اسعداباد(پژواک،۱۹ ليندۍ٩٢):کونړ، چې د هېواد  په ختيځ کې يو غرنی او له طبعي زيرمو ډک ولايت شمېرل کيږي،چې په غرونو کې يې د هر ډول قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونو شته، د دې ولايت په کانونو کې له مودو راهيسې د سيمې د خلکو او نورو ډلو له خوا په ناقانونه او غير فني توګه کيندل او قاچاق کيږي.
د کونړ ولايت د کانونو رييس انجنير هارون رشيد واىي ، چې د کونړ په (چپه دره، ماڼوګي، وټپور، شيګل، غازي اباد، څوکۍ، نرنګ، نورګل، سرکاڼو او خاص کونړ ) ولسواليو کې د قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونه موجود دي.
نوموړى زياتوي، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې په دې ولايت کې هيڅ ډول جيولوجيکي سروې نه ده تر سره شوې او تر دې مخکې سروې هم په دقيقه توګه نه ده شوې.
په ۱۳۹۰ لمريز کال کې د دې ولايت په تشکيلاتو کې د کانونو رياست نوی تاسيس او فعاليت يې پيل کړ. د يو نيم کال په موده کې د دې ولايت په اړونده سيمو کې د قېمتي، نيمه قېمتي او تزئيني ساختماني ډبرو له ۱۸۰ څخه زياتې نقطې او ساحې په مستقيم او غير مستقيم ډول تثبيت شوې دي.
کونړ د قېمتي، نيمه قېمتي او تزئيني ساختماني ډبرو لکه ابرک ( Mica )، مرمر ( Marble ) کوارتز ( Quartz ) ، کرومايټ ( Chromites ) زبرجد ( Epidote )، اکوامرين ( Aquamarine) بيروج ( Tourmaline ) عقيق ( Agate ) مورګانيټ ( Morganite ) ، کونزيټ ( Cunzite ) روبيليټ ( Rubelite ) پراخې زېرمې لري.
په ۱۳۵۵ لمريزکال کې د سروې او جيولوجي ادارې د يوې ډلې له خوا د نرنګ ولسوالۍ، چې د مرکز اسعداباد لوېديځ په  (۱۷)کيلومترۍ کې موقعيت لري، د باډيل په دره کې د زمرودو منرالونه هم تثبيت شوي دي.
 د کونړ ولايت په چپه دره کې، چې د مرکز شمال ته په (۷۰)کيلومترۍ کې موقعيت لري او په ماڼوګي ولسوالۍ کې، چې د اسعداباد شمال ته په(۳۱)کيلومترۍ کې پرته ده، د قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونه شته ، چې د سيمې خلک په کې په خپلسر کيندنې او قاچاق کوي.
د چپې درې ولسوالۍ په برجين ، خوړ، سيوري ، قلعه ، کوتڼ ، کيرتا ، نيازګنۍ ، سوۍ ، وطله او ديګل سيمو کې او د ماڼوګي ولسوالۍ په وردېش تنګي اوکڼاکڼ سيمو کې د قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونه لکه: ابرکو، کوارتز، زبرجد، اکوامرين، بيروج، عقيق، مورګانيټ، کونزيټ، روبليټ شته دي.
شيګل ولسوالۍ،چې د اسعداباد ختيځ ته په (۱۵)کيلومترۍ کې موقيعت لري، د ننګټاپه سيمه کې او د وټه پور ولسوالۍ، چې د مرکز څخه شمال ته په (۱۲)کيلومترۍ کې موقيعت لري، د قمچۍ په غره، څانګار، د ديوز په سندوکه سيمه کې، دروازګۍ او ميديګل کې د سپين ابرک ( مسکوويټ ) نيمه قېمتي ډبرو کانونه شتون لری، چې سپين رنګ لري، همداراز د شيګل ولسوالۍ د شين کوړک په سيمه کې د تالک (Talc) نيمه قېمتي ډبرو نمونې هم ترلاسه شوې، چې د پوستکي ناروغي د درملنې لپاره کريم جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.
څوکۍ ولسوالۍ، چې د مرکز اسعداباد لوېديځ ته په (۲۸) کيلومترۍ کې موقيعت لري، د بابړو په تنګي کې اود نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د مرمرو زينتي ډبرو زيرمې شته .
د کونړ ولايت په يو بله ولسوالۍ سرکاڼو کې، چې د مرکز  سوېل لوېديځ ته په (۱۵) کيلومترۍ کې پرته ده، د پشد د سمڅې زيارت په سيمه کې د سور رنګه مرمرو زينتي ډبرو زيرمې دي.
د کونړ ولايت د کانونو د رييس هارون رشيد د معلوماتو له مخې، د څوکۍ ولسوالۍ د بابړو تنګی او مزار دره کې درې مرمريزې سيمې د دې ادارې د تخنيکي ډلو له خوا په لومړنيو سروې  ګانو کې معلومې شوې دي، د مزار په دره کې د ( ناوېګت ) او ( کمر ژرندې موړی ) په سيمو کې لوړ کيفيت لرونکي سپين مرمر( Supper White ) زينتي ډبرې موجودې دي.
د کانونو رييس وايي ، چې د کرومايټو د کانونو په لرلو سره کونړ يو بډايه او غني ولايت دى، چې د سرکاڼو ولسوالۍ د ( شونکړۍ ) سيمې څخه پيل او د خاص کونړ ولسوالۍ تر منګوال سيمې پورې، چې د مرکز اسعداباد سوېل لوېديځ ته په (۴۵)کيلومترۍکې موقعيت لري، په پراخه کچه د کرومايټو کانونه شته دي، له دې لويې لارې سره په خوا کې د کرومايټو په کانونو کې ٨٥ ښکاره نښې ليدل شوي، چې په تېرو وختونو کې د دغه ستر کان په ٨٤ بېلابېلو ځايونوکې په خپلسر کيندنې او قاچاق  ترسره شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د يو ګډ تخنيکي ټيم له خوا ترسره شوې سروې کې دوه سوه او درې څلوېښت زره(۲۴۳۰۰۰) ټنه راټول شوي کرومايټ په څلوراتيا (۸۴ ) نقطو کې تثبيت شوي دي، چې د فولادو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي.
دکرومايټو دغه کانونه د کونړ ولايت  د سرکاڼوله ولسوالۍ د شونکړۍ له سيمې څخه  د  ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولايت  خيوې ولسوالۍ پورې غځېدلي لوى غر په هره نقطه کې شتون لري.
دکانونو رييس وايي، چې په همدې کال کې د يو بل تخنيکي ټيم په مرسته د خاص کونړ ولسوالۍ يخې چينې  څخه تر احمدي غونډۍ پورې د ترسره شوې سروې له مخې، د کرومايټو کان ښودل شوى، په دغه سيمه کې د دې کان ١٨ نمونې د لابراتوار مرکز ته استول شوې دي، چې د جنسيت له مخې د غوره کرومايټو په توګه پېژندل شوي دي.
دکانونو رييس زياته کړه، چې که په دې سيمه کې امکانات برابر شي او په سمه توګه دقيقه سروې وشي، نو د دې امکان شته، چې د لا زياتو زېرمو نښې په کې راښکاره شي.
د کونړ ولايت د کانونو رييس انجنير هارون رشيد واىي، چې د ۱۳۹۲ لمريز کال په اوږدو کې د سروې د ټيم له خوا د دې ولايت د چپې درې ولسوالۍ په قلعه تنګي سيمه کې په موجود غره کې د کرومايټو، ليمونايټو او سلفرو نمونې ترلاسه شوې دي. 
د کونړ ولايت غازي اباد ولسوالۍ، چې د مرکز ختيځ لور ته په (۵۰) کيلومترۍکې موقعيت لري ، په غرونوکې يې د رنجو ډبرې ( Antimony ) موندل شوې دي.
  قېمتي ډبرې لکه: بيروج،کونزيټ، اکوامرين، مارګنيټ، زبرجد، عقيق، کوارتز او زمرود دي، چې په کونړ کې شته دي.
نيمه قېمتي ډبرې لکه: کوارتز، ابرک، عقيق  او  تالک، چې کانونه يې په کونړ کې شتون لري.
کرومايټ او ليمونايټ يو ډول وسپنيز (فلز) دی، چې په کونړ کې په پراخه پيمانه شتون لري، همداراز مرمر زينتي کاڼي دي، چې په لوړ معيار بېلابېل رنګونه لري او په کونړ ولايت زيات شتون لري.
د يادونې ده، چې عقيق او کوارتز په ډبرو کې بېلابېل ډولونه شته، چې ځينې يې په قېمتي او ځينې يې په نيمه قېمتي ډبرو کې شميرل کيږي.
خان ولي سالارزى