د انتظار خادم ليکنه

ویل کېږي چې واشنګټن له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې بوخت ښار دی. ټول خلک په منډه وي، لوی مجالس په شور کې وي، سیاسي معاملې په زور کې وي، او عجیب مسایل د ځمکې سر ته راووځي. سپینه ماڼۍ د نړۍ تر ټولو غښتلی مقام ګڼل کېږي ځکه نو زورواکي، چارواکي، ميلیونران، د تیلو خاوندان، مبصرین او پوهان په ډلو ډلو وویشل شي او ډول ډول چارې سرته رسوي. دا هغه شپې او ورځې وي چې د نړۍ لوی مقام ته د رسیدلو مزل په کې طى کېږي او نوماندان هڅه کوي ترڅو په هره شونې لار تر خپله سیاله ګړندی منزل ته ورسیږي. دا د ژمنو، کړنو او ویناوو موسم دی او تر ډیره حده نوماندان هر هغه څه وایي چې ولس یې غواړي.

که نوماندان پر افغانستان بحث نه کوي، ایا افغانستان هغه مسله ده چې نور نو د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې ځای نه لري؟

تیره ورځ د امریکا په اوهایو ایالت- کلیولند ښار کې د جمهوري خواهانو ګوند ریاستي نوماندانو خپلمنځي لومړۍ مناظره ترسره کړه. فاکس نیوز ددې مناظرې کوربه توب درلود. په دې یونیم ساعته بحث کې ټول مسایل د امریکا په امنیت، ټکس، کار موندنې، مهاجرت، ایران-امریکا اتومي معامله، عراق، سوریې او داعش کې منحصره پاتې شوه. نوموړي مبحث ته دقیق غوږ وم لیکن له بده مرغه، افغانستان لکه هیره شوې کيسه د خلکو له یاده وتلې وه. په داسې حال کې چې لا هم افغانستان د اور تنور دی، لا هم هره ورځ د سلګونو بې ګناه انسانانو وینې توییږي، لا هم ميلیونونه افغانان وچې ډوډۍ ته لاسرسى نه لري، او لا هم هره شپه بې شمیره کورنۍ د غم په ټغر ناستې وي لیکن د امریکا د بشر پالنې مدعیانو افغانستان هیر کړی دی.  ښه بیلګه به یې د کابل د تیرې شپې قیامت ته ورته چاودنه وي چې تر ۴۵۰ زیات بې ګناه وګړي په کې ژوبل او ۴۸ په کې شیهدان شول لیکن بشر پالو پری اف قدرې هم ونه کړ.

امریکا ۸۷ کاله کېږي چې له افغانستان سره راشه درشه لري. دا اړیکې هله ډیرې تودې شوې چې شوروي پر افغانستان حمله وکړه او د جیمي کارتر سلاکار بریژنسکۍ د ویتنام د غچ اخيستلو پلان طرحه کړ. شوروي مات شو، سوړ جنګ پاى ته ورسید، د میخایل ګوربچوف په توطیه شوروي امپراتوري ړنګه شوه، نجیب وپرځید، خپلمنځي لعنتي جنګ  پیل شو او امریکا له افغانستانه پښي سپکې کړې. دا هغه وخت وو چې نور نو داسې څه پاتې نه وو چې د واشنګټن میشتو خوب یې تښتولی وي.

د افغانستان جګړې لیکوال پیټر تامسن چې د ۱۹۸۹ کال نه بیا تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان د قضيې لپاره د لومړي بوش خاص استازى و، لیکي چې په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان نه د امریکا مخ اړول ، د امریکا تر ټولو لویه ستراتیژیکه غلطي وه. ولسمشر بوش او د بهرنیو چارو وزیر جیمز بیکر د ګوربچوف په ملاتړ سړه جګړه پای ته رسوله ځکه نو دا وخت افغانستان دويمه درجه اړینه مسله شوه.

د روس-امریکا د سوړ جنګ کشمکش تر ۱۹۸۹-۱۹۹۱ کال پورې دوام وکړ. دا هغه کلونه وو چې د واشنګټن تمرکز له افغانستان نه شوروي ته واوښت او افغانان ورځې بلې ته په هیریدو شو. کله چې امریکا د شوروي په پرځیدو یقیني شوه، ۱۹۹۱ کال ولسمشر بوش ته د میلو او خوښیو کال شو او اړینه یې ګڼله چې افغانستان باید نور د درېیمې درجې (فرعي) قضيې په حیث تعقیب شي.

همدا شان، سپتمبر ۱۳، ۱۹۹۱ کال، هغه مهال چې د امریکا سیاسي احزابو په افغانستان کې د امریکا د اوږده مهال مداخلې اړوند مخالفه رایه ورکړه، افغانستان څلورمه درجې ته راولوید مګر کله چې نوموړې پرېکړه د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه په عمل کې پیاده شو، نو کرار کرار افغانستان په بشپړ ډول یو تکراري، ستړې کوونکې کیسې ته ورته شوه او باید نور نو د مبحثونو له احنډا وتلی وي.

د امریکا غلفت، جفا او جهالت ددې باعث شو چې ميلیونه انسانان ووژل شول، ملي شتمنۍ تباه شوې، د ۹/۱۱ واقعه ترسره شوه او د راتلونکي لپاره د افغانانو امید له خاورو سره خاورې شو.

لکه احمدشاه مسعود، قوماندان عبدالحق به په جهر ویل چې افغانستان د بهرنیو عسکرو ځای نه دی او نه هم بهرني عسکر په دې خاوره کې د حل لار پرانيستي شي، بلکې د حل لار د نړیوالو د صادقانه مرستو او پاک نیت پورې منحصره ده. له بده مرغه، د ۹/۱۱ واقعه رامنځته شوه او دويم بوش په پوره بې باکۍ افغانستان ته په لومړیو ورځو کې ۱۰۰۰۰ امریکایي عسکر راولیږل. له هغې ورځې د افغانانو د مرګ تماشا پیل شوه. زه باور لرم چې د تیرو ۱۳ کلونو په جګړه کې د نړیوالو قوتونو د نظامي ځواک د استعمال څرنګوالی له تاوانه پرته بل څه له ځانه سره نه درلودل او غوره وه چې نړیوال وتلي وای لیکن بیا ځل افغانستان په بشپړه توګه هیرول او افغان روان امنیتي او افتصادي وضعیت بابیزه ګڼل، به بیا ځل د لوی نړیوال تهدید او حادثاتو په معنی تعبیر شي.

سره له دی چې جمهوري خوا ریاستي نوماند لیندزي ګراهم (د سنا د بهرنیو نظامي عملیاتو د کمیټې مشر) هم د تیرې شپې په مناظره کوونکو کې ولاړ وو لیکن یوه خبره یې هم د افغانستان اړوند ونه کړه.   دیموکراتان لا وار د مخه د افغان جنګ ګډ وډ پریښودلو ته وارخطا دي او که دیموکراته نومانده هلیلري کلنټن ګټونکې شي، نو دقیقه وړاندوینه کېږي چې افغانستان به بیا ځل یوې هیرې شوې کیسې ته ورته شي.  

که افغانستان بیا ځل هیر شي، نو څه به وشي؟ هیڅ هم نه. بس بیا ځل به زرګونه بې وزله افغانان ووژل شي، بیا ځل به نړۍ د افغانستان په درو بانډو کې په لوی لاس د جوړ شوي تروریزم ښکار شي او بیا ځل به مصنوعي قیامت رامنځته شي.

وروستۍ دا چې په افغانستان کې د نړیوالو دایم الوقت حضور د حل لار نه ده. ژو وي  که وروسته باید افغانان خپل برخلیک په خپله وټاکي لیکن دوه مسایل تر ډیره حده اړین دي:

·         لومړی دا چې نړیواله ټولنه باید بیا ځل افغانستان دويمه او درېیمه درجه ارزښت نه کړي، او

·         دويم دا چې باید له افغان ولس سره په ګډه د نشه یي توکو، مافیايي خوځښتونو او ملي بیلتون د ترسیم شوو توطیو مخه ونیسي ترڅو افغانان د ارام ساه واخلي او سیمه رښتينې سولې شاهدان شي.

انتظار خادم په امریکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدرېشن د سولې سفیر او د غږ خیریه بنسټ رییس دى

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي