تالقان (پژواک، ١٥ زمرى ٩٤): د تخار د ولايتي شورا مشر وايي چې د سيمه ييزو چارواکو تر منځ د همغږۍ د نه شتون له امله په دغه ولايت کې د ناامنيو کچه لوړه شوې ده.
تخار پخوا د افغانستان د امنو ولايتونو په ډله کې و خو په تېر يو کال کې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر شوي دي.
د تخار د ولايتي شورا مشر عصمت الله قرباني د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو تر منځ اړينه همغږي شتون نه لري.
ده وويل: ((همدا نا هماهنګي په تخار کې د نا امنيو لامل شوې ده.))