Balkh governance system to be improved: PC head

مزارشريف (پژواک، ٢٩ غويى ٩٤): د  بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش وايي چې د دغه ولايت حکومتي چارې له ستونزو سره مخ دي؛ خو د سمون لپاره يې ګړندۍ هڅې پيل کړې دي.
نوموړي د غويي په ۲۹مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د بلخ ولايت په پوهنې او عامې روغتيا رياستونود خپلو چارو په سمه توګه نه تر سره کېدو او پر امنيتي ارګانونو يې په غيرقانوني چارو کې د لاس لرلو تور پورې کړ.
د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش وويل چې هره ورځ ولايتي شورا ته د بلخ ولايت له بېلابېلو سيمو تر ۳۰۰ پورې عام خلک د خپلو ستونزو د شريکولو لپاره د هغو د حل په موخه راځي.
نوموړي زياته کړه چې د ولايتي شورا د دې دورې له پيلېدو اووه مياشتې تېرې شوې چې دوه مياشتې يې يواځې د ولسي جرګې له خوا د ولايتي شوارګانو د نظارت حق اخيستو په لانجه کې تېرې شوې.
خو د هغه په وينا، د بلخ ولايتي شورا په تېرو پنځو مياشتو کې هم د ياد وړ چارې د بلخ ولايت د اوسېدونکو لپاره ترسره کړې دي.
خيراندېش وويل چې د ځينو دولتي قراردادونو له سره تمديد، د پوهنې رياست د چارو د ارزونې پيل، په امنيتي ارګانونو کې ځيني پوليس له غير قانوني چارو منع کول او د بلخ د عامې روغتيا رياست د چارو په اړه راپور چمتو کول د بلخ ولايتي شورا مهمې کړنې دي.
نوموړي د پوهنې رياست د چارو د بيا کتنې په اړه وويل چې د ښوونځيو د چارو د ارزونې لپاره يې د کتنې يو فورم جوړ کړی چې له مخې يې په ښوونځيو کې روانې هر اړخيزې چارې ارزوي.
هغه زياته کړه چې دغه کتنه لا بشپړه نه ده؛ خو تر دې دمه شوې چارې يې په ډاګه کوي چې د بلخ ولايت د پوهنې چارې له هر اړخيزو ستونزو سره مخ دي.
د ده په وينا، له بده مرغه دولتي ادارې سياسي شوې چې په کې د کارکوونکو ګومارنه، لرې کول او چارې ترسره کول يې په سياسي کسانو او د هغوی چلندونو باندې تر ډېره څرخي.
د بلخ ولايتي شورا رييس خيراندېش وويل چې د دغه ولايت معارف هم له دې ستونزې سره مخ دی.
نوموړی زياته کړه، په ښوونځيو کې داسې کسان هم شته چې له تېرو شلو کلونو په يو ښوونځي کې د مدير په توګه دنده ترسره کوي، خو د ښوونکي وړتيا هم نه لري.
خيراندېش وايي: ((داسې کسان شته چې له تېرو لسو کلونو، پنځلس کلونو، شل کلونو په يو ښوونځي کې د مدير په توګه دنده تر سره کوي؛ خو د يو ښوونکي وړتيا هم نه لري؛ نو څرګنده ده، چې دغسې خلکو سره د چا ملاتړ وي، کنه ولې داسې وشي.))
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په ډېرو سيمو کې ښوونکي  او زده کوونکي ښوونځيو ته نه ځي، عملي معارف خورا کم دی چې دوی به يې د ارزونې په روانه لړۍ کې په سمه توګه ارزوی او لوړپوړو دولتي چارواکو ته به يې د سمونې لپاره خبر ورکوي.
د ولايتي شورا رييس د دولتي قراردادونو په برخه کې وويل چې د دوی د هڅو له برکته د ځينو دولتي قراردونو مالي اړخ قوي شوی دی.
نوموړي د بېلګې په توګه د حيرتان د رېګ قرارداد يادونه وکړه چې د معدن رياست په ۵ميليونه افغانيو ورکړی و؛ خو د د وی د مداخلې له امله دغه قرارداد په ۱۳ميليونه افغانۍ ورکړل شو.
د ولايتي شورا رييس وويل چې د بلخ په ملي پوليسو کې هم خورا ستونزې وې، چې دوی پرې له خبرېدو سره سم غږ پورته کړ.
خيراندېش زياته کړه: ((په مزارشريف ښار کې ځينو پوليسو د موټرو په غلاوو او ځينو د خلکو په مسمومېدو کې لاس درلود.))
د هغه په وينا دغه ګروپونه اوس هم په پوليسو کې شته؛ خو د ولايتي شورا د غږ پورته کېدو له امله اوس د د دغو ناوړه چارو څخه لاس په سر شوي دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس د دغه ولايت په عامې روغتيا رياست هم د غير قانوني کړنو د تر سره کولو تور ولګوه.
نوموړي زياته کړه، چې د عامې روغتيا د چارو په اړه يې يو راپور چمتو کړی چې ډېر زر به يې د ولايت مقام اداري ناستې ته وړاندې کړي.
هغه وويل: ((دغه راپور په ډاګه کوي چې په عامې روغتيا رياست کې هېڅ کار نه ترسره کېږي او که تر سره شي نو د پيسو په بدل کې ترسره کېږي.))
د ولايتي شورا همداراز وويل چې په عامې روغتيا رياست کې د لس ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت طبي تجهيزات اخيستل شوي وو چې اوس يې له ډېرو کار نه اخيستل کېږي، همداسې ايښودل شوي دي.
د ولايتي شورا رييس خيراندېش که څه هم مزارشريف ښار کې شوې بيارغونه د افغانستان په کچه وستايله؛ خو ويې ويل چې لا هم په هغه اندازه نه ده، څومره چې په دغه ښار کې پيسې لګول شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې بار بار يې د مزارشريف ښار پر غير متوازن انکشافي پلان  نيوکې کړي، چې د ښار يو لور ته د بيارغونې چارې ګړندۍ ترسره شوې او بل لور ته د نشت برابرې دي.
د هغه په وينا، چېرې چې کار شوی خلک خوښ دي او چېرې چې نه دی شوی خلک له حکومت څخه خپه دي.
خو د ولايتي شوار رييس ټينګار وکړ چې له دې وروسته به داسې نه کېږي، د بلخ ولايت پراختيايي پلان ته به بدلون ورکوي چې د بيارغونې چارې په سمه توګه ترسره شي.
نوموړي په بلخ کې پر شته ستونزو سربېره د هېواد په کچه د بلخ هر اړخيزې چارې ښې وګڼلې، زياته يې کړه چې د ياد ولايت امنيت، بيارغونه او نورې چارې تر ډېره د افغانستان په کچه ښې دي.