کابل(پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢):د ولسي جرګې د رييس ورور عبداللطيف ابراهيمي دتخار دنوي والي په توګه وټاکل شو .
دچارو ادارې او وزيرانو شورا دارالانشاء پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ويلي،چې نوموړى دسيمه ييزو ارګانونو له خوا وړانديز او ولسمشرمنظور کړى دى .
ويل شوي، عبداللطيف ابراهيمى، چې وړاندې له دې يې هم دتخار د والي په توګه کار کړى له ښې کاري تجربې او وړيتا څخه برخمن دى .
نوموړى د احمدفيصل بيګزاد ځاى ناستى شو .
دتخار نوى والي په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې ددغه ولايت مرکز تالقان ښار دروانې مياشتې په پيل کې دسلګونو کسانو دڅو ورځني اعتراض شاهد و .