تالقان( پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٢): تخار ولايت د شمال ختيځو ولايتونو څخه يو دى، چې ٤٦بېلابېل کانونه په کې موجود دي او په ځينو کې يې له ١٥٠٠ څخه زيات کارګر کار کوي.
 
جيولوجيکي څېړنې او مطالعې څرګندوي، چې په دې ولايت کې د کانونو پرېمانه زېرمې شته، خو تر اوسه هم دهغو ولايتونو په رديف کې ځاى لري، چې په کاني زېرمو يې لاس نه دى وهل شوى.
 
که چېرته د تخار له کاني زېرمو څخه سمه استفاده وشي، نو نه يواځې چې ددې ولايت اقتصاد به وده وکړي، بلکې د هېواد په کچه کولى شي، چې د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې مثبت اغېز ولري.
 
دا کانونه د چاه اب، کلفګان، نمک اب، چال بنګي او ورسج په ولسواليو کې موقعيت لري.
 
ددې ولايت له مشهورو کانونو څخه  کولى شو په نمک اب ولسوالۍ کې د تاقچه خانه د مالګې کان، په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان، په چال ولسوالۍ کې د بزغر د ډبرو سکرو کان او په ګفګان ولسوالۍ کې د ګزستان ډبرو سکرو کان نوم واخلو.
 
په ګلفګان کې د لته بند ، قرغ ساى او ارچه کوتل د مالګې کانونه، د نمک اب د مالګې تاقچه کان، په چاه اب کې د نورابه او سمتي د سرو زرو کانونه او په ګلفګان کې دګزستان ډبرو سکرو کانونه له هغو کانونو دي، چې په وروستيو کې يې قرار دادونه شوي او استخراج يې همدا اوس جريان لري.
 
د نورابه د سرو زرو کان قرار داد له ويسکو شرکت، د سمتي سرو زرو کان قرار داد له ويسلنډ شرکت ، د چال ولسوالۍ د ډبرو سکرو قرار داد د برادران خالد عزيز شرکت او د ګلفګان د قرغ ساى مالګې کان قرار  داد د خواجه افشه سره لاسليک شوي دي.
 
بايد وويل شي، چې د نمک اب ولسوالۍ د مالګې کانونه د افغانستان د مالګې له سترو کانونه څخه دي، چې زيات اهميت لري.
 
په تېر کې د تاقچه خانې کان څخه مالګه په غير قاني ډول وېستل کېده او د تېشې په ډول دخښتې په توګه بېلده، چې خلکو به په خپلسر بازار ته وړاندې کوله، خو له ١٣٨٤ لمريز کال را هيسې يې د قانوني استخراج تړون له يوه کورني شرکت سره شوى دى.
 
خو د تخار ولايت د کانونو رياست چارواکي وايي، چې د کانونو تړون يې له هغه شرکت سره دوه مياشتې وړاندې ځکه فسخه کړ، چې د مالګې لومړنى استخراج کم و، اوس يې دا تړون د ويسکو په نامه يوه بل کورني شرکت سره کړى دى او د استخراج اندازه يې هم ورسره لوړه شوې ده.
د دوى په خبره، په دې کان کې ٤٠٠ کارګر کار کوي، چې هره ورځ له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ ټنو پورې مالګه استخراجوي. دې شرکت خپل توليدي وسايل د عربي متحده اماراتو څخه وارد کړي او مالګه هم په فني او مکانيزه شکل استخراجوي.
د تاقچه خانې مالګه له تخار پرته نورو ولايتونو ته هم صادرېږي.
ويل شوي، چې سږ کال د نمک اب د تاقچه خانه ، د ګلفګان له مالګې کانونو او ساختماني توکو څخه نږدې  ٩ ميليونه افغانۍ عايد تر لاسه شوى دى.
د تخار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې دوى څلور کاله وړاندې  خصوصي سکتور وهڅاوه، څو په تالقانو ښار کې د خوړو د ايوډين لرونکې مالګې يوه فابريکه تاسيس کړي ، چې بالاخره داسې يوه فابريکه تېر کال تاسيس شوه.
د عامې روغتيا  رياست ايوډين په وړيا ډول دې فابريکې ته ورکوي او د ايوډين لرونکې مالګې فابريکه يې بيا خلکو ته رسوي. دا مالګه روغتيايي ده او د جاغور ناروغۍ په مخنيوي کې هم اغېزناکه ثابته شوې ده.
 
د جاغور ناروغي د غير صحي مالګې د زياتې کارونې څخه رامنځته کېږي،  چې دا ناروغي په تخار ولايت کې زياته ليدل کېږي.
 
له دې يادو شوو کاني زېرمو څخه پرته نورې زېرمې هم په تخار ولايت کې شته، چې د ګلفګان د مالګو او د چاه اب ولسوالۍ  د کوکچې سيند پر غاړه د سرزو زرو کان يادولى شو او تخار ولايت يې په کارونې سره کولى شي، چې د بيارغونې او پراختيا په برخه کې ګټور پروګرامونه په نظر کې ونيسي.
 
١-په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو کان :
 
دا کان د چاه اب ولسوالۍ شمال ته په ١٠ کيلومترۍ کې د نورابه په کلي کې موقعيت لري  او په ١٣٦٦ لمريز کال د پخواني شوروي اتحاد له لوري کشف او هغه مهال په کې ٢٦٠ ټنه سره زر اټکل شوي وو.
 
ددې کان تړون په ١٣٨٦ لمريز کال کې له يوې امريکايي کمپنۍ سره وشو، چې اوس هم په کې د سرو زرو وېستنه دوام لري او د درېيو روسي انجنيرانو په ګډون په کې له سلو زرو زيات افغان کار کوونکي په کې په کار بوخت دي.
 
٢-د تاقچه خانې مالګه :
 
دا کان په نمک اب ولسوالۍ کې موقعيت لري او د ورېښمو کرښې له رامنځته کېدو نږدې دوه زره کاله وړاندې کشف شو ، خو په ١٩٧٠ زېږديز کال مجددا کشف شوه او وروسته يې بيا د وېستنې کار تر اوسه جريان لري.
 
٣-د نقرې کان :
دا کان د رستاق ولسوالۍ په سر رستاق ساحه کې موقعيت لري، خو حجم او اندازه يې تر اوسه هم نه ده معلومه شوي.
 
٤-د زمرد او ابرک کاڼو کان:
دا دوه کانونه د اشکمش په ولسوالۍ کې موقعيت لري او تر اوسه هم ګټې اخيستنې ته نه دي سپارل شوي.
 
٥-د نفتو( تېلو) کان :
په بهارک ولسوالۍ کې د نفتو( تېلو) نښې هم شته دي، خو د کانونو او پټروليم وزرات تر اوسه پورې په دې سيمه کې د نفتو د کشف لپاره سروې نه ده کړې.
په ټوله کې د ماوراى کوچکه ولسوالۍ چې په افغان تاجک حوزې هم نومول شوې ، احتمال لري، چې د نفتو کانونه په کې کشف شي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.
ماوراى کوچکه د تاجکستان سره په پوله کې موقعيت لري، چې د تخار ولايت دشت قلعه، ينګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدين، خواجه غار او رستاق ولسوالۍ په کې شاملې دي.
د تخار ولايت نور کانونه :
 
تخار لکه څرنګه چې د افغانستان د دويمه درجه ولايتونو څخه دى، نو دولت لپاره د طبيعي سرچينو له اړخه يوه  عايداتي سرچينه هم شمېرل کېږي.په دې ولايت کې د پټرولو، مالګې، ډبرو سکرو، سروز زرو، ګوګردو((سلفر))، وسپنې او نور کانونه هم پيدا کېږي ، چې ډېرى يې تر اوسه نه  دي کشف شوي او يا هم ترې استفاده نه ده شوې.
 
هدايت الله همدرد