ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): د پکتيکا اوسېدونکو له ولسمشره وغوښتل چې د ولسي جرګې کاري دوره ونه غځوي او د ټاکنو لپاره چمتووالى ونيسي.
له اساسي قانون سره سم نوې ولسي جرګې بايد د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه په کار پيل وکړي او بايد له دې نېټې ٣٠ يا ٦٠ ورځې وړاندې ټاکنې ترسره شي خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم وايي چې د ماليې او ځينو نورو ستونزو له امله نه شي کولاى د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت او يا هم په لږ ځنډ ترسره کړي.