کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): د ولسمشرۍ احتمالي کانديد او په هند کې پخوانى سفير شيدا محمد ابدالي وايي چې که د موقت حکومت په رامنځته کېدو رښتينې سوله راځي، نو دى يې ملاتړ کوي.
نوموړي په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې ملي يووالى او سوله کمرنګه شوې وه.
هغه زياته کړه چې په همدې موخه افغان ولس او په ځانګړې توګه د لوى کندهار مشرانو ترې غوښتنه وکړه چې له سفارته استعفى ورکړي او د روانو شخړو او ننګونو د مخنيوي لپاره يوه نوې تګلاره او عملي اقدامات پيل کړي.
ابدالي وايي چې له راتګ سره سم يې د لوى کندهار له مشرانو سره ليدنې کتنې وکړې او اوس په کابل کې له سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او سياسي ايتلافونو سره ګوري او موخه يې د سولې او ملي يووالي تامينول دي.
دى زياتوي: ((له بده مرغه په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې ملي يووالى سخت زيانمن شوى دى.))
د هغه په وينا، وروستۍ ناسته يې په کندهار کې له مشرانو سره وه او هغوى ترې غوښتنه وکړه چې ځان کانديد کړي.
ابدالي وايي چې اوس کابل ته راغلى او په دې اړه يې خپلو مشورو ته ادامه ورکړې وه او په پاى کې به وروستۍ پرېکړه کوي.
ده وويل چې د ولسمشرۍ پر ټکټ يې هم مشورې روانې دي او که چېرې يې توافق وکړ نو په ټکټ کې به يې ټول اقوام شامل وي، څو په هېواد کې ملي يووالى تضمين شي.
هغه د خپل ټکټ د مرستيالانو په اړه وويل، دا له وخته مخکې خبره ده، په دې اړه مشورې روانې دي.
هغه  د ټاکنو پر کمېسيون نيوکه وکړه چې  د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر مهال يې ډېرې تېروتنې وکړې چې له امله يې پر کمېسيونونو د خلکو باور کمرنګه شوى دى.
ابدالي وايي چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو شکايتونه ډېر وو او هيله يې څرګنده کړه چې په ولسمشريزو ټاکنو کې ستونزې تکرارې نه شي.
نوموړي هيله څـرګنده کړه چې حکومت او کمېسيون د خلکو شکايتونو ته ځواب ووايي، اصلاحات رامنځته کړي خو که ځواب ونه ويل شي نو پر کمېسيون به د خلکو باور نور هم خراب شي.
د ولسمشرۍ دغه احتمالي نوماند او په هند کې د افغانستان پخوانى سفير وايي چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوماندانو کم شمېر د افغانستان په خير دى.
خو هغه زياتوي، که څه هم په قانون او ډيموکراسۍ کې په دې برخه کې ممانعت نشته، خو په اوسنيو شرايطو کې له زياتو نوماندانو سره بې اتفاقۍ رامنځته کېږي.
ابدالي د ولسمشر غني د تېرو څلورو کلونو په اړه وايي چې اصلي قضاوت به خلک کوي، خو زياتوي چې په دې دوره کې خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ وو، سوله او ملي يووالى کمرنګه شوي وو.
ده زياته کړه: ((هر حکومت نيمګړتياوې او ښيګڼې لري، موږ به داسې تګلاره غوره کړو چې ښې او بدې سره جلا کړو، د بدو به مخنيوى کوو او ښو کارونو ته به ادامه ورکوو.))
نوموړي د کندهار د خلکو د شکايتونو په اړه چې ګواکې د غني په حکومت کې سمه ونډه نه ده ورکړل شوې، وويل چې په دې برخه کې شکايتونه ډېر دي، ژمنې شوې، خو پر ځاى شوې نه دي، حالات بحراني شوي، اقتصادي او امنيتي حالت خراب شوى دى.
هغه د موقت حکومت په اړه وويل چې که چېرې سوله په يوه داسې تګلاره راځي، لکه د موقت حکومت رامنځته کول نو دى يې ملاتړ کوي، خو لومړى بايد دسولې تضمين وشي.
د افغانستان په اړه د چين، پاکستان، ايران او روسيې د تګلارو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ابدالي وويل چې افغانستان بايد د همکارۍ نقطه وي، نه د تقابل.
نوموړي زياته کړه: ((د هېوادونو ترمنځ ټکر او تشنج ټولو ته صدمه رسوي.))
ابدالي له هند سره د افغانستان د اړيکو په اوويل، هند يواځېنى هېواد دى چې له افغانستان سره له اخلاصه ډکې مرستې کړې دي.
د هغه په وينا، هند په تېرو څو کلونو کې له درې ميليارده ډالرو زياتې په ملکي او نظامي برخو کې مرستې کړې دي.
نوموړي په ځانګړې توګه د ايران د چابهار بندر يادونه وکړه چې د هند د سلګونو ميليونو ډالرو په مرستې رغول شوى او افغانستان يې له نړۍ سره ونښلاوه.
ابدالي زياتوي چې همدا اوس ١٦زره افغان محصلين په هند کې زده کړې کوي او ٦٠زره نور يې د هند له پوهنتونونو فارغ شوي دي.
پخواني سفير له هند سره اړيکې مهمې وبللې اوغوښتنه يې وکړه چې دې اړيکو ته بايد په ښه توګه ادامه ورکړل شي.