۱-دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا(:
د افغانستان د ازادو اوعادلانه ټولټاکنو بنسټ (فیفا(  يوه غيرانتفاعي او ناپييلې ملي اداره ده، چې په هېواد کې دیوشمېر مدني ټولنو له خوا په ۱۳۸۳ لمريز کال کې، چې له ۲۰۰۴زیږدیزکال سره سمون خوري تاسیس شوی دی. فيفا په افغانستان کې دازادو او عادلانه ټاکنو له لارې دیموکراسي قانوني کول او دټاکنو په بهیر کې د خلکو دګډون کچه لوړه ول او په هېواد کې په سیاسي بهیرونو باندې د خلکو د باور د زیاتوالي په موخه کارکوي. فیفا، په ۲۰۱۰کال کې د ولسي جرګې په ټاکنوکې د۷۰۰۰ناظرینو، د۲۰۰۹کال دولسمشرۍ په ټاکنو کې د۷۴۰۰ناظرینو، د ۲۰۰۵ کال  د ولسي جرګې په ټاکنو کې د۷۵۰۰رضا کارو ناظرینو  او په  ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ۲۳۰۰ رضا کارو ناظرینو په مرسته  د ټاکنو د پروسې څارنه وکړه  او د موجودو ستونزو او مشکلاتو په اړه يې تفصیلي راپور او ځانګړي وړاندیزونه په ټاکنو پورې اړونده ادارو ته وسپارل.
www.fefa.org.af
 
٢- دافغانستان د رڼوټاکنو بنسټ ( تيفا ) :
دافغانستان درڼو ټاکنوبنسټ ( تيفا) په ٢٠٠٩ زيږديزکال کې له ټاکنو څخه ديوه خپلواک څارونکي بنسټ په نوم رامنځته شو ، چې موخه يې د ټاکنو د مشروعيت او روڼوالي څخه د ډاډ حاصول او ټاکنيزو پروسو څخه څارنه ده . په ديموکراتيکو پروسو کې دخپلواکو مدني ټولنو مهم رول ته په پام سره دافغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ باور لري ،چې بې پرې څارنه د ټاکنو پروسې له روڼوالي سره مرسته کوي . په هيواد کې ديموکراتيکې پروسې په تازه ډول رامنځته شوې دي ، چې دمدني ټولنې دبنسټونو او حکومت ژمنې برخه اخيستنې ته په افغانستان کې د ديموکراسۍ لپاره اړتيا لري .په افغانستان کې د کورنيو سازمانونو له خوا دانتخاباتو پر څارنې د پراخه فعاليتونو نه شتون په تيرو څلورو ټاکنو کې ديوې نا حل شوې ننګونې په توګه پاتې ده . په همدې اساس دافغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو په هر پړاوو کې د مدني ټولنو دفعال ګډون هڅونې لپاره ددغې تشې د ډکولو په موخه جوړ شوى دى .
www.tefa.org.af
 
۳- د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره (AREU):
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره په کابل کې مېشته یوه خپلواکه څېړنیزه اداره ده. ددې ادارې دنده د لوړ څرنګوالي درلودونکو او پالیسۍ پورې اړوندو څېړنو له لارې پرپالیسۍ او چارومثبتې اغیزې او د معلوماتو پراخول دي. همدا راز نوموړې اداره په افغانستان کې د څېړنې او زده کړې د کولتور د ودې په موخه د څېړنې پایلې په چټکه توګه خپروي. دې موخې ته د رسېدو لپاره نوموړې اداره د پالیسي جوړونکو، مدني ټولنې، څېړونکو او زده کونکو سره ددوی د څېړنېزې وړتیا د پیاوړي کولو او ددوی په منځ کې د دې ادارې د څېړنو او کتابتون څخه د ګټه اخیستنې دترویج په موخه ښکیل ده ، څو په دې توګه وکړای شي شننو، غبرګونونو او خبرو اترو ته لاره هواره کړي. نوموړې ادارې په ۱۳۸۱ لمریز کال په افغانستان کې د بوختو مرستندویه ټولنو په مرسته یې په کار پیل وکړ اود یو مدیره پلاوي درلودونکې ده ، چې د بسپنه ورکونکو ټولنو له خوا لکه ملګرو ملتونو او نورو څو اړخیزو ادارو او نا دولتي ادارو له خوا یې استازیتوب کیږي.  
  www.areu.org.af
 
۴-ایشیا فونډيشن ( TAF):
ایشیا فونډيشن یوه نا دولتي او غیر انتفاعي اداره ده ، چې په آسیا او آرام  سمندرګي کې د قوانینو حاکمیت، د سولې، عدالت او سوکالۍ  د ځواکمنولو او د اقتصادي اصلاحاتو او پراختیا په بر خه کې ځان ژمن  ګڼي. دا دفتر د ۶۰ کلنې کاري تجربې په درلودو سره په آسیا کې د رهبرۍ او اداري پراختیا او د پالیسۍ په څیړنه کې له بیلابیلو دولتي او غیر دولتي شریکانو سره همکاري لري. ایشیا فونډيشن په ۱۹۵۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ او په ۲۰۰۲ کې یې خپل دفتر په کابل کې بيرته پرانیست.
http://asiafoundation.org/country/overview/afghanistan
 
٥-ديموکراسي انټرنشنل (DI) :
 ديموکراسى انټرنشنل له ٢٠٠٩زيږديز کال راهيسې هم پر ټاکنو دڅار دنړيوالو پلاوو د څارنې او دټاکنيزو اصلاحاتو لپاره د کورنيو هڅو نه د ملاتړ لپاره په افغانستان کې دټاکنيزو پروسو دغښتلتيا او ملاتړ لپاره کار کړى دى.
اوسمهال ديموکراسي انټرنشنل دافغانستان دټاکنو اصلاحي او عدالت غوښتنې پروګرام ، چې دامريکا دمتحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايى ادارې له خوا تمويلېږي، اجراکوي . ددغه پروګرام دوه عمده برخې د ديموکراتيکې او ټاکنيزې اصلاح لپاره دافغانانو په مشرۍ دعدالت غوښتنې له هڅو ملاتړ او دداسې څېړنو ترسره کولو څخه عبارت دي ، چې وکولاى شي دټاکنو دديموکراتيک او اصلاح په اړه دبحث دترويج لپاره دمعلوماتو سرچينه شي . ديموکراسي انټرنشنل دټاکنيزو پروګرامونو دملاتړ او د ديموکراسۍ دنورو پروګرامونو او په ټوله نړۍ کې دښې حکومت والۍ دطرحه کولو ، پلي کول او ارزونه کوي . له هغه وخته ، چې دغه سازمان په ٢٠٠٣کال کې تاسيس شوى ، تر اوسه پورې يې  په ٣٥ هېوادونو کې فعاليت پيل کړى دى .
www.democracyinternational.com
 
٦-دټاکنيزو نظامونو نړيوال بنسټ(IFES):
دټاکنيزو نظامونو نړيوال بنسټ (IFES) يوه خپلواکه او غير دولتي  نړيوله موسسه ده ، چې په ټول هېواد کې دټاکنو په اړه دښو پروګرامونو پر پلي کولو او د ښې حکومتوالۍ لپاره فعاليت کوي .دغه موسسه له ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسې له ټاکنيز بهير څخه د ملاتړ ، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ، د ټاکنيزو کارکوونکو د روزنې او په افغانستان کې دبېلابېلو مدني ښوونو په اړه د پروګرامونو د پلي کولو لپاره فعاليت کوي .
www.ifes.org
 
٧-ملي ديموکراتيک انستيتيوت(NDI) :
ملي ديموکراتيک انستيتيوت ، چې له ٢٠٠٢ کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي ، يو نا انتفاعى ،نا ګوندي او غير دولتي سازمان دى ،چې په ټوله نړۍ کې دوګړو دګډون له لارې دديموکراتيکو سازمانونو د ملاتړ ، روڼوالي اوپه حکومت کې دځواب ويلو لپاره فعاليت کوي . ملي ديموکراتيک انستيتيوت له ١٧٠٠ څخه د زياتو کانديدانو لپاره روزنيز سيمينارونه چمتو کړي ، دسياسي ګوندونو او له ٢٤٠ زياتو ښځينه کانديدانو لپاره يې زده کړې ورکړي او په افغانستان کې دننه يې پر ټاکنو د ترټولو ستر څارونکي سازمان ( دافغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو  بنسټ ) لپاره فني مرستې برابرې کړې دي .اوسمهال ملي ديموکراتيک انستيتيوت په ټول هېواد کې په کانديدانو کې د ټاکنو ورځې دفعاليتونو راپور ورکونې لپاره د څارونکو دظرفيت پر لوړو بوخت دى .
http://ndi.org/content/afghanistan
 
٨-دافغانستان دمدني ټولنو، ټولنه (مجما):                      
دافغانستان دمدني ټولنې مجتمع (مجما ) دالمان په بدهونف ښار کې دافغانستان دمدني ټولنې په لومړني کنفرانس کې ، چې د نومبر له ٢٩مې د دسمبر تر ٢ مې نېټې دافغانستان دمدني ټولنې د ٧٦کسه استازو ( دبنسټګرو پلاوى ) دغوښتنې او سويس د سولې بنسټ په مرسته  جوړ شوى و ، په ٢٠٠١ زيږديز کال کې رامنځته شو . په دغه کنفرانس کې دافغانستان د مدني ټولنې استازي د يوې مجتمع د رامنځته کولو او مدني بنسټونو ترمنځ دخبرو او د افغانستان په بيارغونه کې د مدني ټولنو دونډې او برخې اخيستنې په اړه تفاهم ته ورسېدل ، چې په پايله کې يې ياد بنسټ تشکيل شو او له تاسيس وروسته يې خپل لومړى دفتر د ٢٠٠٢ کال دمارچ په مياشت کې په کابل کې پرانېست .مجما د افغانستان د اساسي قانون دبرابرولو پروسې او ولسمشريزو ټاکنو کې دعامه پوهاوي پروژې په لاره اچولې دي .
www.acsf.af