کابل ولايت د هېواد په مرکزي زون کې موقعيت لري، چې مرکز يې کابل ښار(پلازمېنه) دى.
د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل ولايت په يو شمېر ولسواليو او خپله په کابل ښار کې ګڼ کانونه شته، چې د شوو سروې ګانو له مخې مشهور هغه يې د مس، تالک، ياقوتو، زينتي او مرمر ډبرو له کانونو څخه عبارت دي، چې تفصيل يې په لاندې ډول دى:
١- د جوهر د مسو کان :
د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کان (جوهر) په نامه شهرت لري، چې پېرړوالى يې له ١،٥ څخه تر ٣٢ مترو او اوږدوالى يې ١٥٠ متره دى. همدارنګه د کابل پوليتخنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د استاد پوهاند دوکتور نقيب الله سهاک د معلوماتو له مخې، د جوهر مسو په کان کې چې د کابل په سوېل کې موقعيت لري، د مسو کميت يې ٣٣،٠ څخه تر ٥٦،٢ سلنې پورې رسېږي او ژورالى والى يې تر ٣٠٠ مترو پورې تثبيت شوى دى.
٢- د دربند د مسو کان :
د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه کان تثبيت شوې زېرمې څه باندې يو ميليون ټنه دي او د کان پېرړوالى له ١٠٠ څخه تر ١٠٠٠ مترو او اوږدولى يې ٧ کيلومتره دى. همدارنګه د پوهاند دوکتور نقيب الله سهاک د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې د مسو کميت له ٠،٥٨ څخه تر ١،٥٥ سلنې پورې دى او د کان ځينې برخې خال لرونکي دي او د استاد په خبره، چې په کره مطالعې سره امکان لري چې د دغه کان زېرمې، چې اوس يو ميليون ټنه تثبت شوې؛ تر دې هم لوړېدلى شي. دغه کان د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې موقعيت لري.
٣- د تالک کان:
د تالک کان د کابل په سوېل لوېديځه برخه کې په للندر تنګي کې موقعيت لري.
که څه هم د دغه کان د کشف او زېرمې په اړه لا پوره معلومات نشته، خو د پوهاند دوکتور نعقيب الله سهاک د معلوماتو له مخې، دغه کان د څلورو کاني زونونو لرونکى دى، چې د زونونو اوږدوالى يې له ١٠٠ څخه تر ٨٠٠ مترو پورې رسېږي. په يادو شوو زونونو کې ٣ضرب ٥ تر ٢٠ ضرب ٣٠ تالکي اجسام بېلېږي او د همدغه استاد په خبره، چې دغه کاني توکي پخوا د ځايي خلکو له خوا استخراجېدل.
٤- د ياقوتو کان:
د جګدلک کان د کابل ښار په سل کيلومترۍ کې د سروبي ولسوالۍ سوېل لوېديځ ته نږدې په ٣٥ کيلومترۍ کې پروت دى، چې ټوليز مساحت يې څه باندې ١٥کيلومتره مربع دى. که څه هم روسانو د جګدلک د ياقوتو په کان تر يوې کچې کار کړى، خو لا هم د دغه کان زېرمه څرګنده نه ده او يواځې ويل کېږي چې په هر متر مکعب کې يې له ١٢٢/٢ تر ١٥٧/٣ ګرامه پورې ياقوت شته دي.
د جګدلک کان په دوو برخو وېشل شوى دى، يوه برخه يې ځايي خلک د امير شېرعلي خان او امير دوست محمدخان له واکمنيو را په دېخوا خپل ملکيت بولي او بله برخه يې د دولت تر واک لاندې ده، چې د بېلابېلو ډلو له خوا سپړل کېږي.
د جګدلک د ياقوتو کان په ١٣٩٢ لمريز کال د ساده مشاشينونو (څټک او کلنګ) په وسيله سپړل کېده او هغه مهال له دغه کان څخه پرېمانه ياقوت استخراج شوي او له دغه کان څخه په رسمي او غير رسمي ډول کار اخيستل شوى دى.
د جګدلک د ياقوتو بېلابېلې برخې په هره ساحه کې په ځانګړو نومونو لکه پيتايي، لارپور، کاني کلان او خلوت سره نومول شوې دي. همدارنګه د جګدلک د کان ياقوت د افغانستان له وتلو او مشهورو ياقوتو څخه دي.
د جګدلک سيمې ياقوت په بېلابېلو لکه زنګ، پيروتين، کروند، کروم فولوګونيت رنګونو پيدا کېږي، چې دا ډول د ياقوتو ډولونه دي. د لومړي ځل لپاره د دغه ستر کان ياقوت د شاه جهان په وخت کې د هغه له خوا د تاج محل ماڼۍ په جوړولو کې وکارول شول.
تاج محل هغه ودانۍ ده، چې د شاه جهان په نوم يوه هندي مغلي پاچا د خپلې ګرانې مېرمن د يادون لپاره د هندوستان په اګره سيمه کې جوړه کړه او له سپينو مرمر ډبرو جوړه شوې ده. د دغه ساختمان چارې په ١٠٠٩ لمريز کال کې پيل او په ١٠٢٦ زېږديز کال بشپړې شوې. تاج محل په هند کې د اسلامي ودانيو د جوړښت يوه غوره بېلګه ده، چې د هر ليدونکي پام ځان ته ور اړوي.
٥- دزینتی ډبرو کانونه:
-          د کابل د شمال په کارېز مير ساحه کې د زينتي ډبرو کان شته، چې د کابل په کچه يو له مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي.
-          د الغوى په نوم مشهور د زينتي ډبرو کان، چې په کابل ولايت کې موقعيت لري.
-          د ده کيپک کان، چې د کابل په شمال ساحه کې موقعيت لري.
-          ګوک کان، چې په کابل ولايت کې موقعيت لري.
-          په ده سبز ولسوالۍ که د خواجه رواش ساحې کان، چې د کابل ښار شاوخوا او کابل هوايي ډګر ته څېرمه ساحه کې موقعيت لري.
-          د کابل ښار څلورمې ناحيې اړوند د شهر ارا سيمې د زينتي ډبرو کان.
-          شاخ برنتي د ډبرو کان، چې د کابل شاوخوا موقعيت لري.
-          سلطان پاچا کان، چې د کابل شاوخوا موقعيت لري.
٦-د مرمر ډبرو کانونه:
 - د ګزک په نوم د مرمر ډبرو کان چې د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالی د کړوخېلو په سيمه کې موقعيت لري.
-د انجيرک په نوم د مرمر ډبرو کان چې د کابل ولايت د شکردرې په ولسوالی کې موقعيت لري.
-د فرمان بيک  په نوم د مرمر ډبرو کان چې د کابل ولايت د سروبي په ولسوالی کې موقعيت لري.
- د مرمر ډبرو کان، چې د کابل ولايت په بيبي تندوري په سيمه کې موقعيت لري.
- د مرمر ډبرو کان چې د کابل ښار سوېل لوېديځ ته چهار اسياب ولسوالۍ ته نږدې په ريشخور سيمه کې موقعيت لري.
- د مرمر ډبرو کان چې د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ په خرد کابل سيمه کې موقعيت لري.
- د قرغه د مرمر ډبرو کان چې د کابل ښار لوېديځ ته د پغمان ولسوالۍ ته نږدې موقعيت لري.
- د بادام د مرمر ډبرو کان چې د کابل ښار په شمال کې موقعيت لري.
- د غريب غز په نوم د مرمر ډبرو کان چې په کابل ولايت کې موقعيت لري.
- د قلم کار په نوم د مرمر ډبرو کان چې په کابل ولايت کې موقعيت لري.
- د تره خېل په نوم د مرمر ډبرو کان چې د کابل ولايت د دهسبز په ولسوالی کې موقعيت لري.
٧- د خټينو لوښو، چت او خښتو د خاورې کان:
دغه کان د ده کيپک کان په نامه يادېږي او په کابل ولايت کې موقعيت لري، چې ٢١٢ ميليون متره مکعب اټکل شوى دى.