ښرنه ( پژواک، ٥ مرغومى ٩٤) : تر اوږده ځنډ وروسته د پکتيکا د و لايتي شورا ټاکنې چې د خپلمنځي اختلاف له امله ځنډېدلې وې، ترسره شوې.
د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې د مرغومي په ٥مه، په دې ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي چارواکو او نورو تر نظارت لاندې ترسره شوې.
ددې ټاکنو په پايله کې بختيار ګل همت ځدراڼ د ولايتي شورا د مشر، نعمت الله بابري د مرستيال او حنيفه کټوازۍ د منشي په توګه وټاکل شول.
د ولايتي شورا پخواني مشر افسر خان سليمان خېل وويل چې تر خپله وسه او توانه به نويو مشرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.