کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٤): د کابينې د پاتې ١٦ کانديد وزيرانو ژوند ليکونه چې د ولسمشر غني له خوا د باور رايې اخيستو په موخه ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي دي.

١-د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کانديد وزير، عبدالباري جهاني:

عبدالباري جهاني د عبدالاحمد زوى په ١٣٢٧لمريز کال کې په کندهار ولايت کې زېږېدلى دى.

نوموړي خپلې لومړنـۍ زده کړې په کندهار کې پاى ته رسولې او په ١٣٥١لمريز کال (١٩٧٢زېږديز) کې د کابل پوهنتون د تاريخ او جغرافيې له څانګې فارغ شوى.

نوموړى په ١٣٦٠ کال کې پاکستان ته کډوال شو او له دوو کلونو وروسته امريکا ته ولاړ او هلته يې په امريکا غږ راډيو کې دنده پيل کړه.

جهاني تر اوسه لسګونه شعري ټولګې، ژباړې او علمي او تاريخي اثار خپاره کړي او ځيني اثار يې دري او انګليسي ژبو ته هم ژباړل شوي دي.

 نوموړي ته د هېواد د ملي سرود د شعر ليکلو وياړ هم ورپه برخه شوى او د اساسي قانون د تدوين کمېسيون غړى هم و.

٢- د اوبو او برېښنا وزارت کانديد وزير، علي احمدعثماني:

انجنير علي احمد عثماني په ١٣٥١ لمريز کال کې په هرات ولايت کې نړۍ ته سترګې غړولې او په ١٩٩٠ لمريز کال کې يې د هرات پوهنتون له انجنيري پوهنځي ليسانس اخيستى، ماسټري يې د انجنيرۍ په برخه کې د ايران د مشهد په پوهنتون کړې او پر دې سربېره په بېلابېلو څانګو کې روزل شوى دى.

عثماني د هرات د ښاروال، د انساني مرستو موسسې، د خوړو په مقابل کې د کار پروګرام، په لوېديځ زون کې د اروپايي ټولنې او د خوړو نړيوال سازمان د پروګرامونو د همغږي کوونکي او د هرات انجنيري پوهنځي د استاد، د لوړو زده کړو وزارت د علمي سلاکار او په کابل کې د خصوصي پوهنتون د استاد په توګه کار کړى دى.

٣-د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت کانديد وزير ګلاب منګل:

محمدګلاب منګل د يار الدين زوى په ١٣٣٦ لمريز کال په پکتيا ولايت کې زېږدېدلى، لومړنۍ زده کړې يې د دغه ولايت په مرکز کې ترسره کړې دي.

 په ١٣٥٨ لمريز کال کې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى.

منګل د ملي اردو په ليکو کې د ډګروالۍ تر رتبې دنده اجرا کړې او د لنډمهال حکومت له راتګ او وروسته دورو کې يې د پکتيکا، لغمان او هلمند ولايتونو د والي په توګه دنده اجرا کړې ده.

٤- د ښار جوړونې کانديد وزير سيد سادات نادري:

سيد سادات منصور نادري د حاجي سيد منصور نادري زوى د ١٣٥٥ کال د کب په ٢٢مه د کابل ښار په يوه روڼ اندې او متدينه کورنۍ کې زېږېدلى دى.

نوموړي خپلې زده کړې د ايتمورهيرو په عالي ښوونځي او لوړې زده کړې يې د انګليستان په هيرو کالج کې ترسره کړې دي.

نوموړي په ١٣٨٧ لمريز کال کې د انګليستان له (North London) پوهنتون د اقتصاد او نړيوالې سوداګرۍ کې لومړى درجه ډيپلوم ترلاسه کړى دى.

نادري د افغانستان لپاره د اغا خان ملي کونسل د اقتصادي کمېټې د مشر، د افغانستان مرکزي بانک د مديره پلاوي د غړي په توګه کارونه کړي دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف کې د شېرين بويې د پروسس او چاڼ د لومړۍ فابريکې بنسټ اېښودل، د افغانستان بېمه شرکت په نوم د لومړي بېمې شرکت رامنځته کول او د پټروليم –کابل صدف شرکت جوړول د ده له کارونو څخه دي.

نادري همدارنګه په ١٣٩١ لمريز کال د امريکا متحده ايالاتو له خوا د سوداګرۍ له لارې سوله Peace Through Commerce) ( ، تر نامه لاندې مډال او ستاينليک هم ترلاسه کړى دى.

٥- د عامه ګټو وزارت کانديد وزير محمود بليغ:

محمود بليغ په ١٣٥٠ لمريز کال کې په دايکنډي کې زېږېدلى دى.

بليغ په انجنيري کې ماسټر ي لري ، د اقتدار ملي اوونيزې د مسوول مدير او د کابل پولي تخنيک پوهنتون د استاد په توګه يې دندې اجرا کړې.

نوموړي د ليسانس دوره په انجنيرۍ برخه کې په تهران پوهنتون کې په لوړو نومرو سرته رسولې او د جيوتکنيک ماسټري دوره يې د امير کبير له صنعتي پوهنتون څخه د عمومي اول نومره په درجه ترلاسه کړې او د "طراحی و تحليل پايداری تونلها با استفاده از داده های ابزار دقيق"په نوم تيزس يې ليکلى دى.

نوموړي د اساسي قانون د تدقيق کمېسيون د دارالانشاء د کارپوه او وروسته په خصوصي برخه کې د سړک جوړونې د ساختماني او انجنيري شرکت په جوړولو سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړى دى.

له١٣٩٢ کال راهيسې تر اوسه پورې د ابن سينا پوهنتون رييس هم دى.

٦- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ کانديد وزير عبدالرازق وحيدي:

عبدالرزاق وحيدي په ١٣٥٥ لمريز کال په کابل ښار کې زېږېدلى او خپلې لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ تر کچې په ايران کې ترسره کړې دي.

نوموړي په کابل پوهنتون کې د رياضي او کمپيوټر په برخه کې د استاد، د کانکور کمېټې د غړي، د ماليې وزارت عمومي اداري رييس، د افغانستان د رياضي پوهانو د ټولنې مشر، د ماليې وزارت د دفتر رياست سرپرست او د دغه وزارت د مرستيال په توګه دندې اجرا کړې دي.

٧- د کرنې،‌ اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت کانديد وزير اسدالله ضمير:

اسدالله ضمير د اروښاد حاجي محمد دل ضمير زوی  په ١٣٥٩ لمريز کال په کابل ولايت کې زېږېدلی دی. هغه تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړې. يوه ماسټري‌ د اقتصاد په برخه کې د امريکا له کليفورنيا پوهنتون څخه او بله يې د مديريت په برخه کې د پاکستان له پرېسټن پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.‌

 هغه د اقتصاد، ‌کرنيزې پراختيا،‌ کليوالي پراختيا،‌ د طبيعي سرچينو د پراختيا او ستراتيژيک پلان جوړونې په برخو کې کاري او مسلکي تخصص د طبيعي سرچينو، د کليو پراختيا،‌ ښوونې او روزنې،‌ نړيوالو ادارو او خصوصي سکتور په برخو کې ١٤ کلنه تجربه لري.
 هغه د کليو د بيارغونې او پراختيا،‌ پوهنې،‌ کانونو او پټروليم وزارتونو د ستر سلاکار او په کرنې وزارت کې د پروګرامونو د عمومي‌ رييس په توګه کار کړی دی. 

٨- د سوداګرۍ او صنايعو وزارت کانديد وزير همايون رسا:

همايون رسا د محمد رمضان رسا زوى په ١٣٤٥ لمريز کال په غزني ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په غزني کې ترسره کړې او د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د طبيعي علومو له څانګې ترلاسه کړى دى.

رسا په پاکستان کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ماسټري اخيستې، هغه د کابل د پوهنتون استاد، د ولسمشرۍ رياست د دفتر مرستيال، د پوهنې وزارت د مرستيال، د ملي امنيت عمومي رياست د تاميناتو دفتر مرستيال پاتې شوى او د ملګرو ملتونو په يو شمېر ادارو کې يې هم کار کړى دى.

٩- د ښځو چارو وزارت کانديد وزيره دلبر نظري:

دلبر نظري د عبدالنظر لور، په ١٣٣٤ لمريز کال د سمنګان ولايت په خلم ولسوالۍ کې زېږدلې او لومړنۍ زده کړې يې په خپله ولسوالۍ کې سر ته رسولې دي.

مېرمن نظري د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړى او په ٢٠١١ زېږديز کال کې يې يو بل سند هم د کاتب پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه ترلاسه کړى دى.

نظري د ولسي جرګې د غړې او په کابل، بلخ او سمنګان کې د يو شمېر ښوونځيو د سر ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې دي.

١٠- د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت کانديد وزير محمدالله بتاش:

محمدالله بتاش د حاجي بوري زوى په ١٣٤٠ لمريز کال د کندوز ولايت د بتاش ولسوالۍ په دُرمن کلي کې زېږېدلى دى.

نوموړي خپلې زده کړې د روسيې د کوبان دولتي پوهنتون په ټولنيزو علومو څانګه کې ترسره کړې، د ماسټرۍ سند يې په ١٩٨٥ کال کې په مسکو کې د نړيوالو اړيکو او د ډاکترۍ سند يې هم په همدغه هېواد کې اخيستى دى.

بتاش د وزيرانو شورا د چارو ادارې او دارلانشاء د سلاکار، د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) د کورني سلاکار او په ورته وخت کې د دولت رياست د لوړ پوړو چارواکو د ټاکنو بورډ د غړي په توګه دنده اجرا کړې ده.

نوموړي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د حقوقي سلاکار، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مرستيال او سرپرست، د همدغه وزارت د پاليسۍ مرستيال په توګه دندې اجرا کړې او له ١٣٩١ لمريز کال راهيسې د فارياب د والي په توګه پاتې شوى دى.

د هغه مورنۍ ژبه ازبکي ده، خو په دري، پښتو، روسي او انګليسي ژبو هم خبرې کولاى شي.

١١- له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت کانديد وزيره سلامت عظمي:

سلامت عظيمي د محمد عظيم لور په ١٣٤٤ لمريز کال کې د فارياب په اندخوى ولسوالۍ کې زېږېدلې ده.

نوموړې له لومړنيو زده کړو وروسته په ١٣٦٨ کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوې او تر دې وړاندې يې د بلخ پوهنتون د استادې او مرستيالې په توګه دنده اجرا کړې ده.

عظيمي د بېړنۍ لويې جرګې، د سولې مشورتي لويې جرګې او له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليک په اړه د جوړې شوې لويې جرګې غړيتوب هم درلودلى دى.

١٢- د اقتصاد وزارت کانديد وزير، عبدالستار مراد:

عبدالستار مراد د مولوي دادمحمد خان زوى په ١٣٣٦ لمريز کال د پروان د چاريکار په ښار کې زېږېدلى دى.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په پروان کې ترسره کړې او د ليسانس سند يې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د کابل له حربي پوهنتون څخه ترلاسه کړى او د ماليزيا له پوهنتون څخه يې د عامه پوهاوي په برخه کې ماسټري اخيستې ده.

تر دې وړاندې يې د بهرنيو چارو وزارت د لومړۍ سياسي څانګې د مسوول مدير، په ماليزيا کې د افغان سفارت د شارژادفير او د کاپيسا د والي په توګه دندې اجرا کړې دي.

١٣- د کار او ټولنيزو چارو وزارت کانديد وزيره ډاکتره نسرين اورياخېل:

نسرين اورياخېل د زمان الدين اوريا خېل لور په ١٣٤٣ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلې ده.

نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په رابعه بلخي لېسه کې کړې. لوړې زده کړې يې د کابل طب پوهنتون په نسايي ولادي څانګه او ماسټري يې د عامې روغتيا په برخه کې ترلاسه کړې ده.

 مېرمن اورياخېل تر دې وړاندې د کابل طب پوهنتون د استادې او همدارنګه په کابل کې د رابعه بلخي او ملالۍ روغتونونو د مشرې په توګه کار کړى دى.

١٤- د عدليې وزارت ته کانديد، ډاکتر عبدالبصير انور:

دوکتور عبدالبصير انور په ١٣٣١ لمريز کال کې د پروان په جبل سراج ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.

نوموړي د ليسانس سند د کابل پوهنتون له طب پوهنځي څخه ترلاسه کړى. لومړۍ ماسټري يې په ١٩٩٨ کال په اسلامي علومو او دويمه ماسټري يې په ١٩٩٠لمريز کال کې په سياسي علومو او اداره کې اخيستې ده.

انور په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر حامد کرزي د سلاکار او د افغانستان اسلامي حزب د سياسي کمېټې د مشر په توګه کار کړى دى.

نوموړي همدرانګه د مرستيال پست او وروسته د عامې روغتيا سرپرست، افغان اسلامي دولت د صدارت او ارګ سلاکار، د ولسمشر استازي او د افغانستان اساسي قانون د تدوين کمېسيون د غړي په توګه کار کړى دى.

١٥- د پوهنې وزارت نوماند اسدالله حنيف بلخي:

اسدالله حنيف بلخي د مولوي محمد حنيف بلخي زوى، په ١٣٣٦ لمريز کال د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړى د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د ام القرا له پوهنتون څخه د شريعت او قانون په څانګه کې د ليسانس، ماسټري او دوکتورا سندونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي په کوېټ کې د افغان سفارت د سياسي مستشار، د بهرنيو چارو وزارت د حقوقو او تړونونو رياست د مرستيال، د پوهنې وزارت ښوونيز پراختيايي نصاب د سلاکار، په کوېټ کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سفير او فوق العاده استازي او د جمهوري رياست د "مرکز اعتدال"د سلاکار په توګه دندې اجرا کړې دي.

بلخي له عربي څخه فارسي ته ١٦ ټوکه بېلابېل کتابونه ژباړلي او له فارسي، پښتو، عربي، انګليسي او اردو ژبو سره بشپړه بلدتيا لري.

١٦- د لوړو زده کړو نوماند وزيره فريده مومند:

فريده مومند په ١٣٤٤ لمريز کال کې زېږېدلې او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د کابل ښار په رابعه بلخي ښوونځې کې پاى ته رسولې دي. په ١٣٦٧ کال کې د کابل طبي پوهنتون څخه فارغه شوې ده.

مومند د طبي پوهنتون د استادې، د تخصص د اکمال پروګرام د روزونکې، په تخار ولايتي روغتون کې د ماشومانو متخصصې، د کابل طبي پوهنتون د علمي شورا د غړې، د افغانستان د ماشومانو ډاکترانو د ټولنې مرستيالې، د کابل طبي پوهنتون د ښځو استازې په توګه دندې اجرا کړې دي.

ډاکترې فريدې مومند په ګڼو ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې ګډون کړى او د ماشومانو د درملنې په برخه کې يې ګڼ اثار ليکلي دي.

١٧- د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني:

صلاح الدين رباني د شهيد استاد برهان الدين رباني زوی او د ۱۳۵۰ لمريز کال د غويي مياشتې په ١٥مه په کابل کې زېږېدلى دى.

لومړنۍ زده کړې يي په پاکستان کې کړي او د تيلو او زيرمو په برخه کې يي د ليسانس سند د عربستان له ملک فهد پوهنتون او دمديريت او تجارت په برخه کې لومړۍ ماسټرۍ د انګلستان له ګنګسټون پوهنتون او دويمه ماسټري يي د نړيوالو اړيکو په برخه کې د امريکا له کولمبو پوهنتون څخه تر لاسه کړى ده.

رباني د سولې عالي شورا د مشر، په ترکيې هېواد کې د افغانستان د سفير، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي سياسي سلاکار،د جمعيت اسلامي ګوند د سلاکار او د دې ګوند د مشر په توګه دندې تر سره کړي دي.

ربانې د ١٣٩٣لمريز کال د سلواغې په مياشت کې له ولسي جرګې د بهرنيو چارو د وزير په توګه د باور رايه ترلاسه کړه.

هغه په دري، پښتو، عربي، اردو او انګليسو ژبو ليک او لوست کولاى شي.

رباني متاهل او د څلورو بچو پلار دى.

١٨- د کانونو او پټروليم وزير ډاکتر داوود شاه صبا:

ډاکتر داوود شاه صبا د مرحوم عبدالصمد زوی د ۱۳۴۳ لمريز کال د غويي په ٢١مه د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

صبا لومړنۍ زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي کې سر ته رسولې او د ليسانس سند يې د کابل له پولي تخنيک پوهنتون څخه ترلاسه کړى دى.

صبا د کابله په پولي تخنيک او د هند هېواد زيوريز پوهنتونونو د استاد، د برګ سبز شرکت د مشر، د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د ليکوال، د امريکا د متحده ايالاتونو د اى ار ډي موسسې د سلاکار او مرستيال، د ولسمشر حامد کرزي د سلاکار او د هرات د والي په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

صبا د ١٣٩٣لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د کانونو او پټروليم د وزير په توګه له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.

هغه په دري، پښتو، انګليسي او روسي ژبو تسلط لري.

١٩- د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي:

نورالحق علومي د عبدالعظيم خان علومي زوی، د ۱۳۲۲ لمريز کال د زمري په ۲۵مه نېټه په پلازمېنه کابل کې زېږدلى دى.

لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د کابل په حبيبيې لېسه کې پاى ته رسولې او د ليسانس سند يې د کابل له حربي پوهنتون څخه ترلاسه کړى او په پوځي برخه کې نورې لوړې زده کړې يې په پخواني شوري اتحاد او په امريکا متحده ايالتونو کې کړې دي.

علومي د لومړي نمبر قول اردو د رييس ارکان، د کندهار د قول اردو د قوماندان، د جنوبي ولايتونو د تنظيمه رييس، د ملي متحد ګوند د مشر او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د کندهار د خلکو د استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.

علومي د ١٣٩٣ کال د سلواغې په مياشت کې د کورنيو چارو د وزير په توګه له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.

علومي په دري، پښتو، انګليسي او روسي ژبو خبري، ليک او لوست کولاى شي.

علومي متاهل دى او دري بچيان لري.

٢٠-  د ماليې وزير اکليل احمد حکيمي:

اکليل احمد حکيمي په ١٣٤٧ کال کې په کابل کې نړۍ زېږدلى دى.

هغه ثانوي زده کړې د کابل په استقلال لېسه کې کړې او د کابل له پوليتخنيک انسټيټيوټ څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى دى.

حکيمي په ١٣٧١ کال کې په بهرنيو چارو وزارت کې پر دنده وګومارل شو خو په ١٣٧٣ کال کې د امريکا متحده ايالتونو ته ولاړ او هلته يې د انجنیرۍ، بانکدارۍ، مدیریت، بازارموندنې او ستراتیژیکې پلانګذارۍ په برخو کې کار وکړ.

دى په ١٣٨١ کال کې هېواد ته راستون شو او د مالیې وزارت د سلاکار په توګه وټاکل شو.

تر دې وروسته هغه په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر او په ورته وخت کې د مغولستان لپاره د نا استوګن سفیر، په توکیو کې د افغانستان سفیر او په ورته وخت کې په فلپین او سنګاپور کې د نا استوګن سفیر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

ده د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو په کمېسیون کې د حکومتي موسسو اداري او مالي جوړښت او وړتياوو د لوړوالې په برخو کې هم کار کړى.

اکلیل حکیمی تېر کال د سلواغې په اتمه د ماليې د وزير په توګه له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.

 

٢١-  د کلیو پراختیا وزیر نصیراحمد درانى:

٦٢ کلن نصیراحمد درانی د شهید حاجي شاه محمد زوی د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندرهاري کلي اصلي اوسېدونکی دی.

ده د بکلوريا سند د کابل د ثانوي تخنیک لېسې د برېښنا له څانګې ترلاسه کړى او د کابل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي د ميخانيک انجنيرۍ له څانګې يې د ليسانس سند ترلاسه کړى دى.

دراني په ١٣٨٨ کال کې د امریکا د متحده ایالتونو د نبراسکا پوهنتون د پرمختیا او بیارغونې په برخه کې د فوق ليسانس په کچه زده کړې کړې دي.

نصیراحمد دراني له ۱۳۵۹ کال راهيسې د کانونو او پټرولیم وزارت د جامدو کانونو د چارو د تنظیم او انسجام د معین او د دغه وزارت د اقتصادي سلاکار، د افغانستان د انرژۍ سکټور د څېړنې لپاره د انګلستان د انرژۍ او مارکېټ کمپنۍ او د فرانسې د سوپر ګاز کمپنۍ د مسوول په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه په پېښور کې د وسپنې د ویلې کولو (ذوب) فابریکې د مدیر، د فواید عامې وزارت د ادارې لوی رییس، پېښور کې د ويټا (VITA) نادولتي موسسې د تخنیکي سلاکار او د کانونو او پټرولیم وزارت د پانګې اچونې عمومي مدیر په توګه هم کار کړى دى.

درانى په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبرې کولاى شي.

نصيراحمد دراني تېر کال د سلواغې په اتمه د کليو د بيارغونې او پراختيا د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه.