پنجشېر يو غرنى ولايت دى چې د کابل د شمال ختيځ په ١٢٠ کيلومترۍ کې له شمال ختيځ څخه سوېل لوېديځ ته د هندوکش د غرونو په اوږدو کې د هندوکش پر سوېلي دوه ښاخه پروت دى او فرعي درې يې له شمال څخه سوېل او له سوېل څخه شمال ته غځېدلې او د پنجشېر له عمومي درې سره نښلي.
پنجشېر له هغو ولايتونو دى، چې د کانونو او طبيعي سرچينو له اړخه شتمن دى. په دغه ولايت کې بېلابېل کانونه لکه ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې، فلزي کانونه، د مرمر ډبرو او د ساختماني توکو کانونه شته دي.
زمرد:
د زمردو کانونه د پنجشېر ولايت په بېلابېلو ساحو کې پراته دي او د لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند د خنج سيمه د زمردو د ٦ فعالو کانونو درلودونکې ده، چې له دشت ريوت، ميکنى، درخنج، بوتاک، بزمال، باخي او دارون څخه عبارت دي، د پورتنيو کانونو له منځه تر ټولو غوره او د ښکلي رنګ لرونکي کانونه په خنج کې استحصالېږي.
دا ډول کانونه په دغه ولايت کې په غير قانوني ډول هم د خلکو له خوا استخراج او پلورل کېږي او تر اوسه پورې کوم قراردادي د دغو کانونو د اکتشاف او استخراج په اړه تړون نه دى لاسليک کړى.
قيمتي ډبرې او سرب:
د پنجشېر ولايت د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د لاجوردو، ياقوتو او سربو کاني نښې په دغه ولايت کې شته دي، چې له څېړنو، سروې ګانو او اکتشاف وروسته به يې اندازه، کيفيت او د توکو نورې ځانګړتياوې څرګندې شي.
سره زر:
د کانونو وزارت د سروې او جيولوجي رياست د سروې پر بنسټ، چې په ١٣٩٢ کال کې شوې، ددغه ولايت په پريان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان کشف شو او ټاکل شوې چې په روان کال کې د کميت او کيفيت د تثبيت لپاره د کانونو وزارت له خوا په کېژورې کيندنې وشي.
وسپنه:
د پنجشېر ولايت د کانونو رياست د معلوماتو او د ١٣٨٧ لمريز کال د شوې سروې له مخې په شُتل ولسوالۍ کې د وسپنې کانونه شته او همدارنګه په هغې سروې کې چې په ١٣٩١ کال کې په پريان ولسوالۍ شوې وسپنه کشف شوې ده.
مرمر ډبرې:
د پنجشېر د کانونو رييس په خبره، ددغه ولايت په ١٣ ساحو او شپږو ولسواليو کې مرمر ډبرې شته، چې ياد کانونه په طبيعي بڼه پاتې دي او تر اوسه په دې برخه کې کوم قرار داد نه دى شوى.
که څه هم پنجشېر ولايت د کانونو له اړخه يو شتمن ولايت دى، خو تر اوسه يې د کانونو په برخه کې هېڅ تړون نه دى لاسليک شوى.
عبدالقيوم مشتاق "فاروقي"