځونودې ته اجازه نه ده ورکړې چې د کوچیانو د مېشتېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ و شي. د ۲۰۱۰ کال په پسرلي کې چې په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځایي خلکو تر منځ ستونزې راولاړې شوې، د وخت ولسمشر د خپلو پوپولیستي څرګندونو او پرېکړو په بهیر کې دا هعم وویل چې کوچیانو ته باید ځمکې ووېشل شي خو خبره د خبرو په حد کې پاتې شوه.
د کوچیانو د مېشتیدلو موضوع یوه ملي اساسي مسئله ده چې جامع حل غواړي. دلته باید د اساسي قانون د یو حکم د پلي کېدو تر څنګ د ټولنیز عدالت تطبیق، د همغږي او پرمختلونکي ملي اقتصاد غوښتنې، د بشري منابعو اغیزمن مدیریت، ملي منافعو او د چاپېریال ستونزو ته په کتو د ځمکو سالم مدیریت، او د افغانستان د فرهنګي تنوع او ارزښتونو ساتل هم مهاله په نظر کې ونیول شي.
تر هر څه لومړی، په کار ده چې د افغانستان د غذایي خوندیتوب د ملي سیاست په چوکاټ کې په هېواد کې د مالدارۍ اړتیاوې او فرصتونه په دقیق ډول و ارزول شي. تر جنګ د مخه په افغانستان کې د اهلي حیواناتو شمېر د دېرش ملیونو شاوخوا اټکل شوی و. پرله پسې جنګونو، وچکالیو او مهاجرتونو او د نړۍ په کچه د غذایي صنعت او تجارت پراختیا دغه شمېر په هېښوونکي ډول راکم کړی دی.
افغانستان د دېرش ملیونه هکتاره ورشوګانو په درلودلو، کولای شي چې د حیواني محصولاتو په برخه کې نه یوازې دا چې پر ځان بسیا شي بلکې بهر ته د حیواني محصولاتو صادروونکی هېواد هم کېدای شي.
د چاپېریال ساتنه، د افغانستان د جغرافیي طبیعي ښکلاوو او شتمنیو ته لازمه پاملرنه، د توریزم د صنعت لازمه وده، د اوبو سم مدیریت، د جنتیکي تنوع ساتنه، د ملموسو او ناملموسو فرهنګي شتمنیو خوندیتوب او دې ته ورته موضوعات هغه څه دي چې هم مهاله توجه غواړي او د یو کثیرالبعدي، جامع، پراخ او نوښتګر سیاست غوښتنه کوي.
د کوچیانو د مېشتېدلو له پاره په څو جهتونو کې د پام وړ پرمختګ کېدای شي:

۱ – د کوچیانو د مېشتېدلو ملي برنامه
موجود سیاسي، ټولنیز شرایط نور دا اجازه نه ورکوي چې کوچانی ژوند په عنعنوي توګه د اوږدې موږدې له پاره باقي پاتې شي. د ټولنیزو او فرهنګي بدلونو په عمومي شرایطو کې به کوچانی ژوند په طبیعي ډول نوې بڼه غوره کوي. نن د افغانستان د وګړو شاوخوا نیمایي، د خپل معیشت د تامین له پاره، به یو ډول نه یو ډول د ځمکې او ژویو پر محصولاتو متکي دي. په اروپا کې دغه تناسب په سلو کې پینځه دی. افغانستان کې به هم په راتلونکو دوو یا دریو لسیزو کې دغه شمېر د لسو او شلو فیصدو ترمنځ یو حد ته راټیټ شي. له همدې امله د افغانستان د ملي اقتصاد ماهیت بدلېدونکی دی او ورسره د کروندګرو او پونده وو شمېر کمېدونکی دی. حکومت باید له کرنیز سکتور څخه صنعتي او خدماتي سکتور ته د اقتصادي اړیکو د لېږد له پاره یو منظم پروګرام ولري.

۲ – د کرنیزو ځمکو او ورشوګانو مدیریت
د افغانستان د کرنې وړ ځمکې شاوخوا لس ملیونه هکتاره اټکل شوې دي چې اوس یې په څلورو کې ایله درې برخې عملاً کرل کېږي. د تخنیکونو پرمختګ او د ځمکو ښه مدیریت کولای شي چې په نېږدې راتلونکې کې تر پینځلس ملیونو هکتارو پورې ځمکې تر کرنیز پوښښ لاندې ونیسي. له بل لوري د هېواد د ټولو ورشوګانو مساحت شاوخوا دېرش ملیونه هکتاره دی. د اقلیم بدلېدل، د وګړو د شمېر زیاتېدل، د اقتصادي بنسټونو تحول به په راتلونکو دوو لسیزو کې دا شمېر شل په سلو کې را ټیټ کړي خو د افغانستان اوږدمهالې ګټې ایجابوي چې په هر قیمت چې وي د ورشوګانو مساحت باید تر پینځه ویشتو ملیونو هکتارو ډېر ښکته نه شي.
د ورشوګانو ساتل او خوندي کول په طبیعي ډول مالدارۍ ته اړتیا لري.
د پوونده وو او کروندګرو تر منځ د ګاونډیتوب لانجې د بشري ټولنې یوه طبیعي، تلپاتې ستونزه ده چې یوازې د محلي تفاهم او منځګړیتوب له لارې حل کېدای شي خو د دې دواړو ټولنیزو کتلو تر منځ د تماس ساحه هم دقیق مدیریت ته اړتیا لري. د کوچیتوب نوي شرایط کولای شي چې د دغو شخړو او لانجو وسعت خورا محدود کړي. د بېلګې په توګه کله چې د لېږد پر مهال د پونده وو رمې د مېشتو وګړو د کروندو تر څنګه تېرېږي نو د کروندو د خرابېدو وېره په خپله د دواړو ټولنو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کوي. د حمل او نقل اوسني وسایل دا شونې کوي چې په زرګونو سره څاروي په لږ وخت کې اوږد واټن ووهي او دې ته اړتیا نه پیدا کېږي چې په ورځو او اونیو، د کیلومترونو په اوږدو کې لېږدېدونکي څاروي د مېشتو وګړو فصلونه وګواښي.
عموماً ورشوګانې د غرونو په لوړو برخو کې، چې هلته نه د کرکیلې د پام وړ امکانات شته او نه د ښاري تراکم زمینه په کې مساعده ده، پرتې دي. په ډېر ساده ډول کېدای شي چې د عنعنوي لېږد پر لارو، څو داسې ورشوګانې په نخښه شي چې د کال په مشخصو وختونو کې، په مشخص شمېر څاروي ورته په لاریو کې راوړل شي او د یوې مشخصې مودې له پاره په کې پاتې شي. د دې له پاره کافي ده چې ورشوګانې د سترو ملي پارکونو په یوې پراخې شبکې کې د دولتي ملکیتونو په توګه تنظیم شي. د دغو ورشو ګانو د ساتلو، پاللو او تنظیم له پاره کېدای شي چې په هر ملي پارک کې د کوچیانو څو کلي مېشت شي چې وظیفه یې له ورشوګانو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستې د شرایطو برابرول وي.

۳ – د مالدارۍ مدیریت
افغانستان کولای شي چې د مالدارۍ د یوې منظمې او معقولې پالیسۍ په درلودلو، نه یوازې د حیواني محصولاتو له درکه پر ځان بسیا شي، بلکې کولای شي یوه برخه دغه محصولات بهر ته هم صادر کړي.
په کلیوالي سیمو کې چې هم د تګ راتګ امکانات پراخه وي، هم د اوبو ستونزه نه وي او هم بازار ته لاسرسی په کې اسانه وي تراکمي مالدارۍ (Intensive Grazing) ته زمینه برابرېدای شي. په جنوبي افغانستان کې د ملګرو ملتونو په مرسته پلې شوې ځینې پروژې ښیي چې دا ډول مالداري د یو شمېر کوچیانو د مېشتېدنې له پاره مناسب موډل جوړوي. په دې موډل کې ستره ستونزه دا ده چې د افغانستان په جغرافیه کې په دې شرایطو برابرې ځمکې، چې مخکې له مخکې اشغال شوې نه وي، خورا کمې دي. که د سیندونو د مهارولو د پروګرام په ترڅ کې شاړې ځمکې ابادېږي نو د کوچیانو مېشتېدنه یې باید په لومړیتوب کې راشي.
په پراخه مالدارۍ (ٍExtensive Grazing) کې پراخو ورشوګانو ته اړتیا ده. که د افغانستان د مالدارۍ اوسني ارقام په نظر کې ونیول شي او د ورشوګانو مدیریت ته لازمه پاملرنه وشي نو ممکنه ده چې شاوخوا یو ملیون کوچیانو ته د «نیم مېشت – نیم کوچې» ژوند موډل وړاندې شی. په دې موډل کې پېژندل شوې کوچي ټولنې د مشخصو څړځایونو سره تړل کېږي. هرې ټولنې ته د دوبي او ژمي له پاره جلا جلا ورشوګانې د دولت له خوا ورسپارل کېږي. د دغو ټولنو یو شمېر وګړي په دایمي ډول د ورشوګانو د ساتلو او پاللو له پاره په اړوندو ورشوګانو کې مېشتېږي او شمېر وګړي د څارویو اړتیاوو ته په کتو د دوو یا څو سیمو تر منځ تګ راتګ کوي او د لارې په اودو کې خپلې «مېنې» جوړوي. هر دغه ډول کلی د دولتي او ټولنیزو خدماتو یو منظم لېږدېدونکی سیستم لري. د مېنو ملکیت به له دولت سره وي او کورنیو ته به په اوږد مهاله اجاره ورکول کېږي. څاروي او کډې به د مېنو تر منځ په موډرنو انتقالاتي وسایلو لېږدول را لېږدول کېږي.
د مالدارۍ د کوپراتیفونو تشکیلول به د دغو وګړو اقتصادي بنسټونه پیاوړي کړي.

۴ – له مالدارۍ پرته د کوچیانو اقتصادي فعالیتونه
د کوچیانو لاسي صنایع (غالۍ او ټغر اوبدل، د جامو او ګاڼو تولید، ...) او د حیواني محصولاتو پروسس کول د مالدارۍ یوه څنګزنه څانګه ده چې د منظمو ترانسپورتي خدمتونو په درلودلو کېدلای شي چې په مېشت چاپېریال کې فعالیت وکړي. دغو وګړو ته باید ښارونو ته څېرمه په صنعتي پارکونو کې د فعالیت زمینه برابره شي.
په عنعنوي توګه یو شمېر کوچیان د سوداګرۍ او د اجناسو د لېږدولو په چارو کې بوخت دي. هغوی، که لا هم ځینې کوچاني ارتباطات او د ټولنیز پیوستون اړیکي ساتلي وي، تر ډېره له مودرنو وسایلو کار اخلي او په اسانه ښاري ژوند ته مخه کولای شي. د دې ډلې مېشتېدل تقریباً په طبیعي ډول کېږي خو کېدای شي چې یوه هڅوونکې دولتي پالیسي دا ډول مېشتېدنه چټکه کړي.
دا هم شونې ده چې دغه وګړي بازار ته د مالدارۍ او د لاسي صنایعو د محصولاتو په وړاندې کولو کې ونډه واخلي.

۵ - د چاپېریال مدیریت
د چاپېریال ساتل که له یوې خوا دا ایجابوي چې طبیعي زېرمې باید د انسانانو له بې رویې مداخلې وژغورل شي، له بلې خوا دا هم غواړي چې ټول انسانان وکړای شي په مناسبو شرایطو کې له طبیعي ښکلاوو او شتمنیو ګټه واخلي. که د چاپېریال حفاظت او له چاپېریال څخه اقتصادي ګټه اخیسته بېل بېل په نظر کې ونیول شي نو په دواړو برخو کې ستونزې راولاړېږي (د اسانې ګټې غوښتونکي متشبثین د خپلو آني منافعو له پاره چاپېریال تخریبوي، د چاپېریال ساتونکي هڅه کوي چې د متشبثینو د پرمختګ مخې ته مختلف خنډونه رامنځ ته کړي)
د ملي پارکونو جوړول، د ملي پارکونو د ساتنې له پاره روزل شوي کسان ګومارل او په ملي پارکونو کې د توریستي او سپورتي فعالیتونو له پاره لازمې زېربناوې ایجادول د چاپېریال د مدیریت یوازینۍ لاره ده. په دې توګه هم د آفاتو مخه نیول کېږي (اور، سېلاوونه، د ځمکې ښویېدل، غصب، ناوړه انساني مداخلې...) او هم په اقتصادي ژوند کې د چاپېریال د شاملولو له لارې ممکنه ده چې د چاپېریال ساتنې له يپاره لازم مالي منابع هم تر لاسه شي.
پورته موضوعاتو ته په کتو، که د کوچیانو د مېشتېدلو موضوع ته د یوې ننګونې پر ځای د یو فرصت په سترګه ولیدل شي، د ملي ژوند دغه مهمه چاره په پراخ اقتصادي-ټولنیز چوکاټ کې وارزول شي نو هم د کوچیانو ستونزه حل کېږي او هم له دې لارې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې خورا اغیزمن ګامونه پورته کېدای شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.